تاند- په بریتانیا کې د اف کام ادارې له لوري یو اسیايي تلویزیون ۸۵ زره پونډه جریمه شو.

اف کام، چې په بریتانیا کې تلویزیونونو او نورو رسنیو ته مقررات وضع کوي، وویل چې اسیايي تلویزیون «رحمت العامین» یې د یوه مسلمان ملا د وینا د خپرولو په خاطر جریمه کړی دی.

د دې ادارې په وینا ملا په ژوندۍ خپرونه کې ویلي و چې دا د هر مسلمان دیني وجیبه ده چې هغه څوک ووژني چې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی وکړي.

د ملا نوم نه دی اخیستل شوی خو د هغه څرګندونې رحمت العالمین تلویزیون، چې په بریتانیا کې خپرونې کوي، په مستقیم ډول خپرې کړې وې.

اف کام ویلي چې ملا په دې څرګندونو خلک قتل ته هڅولي چې په بریتانیا کې جرم ګڼل کېږي.

8 thoughts on “د ملا څرګندونو یو تلویزیون ۸۵ زره پونډه جریمه کړ”
  1. داخو یې ډیر بد کار کړیدی چې دا تلویزیون یې جریمه کړیده څکه ملا خو د سمې اسلامي پریکړه کړیده او رښتیا خبره یې کړیده

  2. ملا پیمان اخوند، یو اسلام دی او بل قتل. اسلام له قتل سره مترادف مه ګرځوئ. په یو ځای کې چې ستا د اسلامي دعوت له پاره ټولې موجودې دروازې خلاصې وې او ته قتل کوي دا د مسلمان نه، د انسان نه بلکه د ځناور کار دی او د داسې ځناور نه یوازې جریمه بلکه د ژوند له پاره بندي کول په کار دی. .

  3. جماله ستا ټول غیرت او ایمان همداوو چی خلک دی ستا پر پیغمبر ریشخند وهی اوته دهغه مردارول هم بدګڼی ولا چی ستا هم ورسره مردارو ل په کاروی

  4. راشی وگوری د صلیبی نړی توطیو ته چی یو مسلمان د خپل پیغمبر ص ننګه هم نشی کولی خو که په افغانستان کی کلیسا په زرګونه د اسلام خلاف بیانی ورکړی نو زمونږمسلمانان به ورته ددیموکراسی نوم ورکړی که قران ته څوک اور واچوی نو کاناډا به ورته پناه ورکړی خو که یو عالم ووایی چی که دمسلمان خلاف کافر څوک ووژنی نو جرم شو افسوس په داسی حال

  5. ورونو دقتل خبره نه ده و حق اوباطل مسله ده څوک چی زمونږ دپیغمبر بیعزتی کوی که پلا ر هم وی د زوی سره یی اړیکه خلاصیږی څکه چی مرتد شو….

  6. جمال وروره

    داسی ښکاری چی اسلامی فقهی او قوانینو څخه ډیر لری پاتی شوی یی زه د مرتد وژل د امت په اجماع سره ثابت دی او پدی د اسلام ټول مذاهب سره په یوه ځوله دی دکه زما عاجز خبره منی خپل ایمان یو ځل بیا تازه کړه په امنت بالله سره

ځواب ورکول بخت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *