جمشيد غزنيوال

د تېر کال راپور چې خپور شو طالبانو ۲ امريکايان او ۶۴۰۰۰  افغانان وژلي دي، خو لا هم په ولس کې دا تصور کمزوری دی چې ورته ووايې، د طالبانو جګړه اصلاً د ګاونډيانو هغه سټراټېژي ده چې په وسيله يې د يوه عظيم ملت پښې ماتې شي. تر اوسه لا هم ځينې دا باور لري چې ګنې طالبان رښتيا امريکايان وژني يا يې تمرکز يوازې د اردو او پوليسو پر قتل دی.

له لويه سره خو طالب حق نه لري چې د افغانستان د حکومت په تړون کې شامل هېوادونه تر ګوزار لاندې ونيسي، دويم دا چې د افغان حکومت منسوبين په هيڅ صورت د ملت له انساجو جلا حجرې نه دي چې په سرطاني کولو يې موږ تاواني نه‌شو، خو که بالفرض يوه شېبه نړيوالې اړيکې د طالب جګړې ته حواله کړو او حکومتي سرتېري له ملته جلا وبولو، بيا هم طالبانو تر دوی ولس ډېر وژلی دی.

په هره چاودنه کې تر امريکايانو ډېر افغانان قتل شوي، چريکې حملې پر افغانانو کېږي، له موټره تر اوسه يو امريکايي نه دی کښته کړل شوی، ټول زه او ته يو. طالب پر هر هغه چا د حکومتي شک کوي چې کالي يې پاک وي، جاغې يې چړچوبنې نه وي او لاسونه يې پاسته وي. تر اوسه امريکايي د موچي په تار حلالېدل نه دې ليدلي، تر اوسه د امريکايي قرارګاه ته طالبان نه دي ور اوښتي، تر اوسه يې د تذکرو د مامور، د مکتب د ملازم، د جومات د ملا او د پوهنتون د محصل غوندې مرګ امريکايي ته نه دی ور ښکاره کړی. د تذکرو مامور حلال شو، امريکايي تبادله شو. د مکتب د ملازم سر پرې شو، کاناډايانې خوشې شوې، د جومات پر ملا «لکه حقاني صاحب، پېروز صاحب او…» له ځانمرګي نيولې تر چريک پورې حملې وشوې، پر جاشوا بويل او کتلن کولمن د بنديانو د را خوشې کولو په نامه پيسې واخيستل شوې. په وردګو کې محصلان اعدام شول، خو برګډال د مسلمانېدو په نامه خوشې شو… داسې زرګونه کيسې شته.

که طالب استدلال کوي چې په خارجي تبعه کسانو خپل بنديان اخيستلای شو، بيا خو سوال دا دی چې هغه کس ولې ووژل شي چې حکومت ته اهميت نه لري، ستاسې بنديان نه پرې در خوشې کوي او چې تاسې يې ونيسئ، بيا يې د کورنۍ له غړيو سیوا څوک په خوله نوم نه اخلي!؟ ولې؟

دا څنګه د امريکا خلاف غير بين الافغاني جګړه ده چې په ټول کال کې يې تېغ ته يوازې ۲ تنه امريکايان برابر شوو، خو تصادفاً تر ۶۴۰۰۰ زيات افغانان پکې ورېبل شول؟ دا کيسه نوره تر رسوايي تېره ده، طالب ته زما و ستا هغه سر خوند نه ورکوي چې د دوی د جبر تر ماله لوړ وي، هغه سر رېبي.

له ۲۰۰۴م کاله راهيسې تر ننه پورې زموږ رسنيو يوه لويه اشتباه دا وکړه چې د چاودنې د راپور ورکولو په وخت کې به يې ملکي او نظامي تلفات د جلا ښوولو تر څنګ، په مهمو او نامهمو تلفاتو وېشل. په سرعام چوک کې به چاودنه وشوه، خو ټلوېزيون او راډيو به ښکاره ويل چې تلفات يې ملکي نه دي. ورو ورو دغه تکرار د خلکو په ذهن کې د خپل نظام د پايو له نړېدو سره معافيت پيدا کړ، خلک به ډاډه شول چې که سل نظاميان ختم شوي وي، ځه ښه ده ملکي خو پکې نه‌شته. طالب به خپل هدف دوه ځايه وهلی و، يو خو به يې چې د چا وژلو ته ځانمرګی را لېږلی و، هغه قتل به سر ته ورسېد، بل به يې دغه ذهني جګړه بريالۍ شوه چې خلکو به په نظامي ری نه واهه او د «ملکي د نه شتون» ادعا به قلبي قراري ور په برخه کوله.

خو وايي چې که شپه تياره ده، مڼې په شمار دي. هسې هم اصيل شهيد نه ورک کېږي، په وينو کې يې د قاتل څېره را برملا کېږي. همداسې وشول، ولسمشر غني د ۱۳۹۷هـ کال د روژې پر ۲۷مه د اختر پنځمې اوربند اعلان کړ، دا اوربند د يوې نسبتاً اوږدمهالې ذهنيت سازۍ تر کولو وروسته وشو چې د ولس پر وړاندې يې د سولې په هڅو کې پر طالب د مرغۍ لاره هم وتړله.

طالب ځان په مخالف قطب کې د عامه افکارو پر وړاندې بې‌شېمې وليد، له ناچاري يې درې ورځنی اوربند اعلان کړ، کله چې يې په خپلو کشرانو کې له جګړې د نهايي نفرت توپان وليد، اوربند يې تر ټاکلې موده شا و خوا شپږ ساعته وختي ختم کړ او دستي يې په خپلو هغو کسانو چې دوی يې مجاهدين بولي، د «خرکوسانو» نوم پورې کړ، له ولس او حکومتي کسانو سره يې د عکس اخيستلو په خاطر د انضباطي سزا د ورکړې نغاره و ډنګوله.

تر دې وروسته بس د سولې د غوښتلو جريانونه پياوړي شول، سوله د خلکو په يوه هېوادشموله ناره او اراده بدله شوه. طالب په دوه کې حيران شو، نه يې له حکومت سره پر خپل تصميم د واک د نه موجوديت له لاسه د خبرو مېز ته را دانګلای شوای او نه يې عامه افکار د ځان په ګټه رهبري کولای شوای، څو وخته يې يوه شرمېدلې چوپتيا خوښه کړه.

خو وروسته يې د سولې پرلتونه، د کونډو پلوونه، د علماوو چلينجونه، د ولسونو زارۍ او د ځوانانو بحثونه ټول د امریکا سازشونه وګڼل. په ذليله بڼه يې يوه اعلاميه‌ګۍ خپره کړه چې ضمناً ترې ښکارېده چې که ولسونه د سولې ناره وهي، دوی به يې مرۍ پرې کړي. همداسې وشول، په لوګر کې يې د هغو خلکو په منځ کې ځان پټاو کړ چې د سولې کلمه يې زمزمه کوله.

جالبه ده، که امریکا زموږ د سولې په راوستلو کې له دومره صداقته او توطيو کار اخلي، بیا خو طالب اخلاقاً هم مات دی. پخوا خو به يې ويل چې د سولې د خبرو لپاره رښتينولي نه‌شته. اوس خو دغه د درواغو دغه دروازه هم پرې وتړله شوه.

په پکتيکا کې يې د سولې پر ریبارانو ډزې وکړې او را و يې شړل. په هلمند کې يې تورسرې او سپين‌سرې د امریکا هډو ته په ور لېږلو سرې سترګې رخصت کړې. هلمندي ځوانان يې څنګ ته په ور تلو په اخطار وپوهول چې ور نه‌شي، ګنې ژوندي به ولاړ نه‌شي او…

د پکتيکا د يوسف خېلو د سولې په غوښتونکو کې د دادمحمد ناوک په نامه يوه شامل کس خپل د سترګو ليدلی حال رسنيو ته بيان کړ، د يوه راپور په اساس ښاغلي ناوک رسنيو ته ويلي چې طالبانو دوی د لارې له نيمايي را وګرځول؛ “ډزې يې وکړې، د افغانستان بيرغ يې تر پښو لاندې کړ او خلک يې تهديد کړل.”

د دې کاروان يو بل ګډونوال روزي خان وويل چې “طالبانو د خلکو له لاسونو د افغانستان بيرغ واخيست او خلک يې ووهل. دا هيڅ ښه عمل نه دی او موږ يې ډېر ناهيلي کړو.”

دا خبره رسنيو ته پخپله طالبانو هم تاييد کړه. د مولوي جواد په نامه يوه محلي قوماندان وويل چې په يوسف‌خېلو ولسوالي کې پر خلکو ډزې د نورو سیمو طالبانو وکړې، دی زياتوي؛ “د پکتيکا طالبانو له خلکو سره ليدلو ته اراده درلوده، مګر د نورو منطقو طالبان چې دلته وو هغو ورسره ليدل نه غوښتل، ځکه يې ډزې پرې وکړې.”

د طالب له جګړې دوه پوښونه وښوويېدل. يو شرعي پوښ او بل د ملت د خواخوږي پوښ. د اشرف غني د دورې په سترو کارونو کې دغه دوې چارې ډېر هسک مقام لري. د څو کاله پخوا په نسبت اوس د ملت لويه فيصدي د طالب بالقوه مخالفه او ان دوښمنه ده، لکن بالفعل ځکه نه ده چې طالبان د خپل دوښمن څه چې د خپل فکري مخالف ځواب هم په لغته وايي. د طالبانو جګړه يوه بين الافغاني ملت ضد جګړه ده، دا ادعا د دې جګړې له ماهيته او تلفاتو اسانه اندازه کېدای شي.

2 thoughts on “د ملت پر وړاندې په ګونډو امارت”
  1. سلامونه،
    په دې خو اوس ټول پوهیږو چې د امارت درهمونه ،ډالرې،تومنها! او مردارې کلدارې د کوم ځایه راځي ، کومانده ېې د تورلینګیو پنجاب کفر آباد ، قم-طایباد ، او ممکن یو څه د بوریا لاندې د کولاب او بینوره جهنمي جمیعتِ نضاریانو او د خارجه چارو سرپرستانو او زیر مرستانو ستون پنجم ،تر ابلیسی او شیطاني ماوویستی اهدافو لپاره د مدرسو ټالیپان لکه … ځغلوي او جنګوي ؛ او په پای کې ېې سپین بیرغونه ورته په تور پنجابي-فدرامي- رهباني-کیاني-فاتمیوني د.ا. غ .ش.ي . بدلوي او داسې نور…
    د خدای لپاره،از برای خدا! ۲/ ۶۴۰۰۰ انسانانو قتل او وژل؟؟ دا څه مانا لري ؟. نهایت وحشت،دهشت ، او که د ۲ پر ځای ېې اقلن ۴۰۰۰ هاغه د ب-۵۲ غټې غټې بمونو والا او ستون ۵م ګوډاګیان ې لیونیان،مات و ګوډ کړي وای ؛اوس به وخته هغوی وتلي وای او د تورلیګیانو ، فاتیمیانو او فدرامو ګیلمجمانو به هم لاملونه نه وای پاتې…
    ځینو مولویانو به کله دعا کې ویلې: خدایه! ظالمانو ته هدایت وکړې او که نه کیږي ” هباءََ منصورا ” ېې کړې . مونږ به هم ‘ آممییین”ووایو ورسره. الله ج.ج.دې ولسمشر سره مل شي اوتر ډېرو دې ژوندی اوسرلوړی ولري.
    د خدای په امان.

ځواب ورکول Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *