تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو له یوه محبس څخه د ۲۵ ماشومانو او ۵ ښځو په ګډون ۳۵ تنه اسیران خوشي کړل.

د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري په ټویټر او فېسبوک پاڼو کې ویلي چې دا عملیات تېره شپه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالي کې شوي دي.

جنرال وزیري دا هم ویلي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۷ وسله وال طالبان هم نیول شوی دي.

افغان خاص ځواکونه، چې ویل کېږي خورا مهارت لري، عموماً د شپې له لوري عملیات کوي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي اردو خاصو ځواکونو تر دې پخوا هم په هلمند کې له وسله والو طالبانو څخه یو شمېر بندیان په دې ډول عملیاتو کې خلاص کړي ول.

2 thoughts on “د ملي اردو خاصو ځواکونو له طالبانو ۳۵ تنه اسیران خوشي کړل”
  1. ژوند، ژوند ملي اردو رب دې زموږ ځواکونو ته نور هم ددې توان ورپه برخه کړي، چې مظلومان د ظالمانو له شر څخه خلاص کړي.

  2. دا کوم بریالیتوب ندی ځکه چې تاسې د دومره لیرې سیمې نه بندیان آزادولی شئ نو بیا څه ټکه درباندې راپریوتلي ده چې دارګ په خوله کې دملي اردو افسران له مرګه نشئ ژغورلی؟ خو هرڅوک پوهیږي چې ستاسې له حکومته خبره ګلجانۍ شویده . هوکه طالبان ستاسو له زندانه خپل طالبان آزاد کړي دا نو واقعا د طالبانو لپاره خورا بریالیتوب دی، ځکه چې له طالبانو سره ټول وسائل په نشت حساب دي، اقتصاد یې په صفر کې ضرب دی، کوم خاص پوځي تربیت نلري او دشمیر له نظره هم ډیر کم دي . خو! هره ورځ درجن درجن پولیس او عسکر در وژني حتی دهیواد په پائتخت کې ترینه په ارام نه یاست ، او له پائتخت نه یې دجګړې لمړئ کرښه درته جوړه کړي ده دولت وزیري صیب په خدای چې ستاسو لپاره ډیره دشرم خبره ده.

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *