تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، چې د طالبانو د جنګي بندیانو د خوشي کولو په خاطر په هیواد کې له سختو نیوکو او انتقادونو سره مخامخ دی، نن سریلانکا ته خپل رسمي سفر په کونړ کې د افغانستان د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د وژل کېدو په خاطر وځنډاوه.

راپورونه وايي چې په سلګونو وسله وال سخت دریځي تېره شپه د پاکستان له خاورې افغانستان ته راواوښتل او د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې یې پر یوې سرحدي پوستې برید وکړ.

د وروستیو راپورونو له مخې د طالبانو د دې لویې حملې په نتیجه کې د ملي اردو ۲۱ سرتېري د سخت مقاومت په پای کې وژل شوي، اووه تنه تري تم شوي چې درې بېرته موندل شوي دي.

د دفاع وزارت ویندوی وايي:«په سلګونو بهرني او کورني یاغیان له پولې راواوښتل او د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په یوه لېري سرحدي سیمه کې یې د افغانستان پر یوې سرحدي پوستې یرغل وکړ.»

 طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د افغانستان په لسګونو پوځیان یې وژلي دي.

ګومان کېږي چې دا برید د پاکستاني طالبانو له لوري د دغه هیواد د ۲۳ سرحدي ځواکونو له وژلو سره بې ارتباطه نه وي چې پاکستان ادعا کوي د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویندوی وايي چې د غازي اباد ولسوالۍ په برید کې د ملي اردو ۳ سرتېري ټپیان شوي هم دي او د ملي اردو پر هغو سرتېرو ځانمرګی برید شوی چې د غازي اباد د پوستې د ملاتړ لپاره سیمې ته روان ول خو د ځانمرګي برید په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.

د کونړ امنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخېل وايي، د یاغیانو د حملې په مهال په پوسته کې شاوخوا دېرش تنه افغان سرتېري موجود ول. د سید خېل په وینا سلګونو تنو له درو خواوو د راکټونو، لاسي بمونو او نورو وسلو په وسیله پر پوستې برید وکړ.

د ده په وینا اووه سرتېري ورک شوي وو چې درې یې وموندل شول او د نورو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.

سره له دې چې د دفاع وزارت ویاند او د کونړ امنیه قومندان ادعا وکړه چې حمله کوونکي له بهره راغلي وو خو د پاکستان نوم یې وانخیست.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، داسي ښکاري چې ولسمشر کرزی، چې د سریلانکا سفر یې ځنډولی، په دې برید کې د پاکستان لاس ویني.

کرزي په یوه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د تروریستانو ځالې ورانې کړي او د ترهګرۍ پرضد جګړه وکړي.

دا برید وروسته له دې وشو چې د امریکا او د ځینو کورنیو کړیو له سخت مخالفت سره سره کرزي په سلګونو طالب بندیان خوشي کړل.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د سریلانکا د ولسمشر په بلنه نن کولمبو ته په درې ورځني سفر لاړ شي.

3 thoughts on “د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د وژلو له کبله ولسمشر کرزي د سریلانکا سفر وځنډاوه”
  1. عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود
    ګرچه با آدمی بزرګ شود
    که څه هم فکر کیږی چی دا برید به مستقیما د پنجاب ملیشو کړی وی او هسی نوم به یی د خپلو مزدورانو ورکړی وی. په هر حال د افغانستان دولت باید خپلی سرحدی پوستی لا ډیری تقویه کړی او په هر راز وسلو سمبال شی او د ضرورت په وخت کی باید هوایی او مځکنی مرستی ور ورسول شی. زمونږ دهیواد د شهیدو ساتندویانو ارواح ګانی د خوشحاله او دوی ته د الله ج جنتونه نصیب کړی او کورنیو ته د جمیل صبر ورکړی. د افغانستان د ملی دفاع وزارت باید د دی غمناکی حادثی نه پوره عبرت واخلی تر څوبیا داسی پيښه واقع نه شی.

  2. yara da chatal spagan jahil aw kasif taliban de Allah pak mog aw tase na wakhli ka pakhtana ham de Allah de dase jahil pakhtoon wrak kre che khpal pakhtoon qawm ta muzer waqe kegi aw khpal pakhtana aw khpal qawm aw khpal watan tabah kawe laanat de tase pade mordaro shaklono zanawaranu haiwan ham tase na sharaf lari aw shayad tase na dera sule raham walari tase kho zanawaran ham sharmawali pade shaitani amalu che de islam pa nom ye kawai .

  3. په لنډو ټکو کي وايم: أفغان طالبان دي څوک؟؟؟؟ أفغان طالبان دپاکوستان فوج، دچټلستان مليشه، د آي إس آي تاليڅټي، دپنجاب مرده ګاوان، دا دأفغان طالبانو تعريف ده
    هغه سړي به ډير أحمق وي چي تر أوسه يي أفغان طالبان نه وي پيژندلي
    پاک الله دي دملي أردو شهيدانو شهادت قبول کړي، او کورنيو ته دي الله پاک صبر جميل ورکړي، ددي شهيدانو کورني بايد ونازول شي
    او دوي چي ځانته أفغان طالبان وايي، او زمونږ دملي اردو سرتيري وژني، پاک الله دي ددوي په کور کي غم جوړ کړي، الله پاک دي په خپلو قدرتونو سره دوي تباه او برباد کي، چي دا مظلوم أفغانان نور له دي مضرو حشراتو نه په أمن کي شي
    آمين ثم آمين

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *