سرتېري

 زه د ملي اردو یو متقاعد منصبدار یم. څو اونۍ مخکې مې تقاعد وکړ. افغانستان کې چې څوک له کاره لرې  شي، شکایت کوي خو زه بوډا وم او خپل ځای مې باید ځوانانو ته پرې ایښی وای.

  زموږ اردو هغه عملیات چې پخوا به په لسګونو هیوادونو ورسره په شریکه کول، سږ کال په یوازې ډول تر سره کوي او پکې بریالۍ ده. طالبانو که څه هم په تبلیغاتو کې ویل چې د خارجي قواوو په خلاف یې مبارزه روانه کړې ده، مګر سږ کال چې خارجي عسکر په جنګ کې نشته، دوی تر بل هر وخت حملې زیاتې کړې دي. دوی په تمه وو چې ګوندې ځینې ولایتونه به ونیسي او بیا به د سولې په مذاکراتو کې امتیاز تر لاسه کړي خو داسې ونه شول او چې د ملي امنیتي قواوو مورال ته ګورو، نو په یقین سره ویلای شو چې د افغانستان د ولایتونو سقوط ناممکن ښکاري.

 ما لږ تر لږه څلویښت کاله په اردو کې خدمت کړی دی او هیڅوخت مې دومره ډیر ځوانان نه دي لیدلي چې د اردو په لیکو کې شاملیدل غواړي. ډیری ځوانان په میاشتو میاشتو انتظار باسي او په واسطو پسې ګرځي چې د ملي اردو په لیکو کې د شاملیدو چانس پیدا کړي.

 د ملي اردو په پیاوړتیا کې درې عوامل تر نورو مهم دي.

 یو عامل دا دی چې اوسنی جمهور رییس اردو ته ډیر پام کوي. ټول قوماندانان له نژدې پیژني او مستقیمه رابطه او مفاهمه ورسره لري. دې ډول سلوک د ملي اردو روحیه ډیره لوړه کړې ده. کرزی صاحب دې خدای ژوندی لري، په ټوله اردو کې یې پنځه کسه نه پیژندل خو دا اوسنی جمهور رییس په سلګونو منصبداران له نژدې پیژني او که ووایم د اردو له زرګونو کسانو سره بلد دی نو اضافه خبره به مې نه وي کړې. د اساسي قانون سره سم رییس جمهور اعلی سرقوماندان دی. ډاکتر صاحب اشرف غني د اعلی سرقوماندان وظیفه په ښه توګه عملي کړې ده.

 په اردو کې د نظم او انسجام د زیاتیدو او د مورال د تقویې بل لوی دلیل دا دی چې د غلا مخه پکې زیاته نیول شوې ده. د جنرال رحیم وردګ او بسم الله خان او تر دوی له مخه د فهیم خان په دوران کې د اردو اکثره منسوبین په دې خواشیني وو چې په اردو کې غلا زیاته وه خو اوس د غلا او فساد د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اوچت شوي دي.

 یوازې د تیلو په قراردادونو کې هر کال په سلګونو میلیونه ډالره تا او بالا کېدل چې ډاکتر صاحب اشرف غني یې مخه ونیوله. څومره چې زه خبر یم، د تیلو په غلا کې د بسم الله خان د زوی لوی لاس و. د دفاع نوي وزیر او نوي لوی درستیز ته پکار ده چې بې همتي ونه کړي او دغه د سلګونو میلیونو ډالرو غله چې دوسیې یې موجودې دي، ملت ته ورمعرفي کړي. که دغه کار وشو، د اردو د منسوبینو روحیه به نوره هم اوچته شي او ډاډ به یې حاصل شي چې هیڅوک یې په سرونو باندې تجارت نه شي کولای.

 د ملي اردو د روحیې د پیاوړتیا بل لوی علت چې د ډیرو خلکو ورپام نه دی، دا دی چې د ډاکتر صاحب اشرف غني له حکومت سره په ملي اردو او ټولو امنیتي قوتونو کې د تبعیض مخه تر ډیره حده نیول شوې ده. د کرزي صاحب په دوره کې په ټولو امنیتي قوتونو کې واک د یوې درې د اوسیدونکو وو خو دا اول ځل دی چې د مختلفو ولایتونو اوسیدونکي په ملي اردو کې لوی مقامات تر لاسه کوي. څومره چې زه خبر یم، دا څو میاشتې د حکومت په منځ کې کشمکش په دې وو چې یوې ډلې د یوې درې لپاره په امنیتي قوتونو کې پخواني امتیازات غوښتل خو ډاکتر صاحب اشرف غني دغه امتیازات نه منل چې په نتیجه کې جمهور رییس بالاخره کامیاب شو او د لوی درستیز مقام هم د بدخشان د سیمې یو لایق او مسلکي کس ته وسپارل شو.

 زموږ ملي اردو د مسلکي کیدو په لور چټک ګامونه اخلي. د هرات د قول اردو له قوماندان څخه پرته نور د ټولو قول اردو ګانو قوماندانان مسلکي شول او دا سلسله لا روانه ده. په تیرو دیارلس کلونو کې مسلکي کیدو ته هیڅ کار نه کیده. زموږ ډیر جنرالان داسې وو چې عمر یې اتیا ته رسیدلی و خو بیا هم جنرالان وو. بې سواده جنرالان مو هم کم نه وو خو ډاکتر صاحب په یوه ورځ کې دغو اکثرو ته تقاعد ورکړ او ځوان، مسلکي او د هر سمت او ولایت کسان یې رامخکې کړل. موږ په خارجیانو پړه اچوو چې جنګي طیارې نه راکوي خو دې حقیقت ته پام نه کوو چې په تیرو دیارلس کلونو کې مو ان یو پیلوټ نه دی تربیه کړی او دا اوس هم چې مونږ د خپلې فضا د څار کار خارجي کمپنیو ته ورکوو، علت یې دا دی چې په تربیتي او مسلکي لحاظ مونږ په دیارلس کلونو کې بهترین چانسونه ضایع کړي دي.

 زه چې د ملي اردو چارې له نژدې څارم، خپلو ټولو وطنوالو ته ډاډ ورکوم چې د تر سره شویو اصلاحاتو په نتیجه کې به زموږ ملي اردو زموږ د غرونو غوندې ثابته او قایمه ولاړه وي. هغه کسان چې منفي پروپاګنډ کوي، که یې اکثره وپیژنو نو رامعلومه به شي چې په تیر دیارلس کلن فساد کې یې لاس درلود او اوس ویره ورسره ده چې هسې نه حساب و کتاب ورسره وشي.  زه وطنپال، مسلمان او صادق هغه چا ته وایم چې په قتل او غلا او ناروا کې لاس ونه لري. دا که هرڅوک وي چې دغه خصوصیات ولري، د افغانستان او اسلام او قام دوست یې ګڼلای شو او که دی داسې کس وي چې دیارلس کاله پخوا یې د کور کرایه نه شوی ورکولای او اوس د ډالرو میلونر وي، نو څنګه ورته صادق افغان او مسلمان ووایو او په خبرو یې باور وکړو؟ د غلو یو بل ځای درد کوي، له هغوی سره د وطن غم نشته.

4 thoughts on “د ملي اردو په باب ناویلي حقایق/ عبدالخلیل صاحبزاده”
  1. که لیکوال کوم فرضي سړی نه وي.په رښتیا یو متقاعد منصبدار وي نو هم زبردست لیکوال دی، هم زړور افغان. چې شک یې را اچولی دده بې چوخسه لیکوالي او ستره نثر دی چې دا یې خدی خبر چیرته پخه کړې؟ آیا هلته د پښتو او لیکوالې معلم و؟ نور نو د خو ځای په کې شته. تحلیل او نتیجه ګیري دواړه بې جوړې.دکرزي صیب په ولسمشرۍ کې درې لويې تشې په اردو کې په څپاند دول لیدل کیدې، بې کفایتي، سمتي انحصار او بډې رشوت.. کرزی دې خدای لري سمتي تما یل یې کم و خودا نور په ښاخۍ بادیدل. پاړسي کې کوم شا عر عجبه وینا کړې وه چې د کرزي په حکو مت په سلو کې سل لګیږي: حکو مت به دست کسانې خطاست که ازدست شان دستها بر دعاست . اوسنی مشر به کمزورۍ نورې هم لري خو له رشوت او خیانته داسې پاک دی لکه د جومات محراب. چې ولسمشر پاک وي لاس لاندې کسان یې هم که د خدای له ډاره نه وی دو لسمشر له ډاره به رشوت او خرا مخورۍ ته زړه ښه نه کړي. اګر زباغ رعیت خورد ملک سېبې براورند غلامان او درخت ازبیځ. د کرزپی په لسیزه کې او به له بره خړې وې

  2. مننه صاحبزاده صاحب الله د تاسی ته د خپلی مقدسی وظیفی چی کړی دي ده اجر درکړی او درکوی یی ستاسی یو ساعت پهره چی د خلکو دساتنی لپاره مو کړی ده د یوعابد د شپی چی په ویښه تیره کړی او دورځی روژه ونیسی سره برابر ندی دا زمونږ د ګران پیغمبر خبره ده

    اوبل دا چی دا حقایق چی تاسی وړاندی کړی تاسی ترنورو زیات پوهیږی ځکه تاسی هم هلته وخت تیرکړی دی او خلک د نږدی نه پیژنی خو که یوڅوک داسی بیطرفه لیدلورې ولري انشاء الله دا مملکت به بیا خراب نشی او یو وحدت به ولرو چی مونږ به سره په انحصار د قبیلی او نورو کی واچوی

    زما خپلو دملی اردو ټولو وروڼوته داغوښتنه ده چی دوی خپل شعار ته په لویه سترګه وګوری ستاسی اجر به هغه پورتنی ذکر شوی مطلب وی اجر به مو نه ضایع کیږی او هروخت به په غلیم باندی بری ولری که ټوله نړی ستاسی په خلاف هم شی بیا به ستاسی بری وی الله مو کامیاب په هر میدان لری آمین

  3. کمسالی ته وایم چی رشتیا افغانیت د و شوده هر کار ته د شک په نظر کتل هم سم کار ندی

ځواب ورکول کسمالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *