تاند- د افغانستان د ملي اردو یو سرتېری وروسته له دې په اعدام محکوم شو چې محکمې ته څرګنده شوه د هیواد په شمال کې یې د یوې پوستې په نیولو کې له طالبانو سره مرسته کړې ده.

یوه څارنوال وویل، محمد ابرار دوه کاله وړاندې د ملي اردو وسله او مهمات طالبانو ته ورکړي او له دې ډلې سره یې مرسته کړې چې په سرپل ولایت کې یوه پوسته ونیسي.

محمد ابرار د سږ کال په لومړیو کې په نورستان ولایت کې ونیول شو.

د ابرار دوو ملګرو، چې طالبانو له نیولو څو میاشتې وروسته خوشي کړل، هم په پوځي محکمې کې شاهدي ورکړه، ویې ویل چې ابرار له خپل قوماندان شاکر وردک سره د طالبانو لاس ته د پوستې په لوېدو کې کومک کړی و.

ابرار دا خبره ومنله چې په ملي اردو کې له ۲ کاله خدمت وروسته یې کار پرېښود خو ده دا ادعا رد کړه چې ګنې له طالبانو سره یې مرسته کړې چې پوسته ونیسي.

پوځي محکمې ابرار د پوځي خدمت د پرېښودو په خاطر په ۱۰ کاله حبس او د خیانت په جرم په اعدام محکوم کړ.

One thought on “د ملي اردو یو سرتېری د غدارۍ په تور په اعدام محکوم شو”
  1. قانون یوازې په غریبانو پلی کیږي.

    دا مقوله تاریخ کې زموږ د مردارو چټلو حکومتونو رفتار تمثیلوي او د دغه غریب بی کسه سرتیري محاکمه یې نوی مثال دی. ځکه زاړه ترهګر مسلمیار او کوڅه ډبی لنډغر دین محمد جرات چې هر یوه یې ننګرهار کې انتحاري واسکټخانې جوړه کړې زور نه رسیږي

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *