مسعود اندرابي

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سرپرست د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې له مشر سره د خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي.

پاکستاني رسنیو نن /یکشنبه/ وویل چې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي همکاریو د زیاتېدا او د دوو هیوادونو ترمنځ د بې باورۍ له کمېدو سره د مرستې لپاره د پاکستان د آی ایس آی له مشر رضوان اختر سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي.

اندرابي وروسته له دې پاکستان ته ځي چې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ تېر کال د یوې موافقې د نه لاسلیکېدو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې یو وار بیا خړپړې شوې.

دا افغان امنیتي چارواکی په داسي حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د جنرال یفتلي په مشرۍ د افغانستان د دفاع وزارت یو جګپوړی پلاوی پاکستان ته تللی او د شنبې په ورځ یې د پاکستان د پوځ له چارواکو سره وکتل.

2 thoughts on “د ملي امنیت رييس له خپل پاکستاني ساري سره پر استخباراتي چارو د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي”
  1. سلامونه دوستانو زا په دی نه پوهیگم چی ولی زمونکه دولتی چار وکی پاکستان ته مندی وهی پاکستانی زوی باندی چی فشار ر نوری قسم د که خپل حق تر ی او خر اودا کس چی روندا پاکستا ن ته د له قوری نه داسی جدی انسان نه شکاری اشرف غنی دی الله تبا کی چی شه وطن دوسته سری له کار وویست

  2. پاكستانيان دير مكار خلك دي كه دغه چارواكي خپلو سفرونو ته دوام وركري نو لري نده چه د پخوانيو رژيمونو د كار كونكو په شان دوي هم د پنجاب په لومو كي و نشلي
    دا ددي پخاطر چه زموژ افسران لا دومره تجربه نلري

ځواب ورکول متين ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *