ښاغلی نبیل

تاند- د افغانستان د ولسي جرګې په غونډه کې د ملي امنیت سرپرست وویل چې د مشرانو جرګې د تېرې دورې یو سناتور د هیواد په انتحاري حملو کې لاس لري.

رحمت الله نبیل د ولسي جرګې عمومي غونډې ته، چې د هیواد پر امنیتي وضعیت بحث ته رابلل شوې وه، وویل:«د یوه ځانمرګي برید په تنظیمولو کې د یوه پخواني سناتور د لاس لرلو په اړه اسناد لري خو افشا کولی یې نه شي.

ده د دغه سناتور د نوم د نه افشا کولو د علت په اړه وویل چې د هیواد حالات داسي دي چې که هغه افشا کړي حالات نور هم خرابېږي.

«موږ بشپړ اسناد لرو خو وخت یې نه دی ځکه تاسو پوهېږئ چې که موږ څوک د قاچاقبر یا جاسوس په نوم ونیسو په هیواد کې لوی جنجال جوړېږي.»

د ملي امنیت د ريیس رحمت الله نبیل دې څرګندونو د ولسي جرګې ځیني غړي وپارول، ویې ویل، په داسي حال کې چې اسناد او شواهد له ملي امنیت سره وي، باید اقدام وکړي.

د ولسي جرګې غړي احمدشاه رمضان وویل:«ولي امنیتي ځواکونه پر له پسې د ځانمرګو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راځي.»

12 thoughts on “د ملي امنیت رييس وايي، په ځانمرګو بریدونو کې یو پخوانی سناتور لاس لري”
  1. عجیبه دی، هغه یې وژني، دی یې نوم نشي افشا کولی. دا څنګه سناتور دی چې دومره زورور دی چې د وطن حالات ورسره خرابېږي. د خدای له پاره وطن خرمرګو وران کړ دوی لا اوس هم ورته ګوري.

  2. موږ نه پوهیږو چی دا روښتیا وایی او که دروغ؟ کله چی اسناد په لاس کی لری او وایی چی ځکه یی نه نیسی چی خبره به لا نوره خرابه شی، دا خو نه منطق دی او نه دلایل. . هغه مطل دی چی وایی ټول پټی یی وخوړ دوی یی لا مږه بولی. لدغه به خبره نوره لا څنګه کړکیچنه شی چی هره ورځ په لسهاوو افغانان په شهادت رسیږی؟ دا خو هیڅ هم ندی خو له نور کړکیچ څخه ویره لري.
    او که بیا ولس پوښتنه وکړی چی له کوم کړکیچ ډاریږی بیا به همدغه دوغجن وایی چی د امنیتی دلایلو پر بنسټ موږ دا افشاګیری نه کوو. خدای پاموږ غرک او تباه کړه ستاسو یی په څه خو بیچاره افغانان وژل کیږی کرزی او مافیایی کړی خو د سلو دیوالونو او بیرادارانو تر شاه پټ دی نه ځانمرګی وررسیږی او نه طالبجان.
    لږ د خدای ج څخه ویره وکړی چی حکومت نه شی کولای خو خوشی یی کړی ولی ولس وژنی

  3. دغله استعماری له خواه په افغانستان کی یو بوشالی غله او جنایت کاره دله پر واک کینوله ، او اوس دا غل دولت امنیتی ځواک یی وایی چی دوی حکومتی امنیتی ځواک نلری!!؟؟؟
    نو خلک وایی چی څه دپاره ناست یاست؟ ولی واک نه پریږدی؟

  4. دوی يي لومړی پریږدی چی له هیواده وتښتي بیا يي اعلانوی. خدای دی کرزی او دده داسې بي شرمه حکومت خپل په قهر ګرفتاره کړي چي د یوه خائین سناتور د نیولو توان هم نه لري. الله د داسې حکومت له خیره ختم کړي

  5. ګوری وطنوالو دا په خپله جرم دی چی ده خبر هم یی او اسنا هم به لاس کی لری او قانون نشی پیلی کولی ستا او دهغه سناتور فرق په څه کی دی هغه وطن به ترهګری تباه کوی او ته یی دقانون په جامه کی تباه کوی

  6. وردګه سم ګړیږه اوس تا هم دروغو ته شروع وکړه که اسناد پریر لری خو را ګیر یی کړه جزا ورکړه مردار یی کړه حالا ت لدی خراب دی شی خوهمدا قچاق بران ختم کړه قانون پری جاری کړه اویا به دروغ وایی دځان دخلاصون لپاره ته له خپله مجریم یی په همدی کی

  7. سلام ټولو لوستونکیو ته!
    موږ باید پدی حقیقت پوه شوو چی دغه د قدرت مداریان چی په قدرت وی هیڅ شی نه افشاه کوی ولی چی د څوکی لیری شی بیا نو میډیا ستړی کړی لکه امر الله صالح. اوس نو خبره داده چی اصلا قانون په افغانستان کښی د غریبو خلکو لپاره جوړ دی او د غڼی د جال په رقم دی چی واړه حشرات پکښی بندیږی او مرغان او لوی حشرات جال سره له غڼی له ځانه سر وړی. ریس صاحب دغه څوکی غیرت او میړانی ته ضرورت لری او تاسو خو ټول داسی کسان یاست چی همیشه مو محتاطاته قدم اخیستی چی له همدی کبله مو اوولس دربدر کړ. هغوی چی په همدی کاسه کښی خوری او بیا یی فاسده کوی باید په چوک کښی و ځړیږی تاسو یی نوم نشی افشاه کولی. دوی چی په هر ډول زموږ بچی وژنی ددی ځواب څوک ورکوی او تاسو یاست چی غلط سیاست مو په مخه کړی دی. او دا جوته خبره ده چی دا دولت او پارلمان داوړه د مارکیټ حیثیت لری ټولی خپلی سوداوی پکښی پلوری څوک څوکی خرڅوی، څوک مو سرحدات، اونور مو اوبه او حدیری، بل مو وینی او فرهنګ. له خدایه وډار شی د مظلوم د ښیرا او الله ج تر منځ هیڅ پرده نشته. د کومو امکاناتو کمی دی تاسو سره.

  8. داڅه پټ پټوونی يې ددې مظلوم اولس سره شروع کړی. سم دې ووايي چې حاجي فريد تګابی دی چې داوسني حکومت اوای اس ای دپه اشاره يې داولس په وژلو لاس پورې کړ.ی دی.-

  9. دا خوارکی ډاریږي که یي افشا کړي نو دی به ووژني نور هیڅ خبره نشته یوه کیسه درته کوم هغه داچې یو وخت د یو کلي اوسیدونکو یوه ګیدړه ونیوله او غوښتل یي چې ویي وژني خو ګیدړې ورته وویل ای خلکو که تاسو ما ووژنۍ نو بیا به قیامت شي. خلکو د قیامت له ویرې ګیډړه خوشې کړه نو کله چې ګیدړه خوشې شوه نو خلکو ته یي وویل زما پرمړینه پرتاسو قیامت نه راتللو مګر یوازې پرما قیامت راتلو نو ځکه مې وویل که ما ووژنۍ نو قیامت به شي. اوس دا خوارکی هم ویریږي که جنایت کاره سناتور افشا کړي نو هغه خو به حتماْ د چا لاس پوسی وي یا به قدرتمند شخص وي نو یا خوبه دا خوارکی له دندې ګوښه کړي او یا به یي ووژني نو ځکه دا خوارکی وایي چې د جنایت کاره سناتور په افشا کولو سره ګډوډي راځي. هیڅ ډول ګډوډي نه راځي یوازې د ده خوارکی څوکۍ او ژوند به په خطر کې پریوزي.

    په درنښت

ځواب ورکول مایار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *