تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځواکونو د غزني د ولایتي شورا یو پخوانی کاندید د اختطاف په تور نیولی دی.
د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د غزني د ولایتي شورا پخوانی کاندید عنایت الله طاقت یې په دې تور نیولی چې د برمته نیوونکو د یوې شپږ کسیزې ډلې مشري یې کوله.
ملي امنیت وايي چې دې ډلې د واغز ولسوالۍ اوسېدونکی نجیب الله تښتولی او د غزني ښار په مجاهدین مېنه کې یې پټ کړی و.
د ملي امنیت په وینا نجیب الله په یوه څاه کې ساتل کېده.
د ملي امنیت ریاست وايي چې په غزني کې د دغه برمته ګر له نیولو سره په یووخت یې په جلا عملیاتو کې په هرات کې دوه تنه نور یرغملګر نیولي دي.
په هرات ښار کې د یرغمل نیونې په تور د نیول شویو کسانو نومونه عبدالاحد او نظام الدین ښودل شوي دي چې د دغه ښار د اوومې او نهمې ناحیو اوسېدونکي دي.
ملي امنیت د هرات یرغملګر د پوهنتون د یوه محصل، چې وروسته ووژل شو، په تښتولو تورن کړي دي.
په هرات کې د برمته نیونو پېښې زیاتې دي.
كرانو وطنوالو دا يواخي عنايت إلله . طاقت نه بلكه به سلو كي أتيا فيصده دولايتي شورا كانديدان دهمدو غو غلو دجملي خخه دي كه كامياب شوه دشبي غلا نه كوي بلكه دورخي غل ورخخه جوريزي او كه ناكام شوه بير ته خبلي بخواني وظيفي ته دعنايت الله طاقت غوندي آدامه وركوي. دولايتي شورا كانو تول غري دبخوا نيو مجاهدينو او لا ده ده كيله ورخخه بكارنه ده.