تېره ورځ د طالبانو د یوه مشر ملاعبدالسلام ضعیف پرکور په کابل کې ناپیژاندو وسلوالو برید وکړ چې په پایله کې یې د ملي امنیت د هغو ساتونکو له جملې څخه هم یو تن په شهادت ورسېدی کوم چې د ښاغلي ضعیف د کور د حفاظت په موخه شپه او ورځ د هغه دروازې ته ناست وي.

که څه هم د ملي امنیت د ساتونکو پرمرګ طالبان یو بل ته مبارکۍ سره ورکوي، مردار یې بولې، په جنازه او فاتحه کې یې خلګ له ګډون څخه منعه کوي او قاتل یې په سترو انعاماتو نازوي، خو داځل کیسه هماغسي نه ده.

د ملي امنیت دغه سرتیري ته نه یوازې داچې طالبانو د شهادت سرټیفکټ ورکړې بلکې په جنازه او فاتحه کې یې په ګډون هم څوک نه دي ګواښل شوي او ملایان خپله هم په ډلو ډلو فاتحې ته ور روان دی.

د ښاغلي ضعیف، د هغه د کورنۍ، ناحسابه شتمنۍ ،عالیشان بلډنګ اوکوټیو ساتنه له کلنو راهیسي د ملي امنیت سرتیري کوي او څو تنه خو یې آن شپه هم په ويښه ورته تېروي تر څو دده ښاغلي و یوه تار ويښتو او د بنګلې و ښکلي ډيزاین ته د یوې زرې زیان هم ونه رسیږي .

موږ نه وایو چې د ښاغلي ضعیف ساتنه دې حکومت نه کوي بلکې دا د حکومت فرض دي چې باید د هر افغان په څېر د ښاغلي ضعیف د مال او ځان ساتنې ته پاملرنه وکړي.

خو افسوس د هغو مټکورو او پوچ مغزو پرحال چې لاهم د امنیتي ځواکونو مقدسې دندې ته د کفر په سترګه ګوري او قاتل یې ورته غازي ښکاري .

امنیتي ځواکونو خو د ټولو ملي شتمنیو او ملي ارزښتونو پاسبانان دي ، ولې د مقدسو اماکنو ، مدارسو ، روغتونو او آن د مساجدو د ساتنې او خوندیتوب پرمهال په نښه کیږي ؟ ، ولې یې هماغه مهال قاتل غازي او مقتول مردار بلل کیږي؟

ایا ښاغلی ضعیف، ترمسجد، معبد، خانقاه او مدرسه هم مقدس دي؟

ایا ضعیف ، ترپول ، روغتون، سړک او ښوونځۍ هم ارزښتمن دی چې دهغو د ساتونکو پرمرګ خوښۍ کیږي او د ضعیف د ساتونکي پر هغه ویر.

د ضعیف پرکور تربرید یوه ورځ مخکې د همدغه ضعیف د وطن د یوه وکیل پرکور برید وشو، ښځې او ماشومان یې ووژل شول ولې یې طالبانو مسئولیت پرغاړه واخیست.؟

ولې د فیسبوک مذبذبه دبړه مارانو دغه وحشت ونه غانده او ولې یې د ښځو او ماشومان پرمرګ یو بل ته مبارکیانې سره ورکولې.

ټول پوهیږو چې غوا توره شیدې یې سپیني خو افسوس چې بیاهم د حق ویلو جرئت نلرو.

الله پاک د ښاغلي ضعیف او ټولو افغانانو ساتونکی شي.

3 thoughts on “د ملي امنیت ساتونکي ته طالبانو د شهید لقب ورکړ/ عبدالرحیم الهام”
  1. تراوسه نه جنګ تعريف شوۍ نه طالب اونه دولت
    جنګ څه ته وايي او ولي
    ان داچي محصل يا غريب کار کراچۍ وان مزدور باندې هم شک لرم چي څوک دچايا دڅه په خاطر ژوند کوي
    دومره سخت يي ګډوډ کړي يو

  2. خوندوره لیکنه نه وه، ځکه تر دې ډېر نور اړخونه دی چي باید ورته ګوته ورته ونیوله سي.
    بیا دی هم افرين پر ضعیف شي.

  3. دا ملت بس همدی اجیرانو پلورلی ده
    د داود خان خکومت نه پس دی وطن کی استقلال نشته او تول اجیران دی.

ځواب ورکول فضل يار منګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *