تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په هند کې د رایزانا ۲۰۲۰ کال سرمشریزه کې د ګډون لپاره ولاړ.

د ملي امنیت شورا وايي، په دې غونډه کې به د ګڼو هیوادونو ولسمشران، لومړي وزیران او د ملي امنیت سلاکاران برخه واخلي چې حمدالله محب به هم ورته د افغانستان او سیمې په تړاو خپله وینا واوروي.

ملي امنیت شورا وايي، حمدالله محب به د سیمه ییزو مسایلو تر څنګ د افغانستان په امنیت، سوله، سوداګرۍ او اقتصادي وده هم ګډونوالو ته خبرې وکړي خو د غونډې په څنډه کې به د ایران، ازبکستان او ایستونیا د بهرنیو چارو وزیرانو تر څنګ د نورو هیوادونو له استازو سره هم وویني.

One thought on “د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د هند رایزانا ۲۰۲۰ کنفرانس ته ولاړ”
  1. ټاکل شوې، چې د جنوبې او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره آلیس ولز روانه اونۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته سفر وکړي.
    امریکایي رسنۍ وایي، چې نوموړې د روانې میلادي میاشتې په نولسمه دا درې ورځینی سفر پیلوي.
    دوه اړخیزې اړیکې او سیمه ییز مسایل د دغه سفر عمده موخې ګڼل شوي.
    هغه به هند او سریلانکا ته هم سفرونه ولري.

    همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ایران او سعودی ته سفرونه کړی او داسی هم ویل کیږی چی پاکستان لومړی وزیر عمران خان او نرینداری مودی په هغه کنفرانس کی به سره مخامخ وګوری چی په هند کی جوړیږی

    همدارنګه د هند ددفاع وزیر ویلی کچیری د هند پارلمان وزارت دفاع ته اجازه ورکړی نو ټول کشمیر به د هند تر نفوذ لاندی راولی او همدارنګه په پیښور کی د پښتنو ګڼی مظاهری جریان لری او داسی هم ویل کیږی چی بوټو زوی بلاول بوټو د حکومت پر ضد مظاهری پلان کړی دی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *