ښاغلی نبیل

تاند- د افغانستان د ملي امنیت مخکیني رييس رحمت الله نبیل نن /یکشنبه/ په یوه خبري غونډه کې د محور په نوم د یوه نوی ګوند د جوړېدو اعلان وکړ.

ده د محور ګوند د اعلانولو په مهال وویل چې ۷۴ تنه د دغه ګوند د مشرتابه شورا غړي دي.

ښاغلي نبیل د خپل ګوند د هدفونو د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې په هیڅ صورت د اوسني نظام او حکومت د پرزولو ملاتړ نه کوي خو په عین حال کې یې د ملي یووالي پر حکومت نیوکې وکړې.

نبیل د ملي یووالي د حکومت په لومړي کال د ملي امنیت ريیس و.

ده دا هم وویل چې محور ګوند په دې هدف نه دی جوړ شوی چې د ملي یووالي په حکومت کې برخه واخلي یا په واک کې ځان شریک کړي.

 ده د ملي یووالي حکومت بې پروګرامه او بې تګلارې وباله او له هغه یې وغوښتل چې خپله بې تفاوتي او په هیواد کې غیریقیني حالت پای ته ورسوي.

تر دې پخوا د ملي امنیت یوه بل پخواني مشر امرالله صالح هم د ملي امنیت له ریاسته تر لېري کېدو وروسته د زرغون بهیر په نوم ګوند جوړ کړ خو نوموړي د قومي او سمتي علایقو په مټ تر یوه حده وتوانېده چې د ټولنې یو شمېر خلک ځان ته لېوال کړي.

 د چارو کتونکي باور نه لري چې نبیل دې په ځان حتي د ټولنې یوه وړه برخه هم راټوله کړي ځکه چې د دوی په وینا ښاغلي نبیل نه د ملي امنیت د ریاست په مهال او نه له ریاسته راوروسته د ملي یووالي پر حکومت له توندو انتقادونو سره سره له ځان کارزماتیکه څېره جوړه نه کړای شوه.

One thought on “د ملي امنیت پخواني رييس د محور په نوم ګوند اعلان کړ”
  1. نبیل په څو دلایلو کولای شی چی په ځان خلک راټول کړی:
    ۱. د خپلو کړنو یوه پاکه او د صداقت نه ډکه مخینه لری
    ۲. د نورو ایتلافونو په دمشرانو په څیر په جنګی جنایتونو او قوم پالنی ندی تورن
    ۳. د چوکی او مقام غوښتنه یی ندی کړی لکه تاسو چی وکتل چی نور د وزارتونو، سفارتونو، قونسلګریو او …. لیستونه جوړوی.
    ۴. د دولت د پرزولو نیت هم نلری
    دا سمه ده چی د امنیت پخوانی ریس امر الله صالح یا عطا یا بل او بل او بل به یوه اندازه خلک د قوم پالنی او سمت پالنی په اساس له ځانه سره ولری خو دا ټول ملت ندی او نه کیدای شی خاموش اکثریت په خپل ځای پاتی دی چی د همداسی یوچا په لټه کی دی چی په جنګی جنایتونو کی نه وی دخیل، غل او ډاکو نه وی، وطن ته وفادار وی او کل عزم، اراده او پلان ولری. چی دا باور تر ډیره په نبیل کیدای شی که چیری دده په رهبری شورا کی دده په شان پاک خلک موجود وی او ملت ته یوه ښه کړنلاره وړاندی کړی باور کیږی چی دیو بانفوذه او زورور ایتلاف په حیث به ډیر زر ځان ثابت کړی.
    Ab.Whaid “Haqmal”

ځواب ورکول Ab.Whaid "Haqmal" ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *