د افغانستان لومړنۍ ملي سرود د امیر امان الله خان په وخت کې جوړ شو. هغه وخت چې امان الله خان له انګریزانو آزادي واخیسته نو غربي موسقۍ سره یې ملي سرود جوړ کړ، دا سرود په پښتو ژبه وو چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې خپور شو له هڅو سره مې د هغې نمونه پیدا نه شوای کړی.

وروسته له دې چې په هیواد کې د امیر امان الله خان په وړاندې خلک را وپارول شول امان الله خان له هیواده ووت حبیب الله کلکاني( دسقاو زوی) امر چلاوه په دې وخت کې (۱۹۲۲م) افغانستان ملي سرود نه درلود ځکه کلکاني د هر ډول تمدن مخالف و او ملي سرود یې یو کفري عمل باله مکتبونه او چاپخونې یې و تړلې.

په (۱۹۳۳م) کال کې کله چې په افغانستان کې سیاسي سم سمکی راغی نادر خان پادشاه شو د پرمختیا هڅې کېدې خو ملي سرود نه خو د عسکرو لپاره چې کوم سرود جوړ شوی وو له همغې د ملي سرود به توګه کار اخیستل کېده.

له (۱۹۳۳تر ۱۹۷۳) د ظاهر شاه په وخت کې یو سرود وو چې (سلام شاهي) به یې باله او ملي سرود ارزښت یې لاره خو کوم رسمي ملي سرود نه وو.

د سردار داود خان به وخت کې بیا ملي سرود جوړ شو، شاعر یې استاد عبدالرووف بینوا وو چې دا شعر له څو شعرونو وټاکل شو موزیک یې استاد برشنا چې د افغانستان د موسیقۍ له تکړه استادانو وو جوړ کړی وو.

دا هم د سردار داود خان د ملي سرود یو څو کرښې:

تا که این زمین و آسمــــان باشد

تا که زندگی در این جهان باشد

تا که زنده یک افـــــــغان باشد

پاینده افغانستان بــــــــــــــــاشد

د کمونستي نظام ملي سرود

د ثور د ۷ کودتا څخه وروسته ۱۳۵۷ کال کې ملي سرود بدل شو، دا سرود په پښتود وو شاعر یې سلیمان لایق و او په لاندې ویوونو پیل شوی وو.

گرم شــــــــه لا گرم شه

ای ده آزادی لــــــــــمره

ای د نیک مرغی لمره

مو په طوفانونو کی پری کره

د بری لاره…

د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر پایه (۱۳۷۱)همدا سرود وو.

د مجاهدینو د حکومت پر راتګ کمونستي نظام ړنګ شو، د افغانستان ملي سرود هم بدل شو، د مجاهدینو ملي سرود په فارسي ژبه وو، شاعر یې داود فاراني وو.

دا یې هم نمونه:

قلعه اسلام قلب آسيا             جاودان ، آزاد خاك آريا

زادگاه قهرمانان بزرگ           سنگر رزمنده مردان خدا

الله اكبر الله اكبر الله اكبر

تيغ ايمانش به ميدان جهاد       بند استبداد را ازهم گسست

ملت آزادة افغانستان           در جهان زنجير محكومان شكست

الله اكبر الله اكبر الله اكبر

در خط قرآن نظام ما بود         پرچم ايمان به بام بود

هم صدا و همنوا و همزبان       وحدت ملي مرام ما بود

الله اكبر الله اكبر الله اكبر

شاد زي آزاد زي آباد زي       اي وطن در نور قانون خدا

مشعل آزادگي را بر فراز       مردم برگشته را شو رهنما

الله اكبر الله اكبر الله اكبر

د طالبانو د حکومت په دوره کې هم ځينې ترانې د ملي سرود په توګه کارېدلې چې د ملي سرود ارزښت یې لاره. چې له هغې ډلې یوه هم لاندې ترانه وه چې د ملي سرود ارزښت یې لاره.

ساتو یې په سرو وینو

دا د باتورانو کـــــور

د نوي حکومت ملي سرود

کله چې افغانستان نوی اساسي قانون په ۲۰۰۴ م کال کې جوړ کړ نو د مي سرود په هکله ویل شوي وو چې باید په پښتو ژبه چې د هیواد تاریخ او ملي ژبه ده جوړ شي.په اساسي قانون کې راغلی چې د افغانستان میشتو قومونو د نومونو تر څنګ د الله اکبر کلیمه هم باید په ملي سرود کې وي.

اوسنی ملي سرود د همدې حکم به اساس جوړ شوو، شاعر یې د هیواد تکړه او پیاوړی شاعر عبدالباري جهاني دی، موزیک یې ببرک وسا چې اوس د آلمان د سمفوني آرکستر مشر دی جوړ کړ، د ۲۰۰۶ کال د می په میاشت کې د برلین په ښار کې ثبت شو. د سرود ویونکی عبدالوهاب مددي، صادق فطرت(ناشناس)، پیکر افسانه، حسین آرمان، مشعل آرمان، شهنا او ځینو نورو نوي ځوانان وو، نوی ملي سرود په پښتو ژبه ویل شوی د هیواد د میشتو قومونو نومونه پکې یاد شوي دي لکه : بلوڅ، ازبک، پښتون، هزاره، ترکمن، تاجک، عرب، ګوجر، پامیریان، نورستانیان، براهوي، قزلباش، ایماق، او ورستی هم پشیان.

دا هم نوی ملي سرود:

دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کور د سولې کور د تورې
هر بچی یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
د بلوڅو د ازبکو
د پښتون او هزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب، ګوجر دی
پامیریان، نورستانیان
براهوی دی، قزلباش دی
هم ایماق، هم پشه ېان
دا هیواد به تل ځلیړی
لکه لمر پرشنه آسمان
په سینه کې د آسیا به
لکه زړه وی جاویدان
نوم د حق مودی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر

4 thoughts on “د ملي سرود تاریخ/ شفیق امیرزی”
  1. زمونږ د هیواد د ملی سرودونو لنډ تاریخ ته یوه کتنه
    د محمد داود د حکومت په وخت کې په رښتيني ډول ملي سرود جوړ شو چې په پښتو ژبه و.
    د دې ملي سرود شاعر ښاغلی استاد عبدالروف بينوا و چې، د کانکور له مخــې غوره شوی و او د موسيقۍ تړون يې استاد عبدالغفور برېښنا کړی و. هغه ملي سرود په دې ډول و:
    څوچي داځمكه اسمان وي
    څوچي داجهان ودان وي
    څوچي ژوند پردي جهان وي
    څوچي پاتي يوافغان وي
    تل به داافغانستان وي
    تل دي وي افغان ملت
    تل دي وي جمهوريت
    تل دي وي ملي وحدت
    تل دي وي افغان ملت جمهوريت
    ملي وحدت ،ملي وحدت

    د الله ج په فضل سره په افغانستان کی کمونستی نظام هیڅکله ندی حاکم شوی. دا د لیکوال ذّهن دی چی د « د افغانستان د موکراتیک جمهوریت » او یا د دوکتور نجیب الله د وخت رسمی نظام ته چی د « افغانستان جمهوری دولت » یادیده، کمونستی نظام ووایی. البته کمونستی نظام لا تر اوسه په نړۍ کی ندی حاکم شوی . صرف په شوروی اتحاد ،ویتنام، چین ، شمالی کوریا او د ختیځی اروپا په هیوادونو کی لکه پولیند، چکو سلواکیا، ختیځ آلمان ، هنګری ، رومانیا، بلغاریا او یو ګو سلاویا کی سوسیالستی نظامونه جوړ شوی و چی هغه ته هم کمونستی نظام نشو ویلی. کله چی غواړو یو علمی اثر ولیکو نو هلته باید له پروپاګند او تبلیغ نه کار وانه خیستل شی ، ځکه علمی اثر د راتلونکو نسلونو لپاره یو سند پاته کیږی . چی مونږ ته لازمه نه ده هغوی ته دروغ ووایو او د هغوی ذهنونه هم مغشوش کړو. دا چی د ثور کودتا نه وروسته د مجاهدینو تر راتګ پوری روس پلوه او ديکتاتوری نظام جوړ شوی و او د افغانستان د خلکو د بدبختی او مهاجرتونو پیل وو ، دی کی هیڅ شک نشته.
    کله چې، د (١٣٥٧) لمریز کال د ثور د مياشتې پر (7) نېټه حکومت واوښت، نو ورسره سم د افغانستان ملي سرود هم بدل شو.
    دا ملي سرود په پښتو ژبه اوشعر يې دسليمان لايق و چې، داسې پيل کېده:

    اکاډیمیسین سلیمان لایق

    ګرم شــه لا ګـــــرم شه
    ته يـــې مقـــــدس لمره
    ای د ازادۍ لــــــمــــره
    ای د نېــــکمرغـۍ لمره
    موږ په طــــــوفــانونو کی
    پریــــــــکړه د بـــری لاره
    هـــــــــم د تـــورو شپو لاره
    هـــــــــــــــم د رڼایی لاره
    سره د ســـــــــربازی لاره
    پاکـــــــــه د وروری لاره

    ګرم شــــه لا ګـرم شه
    ته يـــــې مقـدس لمره
    ای د ازادۍ لـــــــمــره
    ای د نېـکمـرغـۍ لمره

    مــــــــــوږ وه نړیوالو ته
    ســــوله او وروری غواړو
    موږ وه زیار ایستونکو ته
    خاصــــه آزادی غـــــواړو
    ګــــرم شــه لا ګرم شه
    ته يـــې مقـــــدس لمره
    ای د ازادۍ لــــــــــمره
    ای د نېکمرغـۍ لـــمره
    کور غواړو کالی غواړو ډو ډۍ غواړو

    دا ملي سرود د ډاکټر نجيب الله دحکومت تر پايه (1371) هجرلمریز کاله پورې غږول کېده.
    د مجاهدینو د حکومت په وخت کی افغانستان ملي سرود نه درلود او د ملی سرود پرځای یی د شورای نظار د مجاهدینو ترانه چی د پاکستان د ملی سرود په تقلید جوړه شوی وه او په فارسي ژبه وو، اوریدل کیدله چی د دی ترانی شاعر داود فاراني وو.
    دا یې هم نمونه:
    قلعه اسلام قلب آسيا جاودان ، آزاد خاك آريا
    زادگاه قهرمانان بزرگ سنگر رزمنده مردان خدا
    الله اكبر الله اكبر الله اكبر
    تيغ ايمانش به ميدان جهاد بند استبداد را ازهم گسست
    ملت آزادة افغانستان در جهان زنجير محكومان شكست
    الله اكبر الله اكبر الله اكبر
    در خط قرآن نظام ما بود پرچم ايمان به بام بود
    هم صدا و همنوا و همزبان وحدت ملي مرام ما بود
    الله اكبر الله اكبر الله اكبر
    شاد زي آزاد زي آباد زي اي وطن در نور قانون خدا
    مشعل آزادگي را بر فراز مردم برگشته را شو رهنما
    الله اكبر الله اكبر الله اكبر

    نوی اساسی قانون چی په (1382)هجری لمــــــریز کال د لـــــویی جرگی له خوا تصویب شو، د دغه اساسـی قانون په (20) ماده کی داســــی ویل شوی و چی دافغانستان ملی سرود په پښتو ژبه چی ، دافغانستان له دوه رســمی ژبــو او دپښــــتنو ژبه ده ترتیب شـــــی ، همدا رنگه پکی ویل شوی و چی د (الله اکبر) د سپيڅــــــلي کلمــی او د افغانستان د ملیـــــــــتونو یادونه پکی لازمی ده
    هماغه و چې، د اساسي قانون د شرايطو سره سم اوسنی ملي سرود د کانکور له مخي غوره شو.
    دا ملی ســرود چی د (18) بیتونو لرونکی ده د نومیــــــــــالی شاعـــــر عبدالباری جهانی له خوا جوړ ، او د هیواد د تکړه سندر غاړو هر یو :
    عبدالوهاب مددی ، صادق فطرت (ناشناس) ، پیکر افسـانه ، حسین ارمان ،مشعل ارمان ، شهنا او د دوه ، دری تنه نورو ځوانانو په ښه غږونو ترتیب او د منـــلو وړ وگرځید.
    او په دغه ملی سرود کی د افغانانو د زړورتیـا ، غښـتل تیا او همدارنگه دافغانستان د اکثره ملیتونو څخه یاونه شوی .
    دا ملي سرود په دې ډول پيل کېږي.

    استاد عبدالباری (جهانی )
    ملی سرود
    داوطـن افـــــغـــــانــــستـــان دی
    داعـــــــزت دهـــــــــرافـغــان دی
    کــــور دســولی کــــــوردتـــوری
    هـــربچـــــی یی قـــهرمـــــان دی
    داوطـــــــن دتــــــــولو کـــــوردی
    دبــــلـــوڅــــــــــو د ازبــــــــــکو
    دپښـــــــــتون اوهـــــــــــزاره وو
    دتـــــــرکمــــنو دتــــاجــــــــــکو
    ورســـره عـــرب گـــــوجــــر دی
    پامیــریان نـــــــورســــتـــانیـــان
    بــــراهوی دی قـزلـــــــبـاش دی
    هـــــــم ایــماق هــــــم پشـــــیان
    داهیــــــواد به تــــــل ځلــــیــږی
    لکه لمـــری په شــــنه آسمـــان
    په سینــــــه کـــی دآسیـــــــــابه
    لــکه زړه وی جــــــــاویـــــــدان
    نوم دحــــــق مـــودی رهــــــبــر
    وایــوالله اکبـــروایــوالله اکبــــــر

    د دی مطلب په راټولولو کی له لاندی انترنتی منابعو ګټه اخیستل شویده:
    1 http://tasawur.blogfa.com/post-17.aspx
    2 http://www.bbc.co.uk/nazer/lifeandlearning_pashto/story/2007/09/070901_mal-pt-national-anthem.shtml
    3
    © http://benawa.com/fullstory.php?id=3521#ixzz3PyAHgYGF
    4http://www.bitlanders.com/blogs/75521/75521

  2. له تاندوالو مو هيله ده چې غلطو معلوماتو لرونکي مطالب خپاره نه کړي، لکه د شفيق اميرزي د ملي سرود ليکه. هيله ده دا ليکنه له تاند نه لېرې کړئ، او ليکوال ته سپارښتنه ده، لومړی لږ تر لږه سم او کره معلومات را ګوره بيا يوه ليکنه کوه،

  3. نظری وروره ډیره مننه ستاسی له زحمت کششی او کره معلوماتو څخه. قلم د همیشه تاند اوسه.

ځواب ورکول زیارمحمد تصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *