تاند- د افغانستان له ملي سرود سر ه له هماغه پیله په دې خاطر ځینو کړیو اختلاف درلود چې په پښتو ژبه دی او لا یې هم نه مني.

اوس یوې کړۍ هڅه پیل کړې چې د ماشومانو د ملي سرود په نوم، چې په نړۍ کې ساری نه لري، د ماشومانو د ملي سرود سندره جوړه کړې او هڅه کوي چې د افغانستان پر کابینې یې هم تصویب او په ښوونځیو کې یې د ملي سرود پر ځای او یا ورسره په یووخت هره ورځ وږغوي.

دا سندره د موسیقۍ د ملي انستیتیوت په نوم د موسیقۍ یوې این جي او جوړ کړی او د سېف دي چلدرن د موسسې ملاتړ یې هم ترلاسه کړی دی.

د موسیقۍ (ملي؟) انستیتیوت ادعا کوي چې د افغانستان د پوهنې وزارت دا سندره تایید کړې او ټاکل شوې ده چې د وزیرانو د شورا له تاییده وروسته هره ورځ په ټولو ښوونځیو کې د ملي سرود ترڅنګ وږغول شي.

پرون /پنجشنبه/ په کابل کې د دې سندرې د معرفي کېدو په مناسبت غونډه جوړه شوې وه. په دې مراسمو کې فرهاد دریا او لومړۍ مېرمن رولا غني هم ګډون کړی و.

دوی د دې لپاره رابلل شوي ول چې د دې سندري ملي توب پرې ثابت کړي.

وروسته له دې چې د امریکا له لوري د طالبانو رژیم وپرزول شو، د شمال ټلوالې له پښتو د افغانستان د یوازینۍ ملي ژبې مقام واخیست.

سره له دې چې په اساسي قانون کې یې ملي ترمینالوژي ومنله خو هیڅکله یې رعایت نه کړه او تاکید کوي چې د ملي ترمنیالوژي په نوم کوم شی په رسمیت نه پېژني.

9 thoughts on “د ملي سرود پر ځای د ماشومانو د سرود د عامولو هڅه”
  1. ډیر ښه وشول، بی غیرته پښتانه چې ټول عمر د مولا او دین په کونه ننوتي وي همدا یې حال او حتی حال یې له دې بدتربه شي، لږ راویښ شۍ او د مولا او مذهب له مینځه ووځۍ ګني نو تباه به وۍ پښتنو

  2. د ژبې ویو نکې چې لکه څار وي په پیسو ځا نو نه و پلوري ( البته یو شمیر په اصطلاح د پښتنو ټیکه داران) نو د ژبې به یې حتما همدا حا ل وي الله د پر موږ و رحمیږي

  3. دا ځینی شیان چی ګورو یا یی اورو نو مو دې ته زړه جوړ شی چی طالبان راغلی وه ښه وو.
    د اشرف غنی په موجودیت کی هره ناجایزه د امکان څخه لری نه ده

  4. سلیمان ذاهد صاحب تاسو طالبان پېژنۍ ؟ دومره کمزورتیا خو والله که ښه وی چې اوس په داسې خلکو ځان ساتې خپله درباندې څه شوی نر شه مبارزه وکړه .
    ګهیځ صاحب چا پیدا کړی یې ؟ د کوم ځای څخه راغلی یې او ولې دې دنیا ته رالیږل شوی یې؟ دغه درې پښتنې ځواب کړه بیا پوهیږی.

  5. هو له امکانه لیري نه ده چي همدا د شمال بیسواده ټلواله په خپلو بادارانو دا خبره هم ومني او هلته خو بیا په پارلمان کې هم یو څو ملي خاینان شته چې دې ته قانوني بڼه ورکړي لکه چې څو ځله په نړیوالو ورزشي سیالیو کې د همدې زور واکو له خوا د ملي سرود پر خای د همدې شمالي ټلوالې له خوا جوړ شوی سرود خپور شو خو هیڅ یو هم پرې خبر نه شو او که خبر هم شول نو د ځان د ساتنې لپاره یې سترګې پرې پتې کړي دا سې سرودونه هیڅکله هم نه شي کولی د هیواد دملي سرود ځای ونیسي نو ای رښتینو پښتنو او ای په هیواد مینو خپل کلک غبرګون په دې هکله را څرګند کړئ ځکه د استا سو د تاریخي برم د له مینځه وړلو لپاره یو بله دسیسه ده

ځواب ورکول khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *