تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي نن په یوه غونډه کې، چې د ده له ټیم سره د ملي شورا د لسګونو غړیو د ملاتړ په مناسبت جوړه شوې وه، وویل چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې به د درغلۍ مخه ونیسي.

د ولسي او مشرانو جرګو لسګونو غړیو نن /پنجشنبه/ د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دغو غړیو په منځ کې داسي کسان هم شامل ول، چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د زلمي رسول او نورو کاندیدانو ملاتړ کړی و.

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي، چې په خوست ولایت کې د زلمي رسول د انتخاباتي ټیم مشر و، وویل چې زلمي رسول د خپل ټیم له غړیو او مشرانو سره له سلا پرته له عبدالله عبدالله سره یوځای شوی دی.

ښاغلي اصولي وویل چې له همدې کبله هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم ځلي انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي امیرخان یار، چې په ننګرهار کې د زلمي رسول له کلکو ملاتړ کوونکو څخه و، وویل چې زلمي رسول د دوی له مشورې پرته د عبدالله ننګه کړې او دوی ټول د اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.

 احمدزي له خپل ټیم سره د ملي شورا د ګڼو غړیو د ملاتړ هرکلی وکړ، ویې ویل چې د خلکو په ملاتړ به په دوهم دور کې ګډون وکړي.

0 thoughts on “د ملي شورا لسګونو غړیو د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ”
  1. د احمدزی په ټیم کې د مشرانو کمی نشته
    مګر هغوی باید ځوانان پیدا کړي، چې د صندقونو څارنه وکړي ترڅو د تقلباتو مخنیوی وشی
    مننه

  2. You are right, Mr. Ahmadzai team needs to hire more young people to watch the poling stations.
    I am sure Ghani Baba will win the second term Insha-Allah.

ځواب ورکول هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *