په معاصره نړۍ کې ډېرى هېوادونه د ملت له نامه رغېدلى او هريو ملت ځانته ملي پېژندنه ( هويت ) لري او ملت اړوند وګړي د خپل قومي، مذهبي سيمه ييز هويت ساتنې ترڅنګ يو ملي هويت لري، د هېواد په داخل او بهر په همدې هويت يادېږي، لکه هندوستان ، فرانسه، روسيه، انګلستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، افغانستان او نور…

هويت د انسانانو بنسټيز ( اساسي) حق دى او د دولتونو په اساسي قوانينو کې د ملت کليمه واضح تسجيل شوي وي، چې د دې هېواد اړوند اوسيدونکي اتباع په کوم نوم يادېږي، د همدې اساسي قانون له مخې فرعي قوانين جوړېږي د نړۍ په هيڅ هېواد کې به داسې بېلګه او مثال نه وي، چې فرعي قانون دې له اساسي قانون سره په ټکر او مخالفت ک ې وضع شي، له بده مرغه د افغانستان ملي شورا دواړه مجلسونو له لوري د افغانستان اساسي قانون ( ٤) څلورمې مادې او په ټوله کې د اساسي قانون مفرداتو او اساساتو پرضد د ملت کليمه ( افغان ) له ليکلو او تثبيت پرته د نفوسو احوال ثبت قانون تصويب او تر ډېر ځنډوخنډ اوفشارونو وروسته د ولسمشر له لوري توشيح شو، خو دا قانون د اساسي قانون د اصل متن او روح خلاف او هم د وياړلي افغان ولس د غوښتنو ، هيلو ، ارزښتونو، هويت او حيثيت پرضد دى، ملتپالو افغانانو د ملي هويت د ساتنې او پالنې لپاره فکري او عملي مبارزه پېل او له افغان منتخب ولسمشر څخه يې وغوښتل، چې ياده موضوع قانوني حل وفصل اوپه ټولنه کې شته ستونزې او کړکېچ ( بحران )د پاى په خاطر سترې محکمې ته واستوي او د اساسي قانون ١٢٢ مادې مطابق يې تفسير کړي او تر هغې وروسته چې سترې محکمې هره قانوني پرېکړه وکړه، ټولو لوريو ته دمنلو وړ او د تطبيق او اجرا لپاره يې عملي شرايط برابر شي، خو لاتر اوسه هم دا قانون سترې محکمې ته نه دى استول شوى، امکان لري چې د ملت د کلمې ( افغان ) له ليکنې پرته د هويت پېژند پاڼې ( تذکرې ) وويل شي، عجيبه ده نوم يې پېژندپاڼه ده، خو ملي هويت به نلري، که د ملت کليمې ( افغان ) له ليکلو پرته د هويت تذکرو وېش شروع شي د ډېرى افغانانو د نا خوښۍ لامل او ملت او د ولت به تر يو بل بحران سره مخ شي ديوه افغان په توګه د دولت له درانه مشرتابه څخه هيله کوم چې ياد قانون دې د اساسي قانون د حکم او ولس د غوښتنې له مخې سترې محکمې ته واستوي او دقانون په رڼا پرېکړه وکړي اوستونزو ته دې د پاى ټکى کېږدي.

2 thoughts on “د ملي هويت مسله قانوني حل غواړي/ استاد امله وال”
  1. درنو وطندارانو او افغانانو ټولوته دزړه له کومی سلامونه ،که چيری ستره محکمه او جمهورريس خپل مسوليت داساسی قانون په رڼا کی تطبيق نکړ نو دهويت تذکری دی داسی توزيع شی چی که څوک غواړی ملت دافغان ورته وليکی اوهغه تعداد چی نه غواړی دبی هويته تذکره يعنی دهيڅ هيواد تابعيت نلری ورکړی شی ،کله چی دټولنی يو فرد بی هويته وی هغه نبايد ددولت په لوړو بستونو کی کار وکړی يوازی تر مدير پوری حق دکار لری داسی مثالونه سته چی کله يو تعداد مهاجر په بل هيواد کی ددايمی ژوند ارزو ولری نو دبی هويته تذکره ورکول کيږی چی هغه اصلاد دهغه هيواد تبعه ندی ،کله چی غواړی بهر ته سفر وکړی دمربوطه ارګان څخه ورته يو مخصوص پاسپورت ورکول کيږی .زموږ وکيلان بايد دملت اومليت تر منځ فرق وکړاي شی.زه افغان يم او دا زما افتخاردی. کامياب اوسی

  2. زه د ښاغلی اکبری وړاندیز تاییدوم . که څوک نه غواړی د افغان تابعیت ولری ، نو جبری نه دی خو بیا د هیواد په سیاست، انتخاباتو او لوړو دولتی کرسیو کی د کارکولو حق هم باید ونه لری. که پخوانیو قوانینو کی داسی مسایل نه مطرح کیدل نو ضرورت یی هم نه وو ، هیڅ داسی کوم ځوان نشو پیداکیدلای چی ووایی زه افغان او افغانستان نه منم. مګر اوس خو لالزاد، رحیمی ، پوردام، خردوم اونور پیدا شوی دی او دومره جرات لری چی په هغی کاسی کی چی خوری ،هلته بیرته متیازی هم کوی.
    د امریکا د متحده ایالاتو نفوس د نړۍ له مختلفو هیوادونو انسانانو نه جوړ شوی دی مګر ټول ځانو ته امریکاییان وایی . د بلجیم هیواد نفوس له دریوو لویو انسانی ټولنو لکه ولاندران، والونیا او جرمن نژادو ټولنو نه جوړشوی او همداراز تر یو میلیون زیات مهاجرین د نړۍ له 180 هیوادونو نه هلته میشت دی او د هغوی د هویت په کارتونو او پاسپورتونو کی بلژ یابلجیمی لیکل شوی دی، د ایران ، ترکمنستان، روسی ، عربی هیوادونو او د نړۍ بل هر هیواد په رسمی کورنیو اسنادو او پاسپورتونو کی د هغوی د هیواد تابعیت لیکل کیږی. خو زمونږ قانون جوړونکی غواړی شر واچوی او هیواد وال له بد بختی او بی اتفاقی سره مخامخ کړی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *