داچې افغانستان شاوخوا درې لسیزې جګړه تیره کړې او افغان وګړو د ژوند په پړاونو کې ډیرې اقتصادي او سیاسي ستونزې او کړاونه تیر کړي دي او اوس یې هم تیروي خو داچې دغه هیواد د بیلابیلو قومونو جوړ دی او تل د بهرنیو تر یرغل لاندې پاتې شوی او څو نسلونه یې په جګړه کې لوی شوي دي چې دغه مسله هم زمونږ په هیواد کې ستره ستونزه ده چې په تیرو ۱۳ کلونو کې افغان ولس په دې هیله وه چې په هیواد کې به سوله راشي او جګړه به ختمه شي او خلک به له هوساینې ډک ژوند پیل کړي خو د افغان ولس دغه هیله ددې امله پوره نه شوه چې دغه هیواد د لویدیځو او ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي او سیاسي موخو ښکار شو، خو په هر ترتیب افغان ولس ولسمشرۍ ټاکنو ته ډیر هیله من وه او له همدې امله یې هم په ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړ او هر افغان د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړه او تر ډیره بریده د ټاکنو دواړه پړاونه بریالي وه خو د ټاکنو په دویم پړاو کې د ستونزو رامنځته کیدل او د ځینو کړیو لخوا د موازي حکومت ګواښونو او په ټاکنو کې پراخو درغلیو دخلکو هیلې او امیدونه له خاورو سره خاورې کړل او ټاکنې شاوخوا شپږ میاشتې وځنډې دی او خلک په دې هیله وه چې داسې یو حکومت به رامنځ ته شي څو ددوې شته ستونزو ته د پای ټکې کیږدي او هم به په هیواد کې ولسواکي لاپسې پیاوړي شي.

خو داسې ونه شول ځکه چې په ټاکنو د خلکو ګډون ته هیڅ پاملرنه ونه شوه او د افغان ولس ورکړل شوې رایې په هیڅ حساب شوی او حتا د ټاکنو کمیسیون د پایلو د اعلان په ورځ د رایو د فیصدۍ هم ډډه وکړه او دا څرګنده نه شوه چې نوماندانو څومره څومره رايي ترلاسه کړي دي چې دا کړنه ددې ښودنه کوي چې دافغان ولس ورکړل شوې رایې د مصلحت قرباني شوی چې د کمیسیون دغه عمل او د نوماندانو دغه مصلحت به د هیواد راتلونکې ته ډیر زیان ورسوي چې دغې کړنې نه یواځې په هیواد کې ډیموکراسۍ ته بلکه د افغان ولس د ژوند ټولو چارو ته سخت زیان رسولی او اوس چې د دواړو قدرمنو نوماندانو ترمنځ پنځوس پنځوس سلنه د ملي یوالي حکومت رامنځ ته شو چې ټولو هیوادوالو او سیاستوالو ته څرګنده ده چې دواړه نوماندان چې یو یې ولسمشر او بل یې اجراییوي رئیس وټاکل شول، زما له نظره دغه دواړه مشران د سیاسي پلوه بیلابیل آندونه لري او ددواړو مشرانو او سیاسي ډلو پالیسي سره ډیر توپیر لري چې دغه سیاسي توپير به د حکومت د ناکامۍ لامل شي ځکه چې لومړی د کابینې په جوړونه کې به سره ژر تر ژره هوکړی ته ونه رسیږي ځکه که ولسمشر کوم وزیر او یا رئیس د کابینې کومې څوکۍ ته معرفي کوي نو بیا به اجراییوي رئیس ورسره مخالفت کوي او یاهم کله چې اجراییوي رئیس کوم کس د کابینې څوکۍ ته معرفي کوي نو ولسمشر به ورسره مخالفت کوي چې کیدای شي دغه ستونزې اوونۍ، میاشتې او حتا کلونو دوام وکړي او په پای کې چې کله د حکومت دغه دواړه مشران پر یوکس سره هوکړه وکړي بیا به یې د ولسي جرګې غړي چې ډیری یې د دوه ټاکنیزو ډلو خلک دي د باور د رایې په ورکړه کې ستونزې جوړي کړي چې دغه پروسه به هم افغان وګړو او افغان دولت ته ډیرې ستونزې و زیږوي او خلک به د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له ډیرو ستونزو سره مخ شي او کیدای شي شته وزیران تر ډیره د سرپرست وزیرانو په څیر په خپلو څو کیو پاتي شي. چې دغه وزیران به د نوي وزیر په تمه وي او خپلې شپې او ورځې به سباکوي او دخلکو او ولسونو پراختیايي پروګرامونه به په ټپه ولاړ وي چې دغه ستونزه کولای شي هم حکومت او هم وګړو ته د ستونزو لامل شي. چې دوخت په تیریدو سره به خلک له حکومت څخه واټن واخلي او په پای کې به شته حکومت د خپلې واکدارۍ پنځه کاله پوره نه شي کړای او کیدای شي د خلکو له پراخو لاریونونو سره هم مخ شي خو په دې خبره مې دومره باور نه شي، چې دغه ډیره ستره ستونزه ده او که دغه حکومت وکولای شي له خپلو ټولو شخصي ګټو تیر شي او ملي ګټې په پام کې ونیسي، چې زه یې د دواړو ټیمونو په شان او شوکت کې نه وینم، تریوه بریده به وکولای شي له خلکو سره کړی ژمنې پلې کړي. بله خبره له خلکو سره د ژمنو ده که کله ولس د نوماندانو لخوا د کړو ژمنو پوښتنه کوي چې ولې نه ترسره کیږي نو زه فکر کوم چې ددوې ځواب ورته داوي چې زه خو ولسمشر نه یم اجراییوي رئیس یم او ولسمشر به ورته وایې چې ولسه ټول کار خو داجراییوي رئیس سره دی ځکه چې د حکومت اجراییوي برخه له ده سره ده، په همدې ډول به بیا ولس خوار او زار وي او دولس شته ستونزې به نورې پسې هم پراخې شي او په دې حالت کې به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځ ته شي او مخالفو وسله والو ته به ددې موکه برابره شي څو د حکومت پر وړاندې خپلو فعالیتونو ته نور هم زور ورکړي او په پایله کې به د هیواد د ولایتونو مرکزونه له حکومت سره وي او له مرکز پرته به دهیواد ټولې سیمې د مخالفو وسله والو سره وي او هیواد به همداسې په شته ناورین کې ډوب پاتي وي او حکومت به خپلې مزې او چړچې کوي، او زه یوځل بیا په پای کې افغان ولس ته وایم چې افغان ولسه خدای ج مو مل شه ساسیتوالو مو خپلو موخو ته ځان ورساوه او تاسې اوس د خرو پسې ډانګي راواخلې او ځې خپل کارکوی چې بیا مو یاد وي په ټاکنو کې ګډون ونه کړی.

په درنښت

سعیدي

0 thoughts on “د ملي یوالي حکومت به ستونزې رامنځ ته کړي!/ س- سعیدي”
  1. ښاغلی سعیدي صیب
    السلام علیکم!

    وروره ستاسی دلیکنی سره زه موافق یم، همداسی ده اوهمداسی به کیزی، څه به وکړو زمونږ مشوری ښاغلی احمدزی نه واوریدی او نه یی ولوستی، وبه گورو چه خه کیږی؟

    خو یوه نوی خبره چه زما مغز ته راځی هغه داده شاید چه دااوسنی حکومت دبهرنیانو لخواپه دوو برخو وویشل شی.
    ۱-اشرف غنی
    ۲-ملاعمر,عبداله او گلبدین

    دحکومت تشکیل به داسی جوړ شی لکه په ایران کی چه حکومتی او مذهبی سیستم دی

    دخدای په امان

ځواب ورکول محمدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *