فضل هادي مسلمیار

تاند- د مشرانو جرګې رييس د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د مودې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې شرموونکې او د افغانستان په چارو کې لاسوهونکې وبلللې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د کابل د سفر په مهال د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د ملي یووالي د حکومت موده ۲ کاله نه بلکې ۵ کاله ده.

فضل هادي مسلمیار وویل، دا خبره د افغانستان د ملي یووالي د حکومت ولسمشر او یا اجرايي ريیس هم کولی شوای خو د افغانستان د برخلیک په اړه د د بهرنیانو پرېکړې د شرم وړ دي.

مسلمیار وویل:«په دې افسوس کوم او شرمېږم چې د یوه بهرني هیواد د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي او زموږ د برخلیک په اړه پرېکړه کوي. دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ده. ولسمشر او اجرايي رييس هم افغانانو ته دا خبره اعلانولی شوای.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د شنبې په ورځ کابل ته په ناببره سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د ده تر سفر او څرګندونو مخکې په دې خاطر د ملي یووالي د حکومت د اجرايي ریاست د چوکۍ په اړه ابهامونه موجود ول چې ظاهراً دا چوکۍ د دوو کلونو لپاره وه او باید په دوو کلونو کې لویه جرګه رابلل شوې وای او د اجرايي ریاست چوکۍ یې پر صدارت بدله کړې وای. خو داسي نه ښکاري چې تر سپټمبر پوري دې دا کار وشي.

7 thoughts on “د ملي یووالي حکومت د مودې په اړه د جان کیري پر څرګندونو د مشرانو جرګې د ريیس غبرګون”
  1. مسلمیار صاحب خو هم راته یا ډير بې خبره او یا ډير نا پوه ښکاري، د کرزي نه وروسته خو دې دوه کاله پدې دولت کې وشو ځان دې د هیڅ نه میلیاردر کړ، په کورنۍ کې څه چې حتی په قوم کې دې څوک بېکاره پاتې نشو، د کورنۍ داسې غړي دې چې الف ته یې نیغه کرښه ویله ریسان او د ګمرک چارواکي شو او اوس هم پدې پوه نه شوې چې دا بې علمه مفکر چا راواسته او دا بې ډانګه ټر ورسره چا ور شریک کړ. لکه چې اوس د خوبه راپاڅيدې او د جان کیري خبرې درته لاسوهنه ښکاري، ته او ستا ټول دولت د جان کیري په لاس جوړ او څه یې چې خوښه وي کوي او وایي به یې. دا به هم درته چا ویلي وي چې یو څه خو ووایه. خلک خو دې په ټولو معناو پيژني د هغې وخت نه چې ورور دې مړ شو او ته وړوکی ماشوم د ملنګیار جبهې ته راغلې او اوس د مشرانو جرګې ریس مسلمیار شوې.

  2. کوم کار زموږ په اختیار کی

    چی دابه وي اوبل مسلمیار صیب ته وایم

    ته ولی خوابده وی داخو دافغانانو دخوښي حکومت نه دی دا د جانکیری دخوښی حکومت دی خپل حکومت یی دی چی هر ډول یی چلوی خبل یی خوښه ده

  3. نو که سپین را باندې وایي، رییس صیب ته کله شرم او وجدان لري!!! لږ خو خپل لس پنځلس کلونه پخواني ژوند او اوسنیو میلیونو ډالرو کش او پش ته سوچ وکړه دا هر څه دې د امریکا او خورد بورد له برکته تر لاسه نه کړل. همدا نن امریکا نه وي په وطن دی شپه نه تیریږی

  4. موږ د ځینو نه چه د بن تړون یی اصلی څیره بربنډه کړه او درونی خباثت یی ظاهر شو او نور یی هم د انسانی حدودو نه تجاوز وکړ همیشه مو دا واوریدل چه لوړی کرسۍ ، اکثریت وزارتونه او حتی نور هر هغه څه چه پیسی لری باید زموږ برخه ورکی زیاته وی ولی؟
    ځکه چه موږ د بن د تړون مبتکرین یو ،مجاهدین یو (خو فی سبیل الدولار….) او نور
    خو لطفا د ۱۴ کلونو حساب ورکړی که خاین ثابت نشوی بیانور وغواړی .مګر څنګه چه ملت او دنیاوال شاهد دی تاسی د افغانستان او نړۍ افسد او ارذل الناس یاست ،پدی کی غیر له تاسی مفسدینو نور ټول متفق دی،خلک مری، فرار اوج ته رسیدلی، ظلم ،فساد او جنایت ښکر کړی ،رشوت او انحصار یی پدری میراث ګرځیدلی او نور خو دا ټول پیش کله خر یاسین خواندن بیش نیست
    او د بیت الله شریف له قسمو نه وروسته تر ننه شرمندګی ګراف صعودی سیر لری ځکه چه په عهد او قسم وفا ونشوه ، په امانتونو کی خیانت او د بیت المال لو ټول د ځینی تنظیمونو کاری پلان جوړوی ،دروغ هم لکه نورو غوندی دوی ته هم سیاست ګرځیدلی خلاصه دی کرسیو دا مفسدین خر شاخدار ته ورته کړی او بل تخلف یی دا چه :
    ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ریحکم….
    ولن ترضی عنک الیهود و لن النصاری حتی تتبع ملتهم…..
    فأصلحوا بین اخویکم ………….
    او دی ته ورته نور تخلفات او ظلمونه چه پدی مظلوم ملت روان دی څنګه کیدای شی مفسد حکام ته عزت ورکړی ؟
    دی سوال ته دی پرونی اخوانی او مجاهدین او ننی د فساد قهرمان حکام او ارګ نشین علما دی ځواب ورکړی هم خلکو ته او هم عزیز ذو انتقام ذات ته ، که ایمان ورپاتی وی؟
    نو دا شرمندګی ،فسق،ظلم اوکفر نه ختمیږی تر څو چه امرا او علما مو بما انزل الله باندی حکم ونکړی

  5. چې نه مرې لا به واورې!
    سلامونه ګرانو لوستونکو
    که مونږ د ګران هېواد سیاسي حالاتو ته ځير شو، ټول بدلونونه په نظر کې ونيسو او د یوه خپلواک اومسلمان افغان په توګه د ښاغلي مسلمیار خان غندنو ته وګورو، نو اول به ښه په لوړ آواز خندا وکړو او بیا به له ځانه سره ووایو چې دا کس د کوم فیل په غوږ کې ویده دی؟
    نشه دی؟
    لیونی دی؟
    او که ځان په تګۍ وهي؟
    دی اوس هم د آزادۍ او خپلواکۍ خوبونه ګوري!
    ستا تنخوا له کومه راځي؟
    ستا د ملک عادي لګښتونه څوک ورکوي؟
    ستا د ناستې دفتر چا درته جوړ کړ؟
    ستا چوکۍ چا درته اخیستی ده؟
    ستا لپاره دا وخت چا برابر کړ چې ښه په مهارت دوه مخې لوبه ترسره کړې؟
    له دې ټولو سره سره بیاهم د جان کيري ملکي نه منې!!!
    سخت د خندا ځای دی…
    نورهم ولس تېر باسې… ښکاري چې لا تراوسه هم نه یې موړ شوی!

ځواب ورکول اباسین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *