تاند- راپورونه وايي چې نن د ولسمشر کرزي په حضور کې د دوو کاندیدانو غونډه د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف له کبله لغوه شوه.

د بدلون او دوام د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی طاهر زهیر وویل چې دوی د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د دوو وړاندیزونو له امله د ارګ په غونډه کې ګډون ونه کړ.

ده وویل چې د عبدالله ټیم غوښتنه کړې چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو رایې دې یو شان اعلان کړای شي.

زهیر وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم بله غوښتنه دا ده چې واک دې مساوي ووېشل شي چې دا دواړه غوښتنې د دوی لپاره د منلو نه دي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي چې عبدالله عبدالله د دې غوښتونکی دی چې د انتخاباتو نتیجه دې پټه وساتل شي.

ورځپاڼې ویلي، له میاشتو – میاشتو خبرو او د انتخاباتو پر سر له جنجالونو وروسته د عبدالله عبدالله، چې انتخابات یې بایللي دي، وروستۍ غوښتنه دا ده چې د ملي یووالي له حکومت سره به په دې صورت کې موافقه وکړي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي د انتخاباتو نهايي نتیجه خلکو ته اعلان نه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، غالب باور دا دی چې د عبدالله سیال اشرف غني احمدزی به د ټولو رایو له سخت او بشپړ تفتیش وروسته د انتخاباتو بریالی اعلان شي. په داسي حال کې به د انتخاباتو پایلې د عبدالله عبدالله د پلویانو لپاره سختې تمامې شي.

په همدې حال کې عبدالله عبدالله احساس کوي چې په دې به ملامت کړای شي چې په انتخاباتو کې د پراخو او منظمو درغلیو ادعا یې کړې وه او له بلې خوا د ده په اصرار نړیوال څارونکي او ملګري ملتونه اړ کړای شول چې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د ټولو رایو په تفتیش کې برخه واخلي.

د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن په څو مرکو کې تاکید وکړ چې کمیسیون پرېکړه کړې چې سبا /یکشنبه/ په هرصورت د انتخاباتو پایله اعلانوي.

ګومان کېږي چې نن شپه به بیا هم د وروستي ځل لپاره هڅه وشي چې دواړه خواوو موافقې ته راضي شي خو که نن شپه موافقه ونه شوه او د انتخاباتو پایلې اعلان شوې عبدالله عبدالله به له انجام شوي عمل سره مخامخ وي یا به د ملي وحدت په حکومت کې شاملېږي او یا به اپوزیسیون غوره بولي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جېمز کنینګم او د ملګروملتو خاص استازی یان کوبیش هڅه کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې بریالۍ شي او موافقه ژر لاسلیک شي. امکان لري چې تر سبا سهاره د عبدالله عبدالله یا اشرف غني احمدزي په دریځ کې بدلون راشي.

0 thoughts on “د ملي یووالي د حکومت په لار کې بل خنډ – عبدالله د رایو د نتیجې د پټ پاتې کېدو غوښتنه کوي”
  1. محترم داكتر صاحب اشرف غني?
    دخبلي بوهي او عقل او تحصيل او دبوهو ابتكار كوونكى ملكرو جه ستا به خوا راتول شوي دخبل حق خخه جه ملت تا ته در كري استفاده وكره قاطعانه جواب عبدالله ته وركره كه جيري نه إصلاح كيده بيا بياوري واقعي قهرمان جنرال دوستم ته ميدان ورخوشي كره جه دعبرت درس وركري

  2. محترم احمدزيي صاحب او ستاسو محترم تيم ته سلامونه دابهتره ده چي هر کانديد خپلی برنامي مخ په وړاندی يوسی تاسو څخه هيله ده چي نور داداسی دروغجنو اومکار انو څخه ځان ليری وساتی دا ستاسو اود ملت په ګټه ده نور نوددی ګنجايش نشته چي دهمپالنی دروازی وډبوی او موږ ته نوره بي غيرتی مه رأړوی باور وکړی زه په اوروپا کي يم که داسی حالت راشی چي نور زموږ په وړاندی سلاح استعمالوی نو موږ به بی تفاوته پاتی نسو موږ تاسی يوازی نه پريږدو البته نه دمقام اوموقف لپاره،بلکه دوطن دريښتينی خدمتګار په خاطر .نور ورسره کتنه بايد ونکړی اوهم کوم ګډ انځور ورسره وا نخلی داډير ظالمين دی بهتره ده چي دپوهانو سره انځورونه واخلي چي دارزش وړدی.

  3. IEC MUST, MUST,MUST go by what constitution says and apply the rules of laws. For god sack.
    People have voted and some body wins. Abdulla and his advisors are taking big political risk, the people, Tajiks, Pashtuns and all other tribes see what is happening. The day will come that Abdulla and his advisors will be out of political process for ever.

  4. کله چې ددواړو کاندیدانو تر مینځ د هوکړه لیک د مسودې مادې اعلانېدلې ، جان کېري د دوکتور عبدالله عبدالله تر خوا ولاړ ؤ او پټ د کېري په غوږ کې ور پسېده ، نو خدای خبر چې څه به یې په غوږ کې ور څڅولي وي ، او ټولې دنیا دوی ولیدل . خو فارن پالېسي یې هم په اړه وویل چې (( افغانستان همېشه د ژر تر ژره ( عجولانه ) حل لارو قرباني شوی )) . بل ځل داسې هم د رسنیو له لارې وویل شول چې د بایلودونکي کاندید ټېم له خوا پر دې ټینګار شوی چې :که رأیې اعلانېږي هم باید په ډېر کم تفاؤت اعلان شي . نو کېدای شي عبدالله عبدالله به کېري ته د همدې خبرې یادونه کړې وي . ، ځکه دوی تر اوسه پورې همېشه د لا لا پر مټ د افغانستان پر خلکو په زور حکومت کړی ، او ناروا بې انډوله واک یې پرې چلولی دﺉ . اوس یې چې پر ټول افغانستان باندې د واک چلولو وس نه شته او خپله چاړه په اوبو کې ویني چې که امریکا نه وي بله ورځ به بیا د حیرتانو د پله پر سر ها بلې غاړې ته د پښتنو پیرې ولاړې وي او دوی به په کولاب او تاجیکستان کې پراته وي .نو ځکه د عبدالله پسپسی د کېري په غوږ کې پر ځای دﺉ . خو بل لور ته د کرزي صیب ډراماتیک فشارونه هم پر ځای خبره ده ، ځکه چې نوموړي هم خپل ټول آفشنونه وکارول ، خو ځای یې ونه نیو . خبره بلې خوا ته ترې ولاړه . الله دې ده ته هم د زړه صبر او اجر عظیم ور کړي . خیر که ملت ددوی په خپل مینځي توطيؤ کې ووژل شو ، ژوبل شو او افغانستان له بې ثباتۍ او د ګاونډیانو له مستقیمو تېریو سره مخا مخ شو . آخر به خدای تعالی دا هېواد او نظام جوړ کړي . خو ددرواغجنو به مخ په تاریخ کې د تل له پاره تور شي .

  5. اوس ډاکتر اشرف غنی ته په کارده چی غوڅ دریځ خپل کړی که نه د عبدالله فرمایشونه به نور هم زیات شی . او دا نیم په نیمه حکومت چی دوی دواړه پر مخ بیایی دا به ډیره ګرانه وی .
    غنی بابا ډیر د نرمی نه کار اخلی ، داسی ښکاری چی تر سخت فشار لاندی وی .

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *