محمد حنیف اتمر

د افغانستان د ژغورنې تر ټولو مهمه څوکۍ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار څوکۍ ده، دا څوکۍ د افغانستان لپاره ځکه ډیره اړینه ده چی د افغانستان لویه ستونزه امنیتي ده. له همدی خاطره ډيره اړینه بلل کیده چی په دې څوکۍ په وطن مین له فکره پراخ او په پټه استخباراتي لوبه کې ماهره څيره ورته وټاکل شي.

ولسمشر غني داسې کس د افغانستان د جغرافیوي کښتۍ د ژغورلو لپاره وټاکه چی د افغانستان د نوي سیاسي ۱۷ کلن ماموریت په درشل کې، چې هرې ادارې ته ټاکل شوی هماغه اداره یې له کلیوالي څپر څخه په مدرنې اداری بدله کړی.

نه یوازې دا چې د افغانستان یوازینۍ ستونزه امنیت دی، بلکه د داخلي فرد محوره قومي او جنګسالاره څیرو؛ چی په اصطلاح د قبایلي نظام اکټران ترې جوړ شوي وو؛ مهارول یی د امنیت شورا په لاس شوني وو. د امنیت شورا پوسټ د ملت جوړنی او ملي افکارو د تقویی یوازینی موقف بلل کیږي. ډیره اړینه وه چی نوموړي پوسټ ته د داخلي نامتوازن حالت د توازن، د بهرنیو او داخلي تهدیدونو سره سره د دولت پر وړاندی د دښمن لیکی هم وځپي.

زه دا نه وایم چی حکمتیار صیب به د افغانستان لپاره څومره مهم او یا نه وي، زه په دی غږیږم چی د هغه راتګ د افغانستان د بانفوذه پښتون مشر تشه ډکه کړه او په اصلاح یی د ملت جوړنی لویدلي چتر ته د بیا رغاوي بله ستنه کیښوده.

ولسمشر ته یی په غوږ کی د قومي استفاده کوونکو رهبرانو د مهارلو خبره وکړه، هغه ته یی چل وروښود چی څه ډول له کومی لاری دغه سرشاره او په نامحدوده غیرقانوني واک روږدي واکدارن مهار کړي. دغه واکداران داسی کسان وو چی د ولسمشر د څوکۍ ریموټونه یی په جیب کی پراته وو.

د پاکستان پوځ ته یی د افغانستان په جنګ کی په لمړي ځل فکري او فزیکي ماتی ورکړه، فکري ماتی یی پدی معنی ده چی نړیوالو ته یی د امنیت شورا لخوا په لمړي ځل د هغه تروریستي ډلو لیستونه وسپارل شول چی د پاکستان په قبایلي سیمو کی د پاکستان د استخبارتو له خوا ورته روزنه او اقتصادي زمینه مساعده کیده.نوموړي لیستونه د دی سبب شول چی د امریکا په کانګرس کی دغه بحث مطرح کړي چی پاکستان د تروریست ملاتړي هیواد په لیست کی شامل کړي او کنه؟ یادی مبارزی د پاکستان پوځ ته یی د ایف سپاړس الوتکو د ورکړی مخه هم ونیوله.

په فزیکي بریا کې یې د ملامحمد عمر مړینه د اتمر صیب د پالیسۍ پراساس افشا شوه، ولسمشر ته یی هغه راز وروښود چی څه ډول د پاکستاني استخباراتو هغه دروغجن جال چی کرزي صیب ته یی د ملامحمد عمر صیب سره د سولی کولو د ارمان په پلمه دوکه ورکول کیده. تیره ورځ د پرویز مشرف هغه خبری چی ویلي وو د پاکستان پوځ د افغانستان په جنګ کی ګټه ونه کړه ترټولو ښه دلیل یی بللی شو.

اتمر صیب د امنیت شورا تشکیل مدرن او د هری برخی لپاره متخصص او په کار پوه کسان وګمارل. د ولسمشر د بهرني سیاست مطابق یی د تحلیل بیلابیل د څار کوډونه رامنځ ته کړل. دا هم شونی ده چی د ملي یوالي د حکومت اوسنی نر د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د یوه وخت بریالی نوماند شي.


د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی حتمی نه دی.

2 thoughts on “د ملي یووالي په حکومت کې د حنیف اتمر کلیدي رول ||حکمت الله رښتین”
  1. We all know that he has ample experience in intelligence affair and his signature finalizing Bilateral Security Agreement is an indication of him being a powerful pillar of power structure in Kabul.

    Can someone please show/copy print a statement or two, expression, feeling or any other strong impression of patriotism toward Afghanistan expressed by him?

    I failed to find one. And seems to me that he is a kind of guy getting along with any crowd as long as he is counted within.

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *