تاند- د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر په افغانستان کې د جنسي تېري او غلا په تور د پنځو تنو محکومانو پر اعدامېدو، چې ټاکل شوې ده نن یې سزا تطبیق شي، نیوکه وکړه.

د ملګروملتو د بشري حقونو د کمیشنر ویندوی رابرټ کولفیلې (Rupert Colville) د سې شنبې په ورځ ناوخته د دغو کسانو پر دوسیې د نوي افغان حکومت له لوري د بیا غور غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید د هغوی دوسیې بیا وکتل شي چې څرګنده شي ایا هغوی په رښتیا هم جرم کړی او که نه دی.

ویندوی کولفیلې په جینیوا کې خبریالانو ته وویل:«په دې کې د پوښتنې ځای نشته چې لوی جنایت شوی دی او دولتي چارواکو د مشکوکو مجرمانو د نیولو لپاره چټک ګام اخیستی دی خو د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر زید راعد الحسن د سپټمبر په نهه ویشتمه نېټه ولسمشر اشرف غني احمدزي ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د دغو کسانو د اعدام سزا وځنډوي.

ده همداراز ویلي چې په دې باب ژوره اندېښنه لري چې له محکومانو په سم ډول اعتراف اخیستل شوی او ایا د دوی محاکمه په ملي او نړیوالو معیارونو برابره وه او که نه وه.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوالې موسسې هم ورته اندېښنه ښکاره کړې وه خو دا په داسي حال کې ده چې د پغمان د جنایت پنځه تورن کسان د افغانستان د مخکیني حکومت درې ګونو محکمو په اعدام محکوم کړي او پخواني ولسمشر حامد کرزي یې د سزا اجرا تایید کړې ده.

د ملګروملتو د بشري حقونو د کمیشنر ویندوی وویل چې دوی باوري ادعاوې ترلاسه کړي چې له محکومانو سره تر محاکمې مخکې بد چلن شوی، شکنجه شوي او د ځان د دفاع لپاره قانوني حق نه دی ورکړای شوی.

ده همداراز ویلي چې د محکومانو د محاکمې بهیر هم په ډېر لنډ وخت کې بشپړ شوی دی.

د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر له ولسمشر غني څخه غوښتي چې د محکومانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي.

0 thoughts on “د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر د پغمان د پېښې د محکومانو د اعدام د ځنډېدو غوښتنه وکړه”
  1. دملكرو ملتو دبشري حقوقو دكمشتري بشنهاد كاملا درست او دتايد ور با يد وكرخي عاجله به كارنه ده حكم بايد تطبيق شي نه به داسي عاجله سره عاجله به كار كي دشيطانانو كار دي زه سل فيصده مطمئن نه يم جه دوي به جزا نه وي ليدلي كيداي شي نور خوك ددوي خخه زياته كناه ولري ددوي به نابودي كي داصلي مجرمونو جرم كميزي

  2. څو موده وړاندی دتاند دلوری پدی هکله ما يوه تبصره ليکلی وه چي ددی ګناهکارو دوسيی دی په دقت وڅيړل شی ترڅو اصلی او حقيقی ګناهکاران دقضيی راپيداشی ،زه داسی نه وايم چي دا اشخاص مجرم ندی، اما څنګه وشوه چي په ډيره بيړه دا اشخاص ژررا پيدا او محکمه شوه ،ايا داسی خوبه نوی چي دپوليسو پکی لاس وه او هغه دونفره چي لادرک دی دهغوی دراپور پر اساس داافراد دستګير شوه چي کيدايشی هغه دونفره د پوليسو کارمندان وی اودلادرک نوم يي ورکړی، تر څو خپل جنايات تر پردی لاندی پټ وساتی او دريښتينی شاهيد خوله پټه کړی،داستره خطا ده، په داسی قضاياوو کی بايد دډير دقت څخه کار واخستل شی دا به معلوم شی ، که څو کاله وروسته دقضي اصلی عاملين را پيداشی نو بيا به قاضيان څه کوی؟ زه دڅار نوالانوڅخه هيله کوم چي دوسيه ونه تړی ، دجنايي دريښتينو مسلکی کدرونو څخه هيله ده چي دوی هم دوسيه ونه تړی او موضوع تعقيب کړی په دی هکله جلالزوی صاحب درست ليکلی دی .دعدالت دتطبيق په لور

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *