د ملګروملتو امنیت شورا

تاند- د امنیت شورا غونډې ته په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي او د یو شمېر نورو هیوادونو سفیرانو خبرې وکړې.

په ملګرو ملتو کې د چین استازي وویل، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د حالاتو د خرابېدو د مخنیوي لپاره د دغه هیواد د وضعیت د ښه کېدا په خاطر هلې ځلې وکړي.

په ملګروملتو کې د چین دایمي استازي (لیو جیي) دا خبره د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وکړه.

ده زیاته کړه:«نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د خپلو ملي امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو په لوړولو، په ځانګړي ډول د تروریستي ضد ځواکونو او د سرحدي کنټرول په برخو کې مرسته وکړي څو افغانستان د ځان دفاع وکړای شي او تروریزم وځپلی شي.»

په ملګروملتو کې د ایران استازي وویل، په افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت د نړۍ د اقتصادي همکارۍ له لارې ترلاسه کېدای شي.

په م.م. کې د ایران دایمي سفیر غلام علي خُسرو وویل:«ایران تل پر دې مسلې باور لرلی او دې لور ته یې ګامونه اخیستي دي.»

ده زیاته کړه:«نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په مبارزه او په اقتصادي او اجتماعي پرمختګ کې د ملي یووالي د حکومت ملاتړ وکړي.»

په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرې د سولې خبرې د افغانستان او ټولې سیمې لپاره د ثبات او سوکالۍ تر ټولو ښه لار او یوازینۍ هیله وبلله.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې ملیحې لودي وویل، دا د خوشالۍ خبره ده چې نړیواله ټولنه د نظر کلک یووالي ته رسېدلې چې سیاسي جوړجاړی په افغانستان کې د سولې یوازینۍ لار ده.

له ډیورند کرښې د پاکستان سرغړونه

په ملګروملتو کې د افغانستان سفیر امنیت شورا ته وویل چې په وروستیو درو میاشتو کې پاکستان د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت لږترلږه ۵۶ ځلي سرغړونه کړې او له ډیورند کرښې راوښتی دی.

محمود صیقل وویل، دا سرغړونې به د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې له نور خطر سره مخامخ کړي.

ده زیاته کړه:«موږ له ډیورند کرښې د پاکستان د رااوښتو د فوري بندېدو غوښتنه کوو او وایو چې افغانستان به یې ونه زغملی شي.»

له بلې خوا د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما د یوه بل کال لپاره، یعني د ۲۰۱۷ د مارچ تر اوولسمې پوري تمدید کړ.

یوناما په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د هدف لپاره په ۲۰۰۲ م کال د امنیت شورا له لوري تاسیس شوه.

One thought on “د ملګروملتو په امنیت شورا کې پر افغانستان بحث وشو”
  1. آمنيت شورا هم دا آمريکاه ده چه هم دا پاکستان ته وائې چه پر آفغانانو حمله وکړئ او ښارونه اوکلي ئې تر بمباردمان لاندي راولئ دايو نمايشي جلسه ده پاکستان به نورهم تشويق کړي چه حملو ته آدامه ورکړې
    ددي مشکلاتو دحل لپاره داطبقه خلګ نه ددې ظرفيت لري او نه وجدان او نه په دې پوهيږي چه وطن څه ته وائې منظور مي دالنډغر مخلوق چه دمجاهل په نوم دآفغانستان پر خلګو حکم روائ کوي محوه او پرځائ ئې يو ملۍ حکومت راوستل سي .

ځواب ورکول بشير ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *