تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: د ملګرو ملتونو سرمنشي منشي انتونیو ګوتریش له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت له لوري د مذاکراتي ټیم اعلان ستایلی خو د اوربند غوښتونکی هم دي.
انتونیو ګوتریش تېر ماښام د طالبانو او افغان حکومت د تخنیکي ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو یادونه هم وکړه او د جګړې له ښکیلو غاړو یې وغوښتل چې د جګړې په ځای دې ټول پام د کورونا ویروس سره مبارزې ته واړوي.
نوموړي زیاته کړه: ((په داسې حال کې چې د کرونا ویروس په افغانستان کې خپریږي، زما په باور دا یې وخت دی چې افغان حکومت او طالبان جګړې ودروي. موږ یې بشپړه ننګه کوو.))
ګوتریش د کورونا ویروس چټکې خپرېدا ته په کتو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړي او یوازې دې د کورونا ویروس په ضد مبارزه وکړي.
نوموړي څه باندې یوه اونۍ مخکې هم دا غوښتنه کړې وه. هغه وویل چې د ملګرو ملتونو شاوخوا ۷۰ غړو، نادولتي ادارو، مدني ټولنو او نورو ادارو د اوربند غوښتنه بدرګه کړې ده.
ګوتریش همداراز په خپلو خبرو کې د جګړې په ښکېلو غاړو غږ وکړ چې روغتیايي ډلو او چارواکو ته اجازه ورکړي چې په جګړه ځپلو سیمو کې د کورونا او د دغه ویروس له خطر سره مبارزه وکړي او اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونه نیسي.
جالبه ده چې بېغرضه ، له مونږ نه په زرګونو کیلومتره لرې او د بلې عقیدې انسانان د افغانانو په حال زړه سوی لري او له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه کوي او وایی چې د کورونا پرضد سره یو شئ چې تاسو ټول وژني .
اما تش په نامه د جهاد او اسلام سوداګر نه پرځان رحم کوي او نه پر مسلمانانو او د پنجابي جهالت په خره چپه سپاره دي وایی چې والله که یې ومنم .