د ملګرو ملتونو یو جیګپوړی کارپوه وایي چې غربي هېوادونه او په ځانګړې توګه امریکا غواړي چې پاکستان تجزیه کړي. دغه خبرې په داسې وخت کې کېږي چې په امریکا کې دننه د پاکستان پر ضد انتقادونه مخ په زیاتېدو دي.

ده په جګړه اخته هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو جیګپوړي کارپوه وحیدالله وحید یو تلوېزیون ته په خبرو کې ویلي، «د اوباما اداره په دې هکله پرېکړه کوي چې که دغه لاس (پاکستان) قطع نه کړي پخپله (امریکا) له منځه ځي.»

وحیدالله زیاته کړه چې، د غرب ګټې د ترهګرۍ، نشه ییزو توکو او افراطیت له خوا ګواښل کیږي؛ له دې امله، هغوی تصمیم نیولی دی چې پاکستان ژر تر ژره تجزیه شي او د دغه کار له پاره ټول شرایط تیار دي.

هغه همدارنګه وویل چې، که پاکستان تجزیه نشي، ترهګري او افراطیت به ټولې نړۍ ته خپاره شي.

همدارنګه، یو شمېر کارپوهان باوري دي چې امریکا د پاکستان د منزوي کولو تګلاره پیل کړې ده. د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي وویل، «که په سیمه او نړۍ کې د پاکستان خپلسري، لاس وهونکي او متجاوز اقدامات اداره شي، دا به د بشریت په ګټه وي.»

سربېره پر دې، یو شمېر کارپوهان باور لري چې، د هغو یو شمېر دلایلو او شرایطو په پام کې نیولو سره چې افغانان یې مطرح کوي، په پاکستان باندې د امریکا د سیاست فشار زیاتیږي.

د پوهنتون استاد مهدي منادي وویل، «هغه ستونزې چې پاکستان زمونږ له پاره رامنځته کړي دي، هغه د پاکستان په مقابل کې د امریکا ډپلوماسي فعالوي.»

منادي زیاته کړه چې پاکستان د تېرو څو لسیزو په بهیر کې نه یوازې د افغانستان له پاره د ترهګرۍ منبع ده، بلکه ټوله نړۍ یې نا امنه کړې ده.

د کارپوهانو په وینا، د امریکا د کانګرس له خوا پاکستان ته د امریکا د نظامي مرستو ځنډول یو له هغو ګامونو څخه دی چې واشنګټن د اسلام اباد پر ضد اخیستي دي.

همدارنګه، امریکا له پاکستان سره نورې مرستې د پاکستان له خوا ترهګرو ګروپونو او په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د دېره حقاني شبکې پر ضد عملي ګامونو اخیستلو پورې مشروطې کړي دي.

تر دې مخکې، په کابل کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي وو چې امریکا باید د پاکستان د بشپړ منزوي کولو له پاره یوه تازه لاره رامنځته کړي.

خلیلزاد د هند پي ټي آی ورځپاڼې ته ویلي وو چې پاکستان د امریکا د پراخو مالي او نظامي مرستو له ترلاسه کولو سره سره تر اوسه هم په افغانستان کې د حقاني شبکې په شمول ترهګرې ډلې تمویلوي.

* د یو تلوېزیون لیکنه چې تاند پښتو ته را اړولې ده.

8 thoughts on “د ملګرو ملتونو کارپوه: غربي هېوادونه تصمیم لري چې پاکستان تجزیه شي”
  1. Salamooona
    Dagha kar bayad makhki shawai wai os ba pa zai da de che wahshat nafrat aw badbeni khpara she tejarati zoon ba jor woo .
    amreka aw tol gharbi hewadoona zar ter zara dagha saratan la minza yousi pa zarhawoo begoona balooch pala aw afghan dosta pakhtoonkhwa pakhtana aw hamdaranga pa dakhil afghanan wawazhal aw dagha larai rawana da .de toli dunia lapara pa zangari toga hagha koranai che da de kaseef fakistan la khwa pa mokhtalifoo noomono ka hagha lar de aw ka bar de khoshali zerai de hela da aw zamoong doowa da che zar dagha prekra amali she yaw matal de mahi che kala de obo rawoobasi taza de os bayad wakht ter na she china de motmaena we che gati ba de la ziati khwandi na ba doka we aw na chal wal da de kar eqdamkawoonko de la barya pa hela aw ziat omer pa hela. De tawajoo na manana.

  2. اول خو دا دی چی د پاکستان د تحزیی سخه مراد دا وی چی ڈیورنڈ کرشه به په بشپڑه توگه افغانستان ته ورکول کیژی نو موژ یی ملاتڑ کوو خو که دا تحزیه پدی معنی وی چی ڈیورنڈ کرشه به هم تحزیه کیژی نو په هیس صورت کی یی نه منو،
    بله دا چی امریکا خپله هرکال پاکستان ته مرستی ورکوی او بیا دا هم وایی چی که قطعه نسی نو امریکا ته لا گواش وی دا نو سه معنی لری خطرناکه یی هم بولی او مرسته هم ورسره کوی اول خو خپلی مرستی پر بندی کئ نور مبدیزونه پر ولگوی بیا یی د قطعه کولو فکر وکئ.

  3. الله تعالی د لومړی انګلیسان بیا یی دغه حره مونی بچی پاکستان تباه او برباد کړی چ نوم یی هم پاتی نه شی

  4. په پاکستان د مرستو بندیدل او اقتصادي بندیزونه خپله تجزیه ده نور هیڅ کړني او کوشش ته ضرړرت نشته
    برطانیه پاکستان د موقت وخت لپاره جوړ کړی وو خو تر نن ورځي دوام وکړ
    پاکستان هیڅ هم نه ده یواځي د اوبو په سر ځک ده
    داچي افغانستان لپاره زمری ده
    پاکستان دومره پیاوړی نه ده افغاني جاهلان ورسره دي

  5. په منطقه کی جنګ #یعنی دافغانستان او پاکستان تر منځ نه علان شوی جګړه او په منطقه کی ترخګری او نه امنی په دوه طریقو سره حل کیدی شی (۱؛یاخو به داسی کار کوی دواړه ملکونه اف او پک چه د امو سند نه تر کراچی او هنده پوری د یوه افغان څخه هم دا پوښتنه ونه شی چه ته وروره څوک یی او چرته ځی او د کراچی نه تر امو پوری د یوه پاکستانی نه څوک پوښتنه و نه کړی چه وروره ته چرته ځی.دواړه ملکونه د یوبل خپلواکی ته جدی اخترام وکړی استخبراتی معلومات بی له کوم ځنډه یوبل ته ورسوی او په یو بل باندی باور وکړی اوداسی نوری اقتسادی او بنسټیزی ګټی ا معملی.(۲؛ یا خوبه نړیواله ټولنه دکومو چه په منطقه کی قدرت شته او غواړی چه نوموړی ستونزی حل فسل شی .د پاکستان څخه بلوچستان او پښتونستان بیل او یو دافغانستان دلاس لاندی پوښلی دولت را منځته کړی. او پانجاب چه هندوستان هم ورڅخه کرکه لری.د پاکستان پاتشونی دولت د امریکا او برتنیا د خوځښتونو لپاره جدا کړی. خو د هرڅه باید د هندوستان د غوښتنو او نظریاتو سره سم بشپړ شی.کهنه نو امریکا به خپل ټول خوبونه ورسره د شرمیدلی ناکمی سره امریکا ته یوسی..

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *