د موقتې ادارې له جوړیدو نه را په دې خوا افغان ولس د جمهوری ریاست درې ډیموکراټیک پړاوونه ترسره کړل. که څه هم دریم ځل نویو کسانو دې مسؤلیت ته ملاوې تړلې وې خو په لومړی پړاو کې هیڅ یو نوماند و نشوه کولای چی پنځوس جمع یو رایې خپلې کړي او ټولټاکنې دویم پړاو ته ولاړې.

که څه هم دا ډیموکراټیک بهیر له مختلفو کورنیو او بهرنیو لاسوهنو او خنډونو سره مخ شو، خو بیا هم د نړیوالو په تیر بیا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د دوو مخکښو نوماندانو (ډاکټر محمد اشرف غنی او ډاکټر عبدالله عبدالله) تر منځ د سیاسی هوکړې په پای کې د ملي یووالي حکومت منځ ته راغی.

د ملي یووالی حکومت د جوړیدو په درشل کې اکثره سیاسی مشرانو او شنونکو وړاندوینه کوله چې د ملی یووالی حکومت به ډیر کم عمر ولري. غافل له دې چې داسي یو مشر زمونږ په برخه شوی چې ساری یې د مدیریت او سیاست په برخه کې په افغانستان او سیمه کې نه لیدل کیږي.

که څه هم په پیل کې د دواړو مشرانو ترمینځ څه نا څه اختلافات موجود وو، چې دغه اختلافات تر ډیره د څوکیو د ویش پر سر بلل کیدل او ښاغلۍ ولسمشر په دې وتوانیده چې خپل ملګری ته علمی قناعت ورکړی او اختلافات له منځه یوسی.

خو د دواړو مشرانو هڅه دا وه تر څو د حکومت مټی وساتی او د پلویانو تر اغیزی لاند رانشی، ډاکټر غنی تر ډیره هڅه کوله چې د مدیریت اصولو پلی کولو ته لاره هواره کړی، او لمړی تر هر څه ځان د یو قوی مدیر په توګه چارو ته اوزګار کړی او د پلویانو له انحصاره ځان وژغوری اما برعکس ډاکټر عبدالله تر یو وخته د خپلو پلویانو په انحصار کی پاتی شه.

په پیل کی ډاکټر غنی ته څه نا څه ګرانه وه چې دواړه لوری (خپل پلویان او د ډاکټر عبدالله سره له پلویانو یی) تر غوڅ کنټرول لاندی راولی. خو ده چې کوم علمیت او تجربه د کړکیچ په مدیریت کی درلوده، په ډیره سادګی وتوانیده چې دواړه لوری تر کنټرول لاندی راولی.

فیض محمد ځدراڼ
فیض محمد ځدراڼ

ښاغلۍ ولسمشر غنی په لومړی پړاو کی خپل پلویان په دری ډلو وویشل:

  • متعهد او د لوړو زدکړو تکنوکراتان
  • بانفوذه مشران
  • نا مثمره او څوکی غوښتونکی پلویان

لومړی کټګوری پلویان یی په حساسو موقفونو کی ځای پر ځای کړل او خپل مسؤلیت یی ورباندی وویشه. د امنیتی برخی مسؤلیت یی حنیف اتمر ته، اقتصادی برخی مسؤلیت یی حضرت عمر زاخیلوال ته، بهرنی چاری یی حکمت خلیل کرزی ته او کورنی چاری یی احمد ضیا‌‎ء مسعود ته ور په غاړه کړی.

دویمه کټګوری پلویان یی چې با نفوذه شخصیتونه ول د قدرتمنده مفسدینو او ځورواکو د تضعیف لپاره د دوی مخی ته سپر کړل، د دی با نفوذه اشخاصو شمیره چې د ډاکټر غنی پلوی کوی لس هاوو تنو ته رسیږی چې د جمهوری ریاست لمړی مرستیال، د ملی شورا استازی، سیاسی او قومی مشران پکی شامل دی.

چې د بیلګی په توګه کولای شو د خوست د والی شړل او د مشرانو جرګی د رئیس قضایاوو ته اشاره وکړو.

دریمه کټګوری هغه کسان ول چې په کمپاینونو کی یی د ډاکټر غنی سره هلی ځلی کړی وی، مګر پایله ورته بی نتیجی ثابته شوه او له صحنی څخه وویستل شول.

په دویم پړاو کی یی د ډاکټر عبدالله پر ټیم چاڼیز عملیات پیل کړل، او هغه کسان چې په فساد تورن وه په نښه او له صحنی یی و ایستل.

ښاغلی ډاکټر غنی د سیاسی مفسدو قدرت غوښتونکو په مقابل کی یوه برنامه په لاره واچوله چې له امله یی ډیری مفسد قدرت غوښتونکی پکی را ښکیل شول. دغه برنامه د کابل بانک د دوسیی پرانیستل وه، د کابلبانک دوسیه یوازی د حکومت د پیسو د را ژوندی کول په هدف پیل نشوه، د کابلبانک په قضیه کی څو مهم ټکی نغښتی وه:

لومړی د قضا راویښول، دویم د تیر حکومت فاسدینو ته خبرداری، دریم په تیر حکومت کی د شویو پراخو فسادونو څیړلو ته لاره هوارول چې بیلګه یی د دفاع وزارت د قراردادونو څیړل وه، څلورم مرکزی او محلی اداراتو ته د فساد پر وړاند د حکومت د ارادی شتون او پنځم مقابل لوری (ډاکټر عبدالله) ته د ارادی شتون زرغون څراغ ښکاره کول.

مګر د ځینو احساساتی او لنډ پاره شنونکو له نظره د کابلبانک د قضیی را سپړل د ډاکټر غنی تیروتنه ګڼیل کیږی خو په حقیقت کی د دی قضیی را سپړل د ډاکټر غنی لپاره یو ښه او مناسب فورمول وه چې پری وتوانیده مضره او مفسد عناصر له صحنی وباسی او اهل کسان تری را چڼ او د حکومتی څوکیو لپاره غوره او د لوبی بل پړاو را سر کړی.

کله چې دا برنامه په بریالیتوب سره سر ته ورسیده ډاکټر غنی د حکومت د تشکیل دویم پراو چې د کابینی ټاکل وه پیل کړل، د کابینی په ټاکلو کی یی په خورا ځیرکی او خلاقانه ډول نوماندان غوره کړل.

د ښي اوتخصصی کابینی په جوړولو کی ډاکټر غنی سره د ډاکټر عبدالله هڅه او همکاری د ستایلو وړ ده، ډاکټر عبدالله د خپلو پلویانو بر خلاف د ډاکټر غنی سره دا هوکړه وکړه چې مسلکی او تخصصی کابینه به ټاکی او همداسی شوه.

که څه هم د نوماند وزیرانو په ټاکنه کی څه نا څه اختلافات د دواړمو مشرانو تر منڅ موجود وه مګر د نوماند وزیرانو له اعلان څخه وروسته دا جوته شوه چې دغه اختلافات په ټیمونو کی د بعضی کسانو صلیقوی او شخصی فرمایشات کڼل کیدل، چې دواړو مشرانو په ډیر تدبیر او خلاقیت سره دغه فرمایشات و نه منل.

هغه فرمایشات چې د مجبوریت له مخی منل شوی وه د دواړو مشرانو په لارښوونه د پارلمان لخوا رد شول.

په لومړی لست کی نوماندان په مختلط ډول وړاندیز شول، چې له دی جملی نه خوښ شویو کسانو د مشرانو په لارښوونه د پارلمان څخه د اعتماد رایه واخیسته او فرمایشی نوماندان په مختلفو بهانو د پارلمان لخوا د تائید وړ و نه ګرځیدل.

ځینو احساساتی شنونکو په رسمی او خصوصی مجالسو کی د کابینی ځنډیدل د حکومت کمزورتیا بلله مګر په حقیقت کی دا یوه مسلکی، کره او د اهلو کسانو ګمارنه وه چې باید په ځیرکی تر سره شوی وای.

د ښاغلو ډاکټر صاحبانو د ګډ حکومت دوه مهمی او اساسی دندی چې ډ کابینی غوره کول او ټاکل وه پای ته ورسیده.

د والیانو ټاکل پیل شوی او ځینو ولایتونو ته د والیانو د ټاکلو بهیر هم په رسمی ډول روان دی، خو د والیانو او سفیرانو ټاکل لږ څه ستونزمن په دی ښکاری چې والیان او سفیران په جهادی او با نفوذه مشرانو پوری تړاو لری. خو بیا هم د ډاکټر غنی علمیت او پوهی ته د داسی یوحالت مدیریت کول ستونزمن کار ندی.

د دولت مدیریت

ښاغلۍ کرزی په خپل دیارلس کلن حکومت کی و نه توانیده تر څو د دولت د دریګونو قوو تر منځ لازمه همغږی را منځ ته کړی، په پرله پسی توګه به ملی شورا د کابینی نه شکایت کاوه، وزیرانو به د وکیلانو د ناوړه غوښتنو نه سر ټکاوه، قضا به د دواړو په منځ کی په مزو او چړچو لګیا وه او د عام خلکو آواز یوازی خدای (ج) اوریده او بس. مګر د ملی یووالی حکومت هغه بندونه چې په دریواړو قواوو کی یی خنډ مینځ ته راوړی وو ښه مدیریت کړ او ټولی هغه لاری یی پرانیزلی چې له عمله یی په دریواړو قواوو کی پڅتیا منځ ته راغلی وه، چې د بیلګی په توګه کولای شو د دولتی قراردادونو څیړلو، پارلمان ته د وزیرانو د شيږو میاشتینیو کړنو راپور، د وزیرانو او وکیلانو تر مینځ د شخصی معاملاتو له منځه وړل، قضا‌‎ء ته صلاحیت ورکول اوداسی نورو لاملونو په ګوته کړو.

کورنی سیاست

د کورنی سیاست په برخه کی ښاغلی ولسمشر غنی په اوو میاشتو کی هغه څه وکړل چې د کرزی په دیارلس کلن حکومت کی نه وو شوی.

د لمړی ځل لپاره امنیتی ځواکونو ته جدی پاملرنه او مورال ورکول، د امنیتی سکتورنو منسجم کول، د ټولنیز باور منځته رواړل، د هیواد اقتصادی سکتور پیاوړتیا ته لاره هوارول، په دولتی اداراتو کی د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل، د اداری فساد پر وړاند غوڅه مبارزه او د ارادی شتون، کار اهل کار ته سپارل له هغو کړنو څخه دی چې ښاغلی ولسمشر غنی په اوو میاشتو کی تر سره کړل.

ټولی پریکړی یی په جدیت او قاطعیت سر ته رسوی او د قانون په چوکاټ کی د ملی کټو په نظر کی نیول د ښاغلی ډاکټر غنی له ځانګړو خصوصیاتو څخه شمیرل کیږی.

بهرنی سیاست

د بهرنی سیاست په برخه کی د ولسمشر هلی ځلی د ستایلو وړ دی. په تیرو دیارلسو کلونو کی د افغانستان بهرنی سیاست کوم مشخص تعریف نه درلوده، هر هیواد به نن دوست وه سبا دښمن، متحده ایالات به کله د افغانستان نه بیلیدونکی دوست وه او کله به تر ټولو لوی دښمن، پاکستان به کله ورور وو کله د لستوڼی مار، کله به چې متحده ایالاتو لږ فشار راوړ نو شپه به مو مسکو کی وه او ورځ به مو تهران کی او ښاغلی کرزی به د پیسو له کڅوړو سره بیرته کابل ته راته. د سعودی او چین سره چې د افغانستان په سیاسی او اقتصادی لوبو کی خورا مهم لوبغاړی بلل کیږی هیڅ پیژندګلوی نه وه، چېن ته به سفرونه یا نمایشی ول او یا د سیاحت او تفریح لپاره. مګر د ملی یووالی حکومت د جوړیدو راپدیخوا ښاغلی ولسمشر غنی په څو هغو هیوادونو کی چې د افغانستان د مشکلاتو بیړی پکښی خښه وه تمرکز وکړ او خپلی اصلی او اساسی غوښتنی یی چې وی په عملی بڼه ورسره مطرح کړی.

سعودی ته سفر

ښاغلی ولسمشر غنی دوه ځلی سعودی عربستان ته ولاړ چې دواړه ځله یی عمره تر سره کړه او په بیت الله شریف کی یی دعا وکړه چې لوی الله دی د افغانستان ځوریدلی ولس او خاوره د کورنیو او بهرنیو منافقینو له منګولو خلاص کړی، او وروسته یی د سعودی د مقاماتو سره په لیدو کاتو پیل وکړ او تری و یی غوښتل تر څو د مربی په صفت د پاکستان لاس له افغانستانه لنډ کړی، همدا رنګه یی د سعودی د بهرنیو چارو له چارواکو نه غوښتنه وګړه تر څو سعودی کی میشتو افغانانو ته په قانونی ډول او د افغانستان په پاسپورټ د کار کولو اجازه ورکړی، چې ښاغلی کرزی په خپل دیارلس کلن حکومت کی داسی یو کار نه وو کړی.

د چین سفر

په دویم پړاو کی ښاغلی ولسمشر خپل کاری سفر چین ته پیل کړ، د سیاسی او اقتصادی همکاریو تر څنګ یی د سولی د خبرو اترو لپاره چین نه د غوڅی همکاری غوښتنه وکړه، او په مقابل کی چین هم په اقتصادی برخه کی دوی مهمی وعدی ورسره وکړی، یو دا چې د کنړ پر سیند به د بریښنا یو لوی بند د ۱۴۰۰ میګاواټو په ظرفیت جوړوی او دویم دا چې د تنګی ابریشم لاره به د افغانستان بر مخ پرانیزی تر څو افغانستان په اسانی منځنی آسیا ته لاره پیدا کړی، چې دی دوو تعهدونو د پاکستان په ملا کی ټکونه را وایستل.

او د سولی د خبرو اترو لپاره یی پر پاکستان د فشار اچولو هوډ هم له ډاکټر غنی سره وکړ.

د پاکستان سفر

ښاغلۍ ولسمشر غنی په لوړه کچه د مدیریت پر اصولو پوه او مجرب مدیر دی، مخکی له دی چې د پاکستان سره خبری اتری پیل کړی لمړی یی د پاکستان دوه قوی مربیان چې سعودی او چین وو په خبرو کی را ښکیل کړل او بیا یی د پاکستان سره خبری په عملی توګه پیل کړی، د خبرو د پیل نه تر اوسه پوری د پاکستان او افغانستان تر منځ تر لسو وارو زیاته راشه او درشه وشوه او پاکستان یی د مذاکری میز ته را کش کړ چې پایله یی د وروستی تفاهم نامی مطرح کول وو، کرزی او دده پلویانو د دغی تفاهم نامی لاسلیکول د افغانستان لپاره یوه ننګینه مسئله و بلله، حال دا چې کرزی په دیارلسو کلونو کی د پاکستان سره د داسی یو میکانیزم د جوړلو توانایی پیدا نکړه چې له عمله یی پاکستان د ترهګری پر وړاندی مبارزی ته حاضر شی.

د امریکا سفر

ښاغلۍ ولسمشر غنی د خپل ملګری ډاکټر عبدالله سره متحده ایالاتوته سفر وکړ، او هلته یی د متحده ایالاتو دواړو مجلسونو ته هر اړخیزه وینا وکړه، داسی وینا چې د متحده ایالاتو په تاریخ کی امریکایی سناتورانو ته چا داسی وینا نه وه کړی، د دی وینا متن دومره امریکایی سناتورانو ته په زړه پوری او حیرانوونکی وو چې وروسته له هر بند نه به امریکایی سناتوران په پښو دریدل او د لاسونو پړکهاری به یی ورته کاوه.

د ښاغلی ولسمشر وینا په ډیر عالمانه انداز سره تر سره شوه چې پکی د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست په ډیر وضاحت سره بیان شو او د متحده ایالاتو خلک او حکومت یی د افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره یو ځل بیا ژمن کړ.

حال دا چې ښاغلی کرزی د افغانستان د ولسمشر په توګه په خپل وخت کی امریکایانو ته یو مداری او د دوه مخی سیاست درلودونکی سیاستمدار معرفی شوی وو، او په کراتو په بین المللی میډیا کی د مداری او دوه مخی سیاست درلودونکی سیاستمدار په نوم نومول شوی وو.

لاسته راوړنی

ښاغلی ولسمشر غنی د داسی یو هیواد د ولسمشر په توګه و نومول شو چې هر کال به یی په اداری فساد کی لمړی او دویم مقام خپل کړی وو، د نشه یی توکو مرکز، د قانون د پلی کولو په برخه کی نا توان، د کورنی او بهرنی سیاست نه درلودونکی او د یاغیانو او باغیانو ډګر. مګر بی له شکه چې د نړی دویم مفکر داسی انقلابی برنامی په ککره کی درلودی چې د داسی یوی سیاسی جغرافیا لپاره ټکور دی.

ښاغلی ولسمشر غنی په اوو میاشتو کی په هغو کړنو بر لاسی شو چې ښاغلی کرزی په دیارلسو کلونو کی نه وو توانیدلی.

  • د بهرنی سیاست روښانه کول.
  • د متحده ایلاتو سره د اړیکو بیا جوړول.
  • د پاکستان سره مذاکری میز ته راتلل ( چې کرزی په ۱۳ کلونو کی و نه توانیده).
  • حکومتی اداراتو کی د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل.
  • د مسلکی او تخصصی کابینی ټاکل.
  • د امنیتی سکتور پیاوړتیا او په دی سکتور کی د اصلاحاتو راوستل.
  • امنیتی ارګانونو ته مورال ورکول.
  • ټولنیزی او اقتصادی پراختیا ته لاره هوارول.
  • د قضایی دستګاه پیاوړتیا.
  • د حبیب استالف او د پغمان د پیښی عاملینو ته سزا ورکول.
  • د ستر مافیا رئیس خدایداد اعدامول.
  • د فرخندی د پیښه عاملینو ته سزا ورکول.
  • د فساد پر وړاندی د غوڅی مبارزی پیل.
  • د دولتی قراردادونو څیړل او په قراردادونو کی د شوی پراخ فساد مخه نیول او داسی نور.

د یو سوکاله او پر مخ تللی افغانستان په هیله.

له پاملرنی څخه مو منندوی یم، او دی لیکنی ته د ښاغلی او پیاوړی لیکوال او شاعر ښاغلی سلیمان لایق په یوه بیت د پای ټکی ږدم.

پاتی مو لا مخی ته درانه درانه مزلونه دی

غرونه دی، کوهی دی، بی حسابه کړنګونه دی

8 thoughts on “د ملی یووالی حکومت ته لنډه کتنه/ فیض محمد ځدراڼ”
  1. ځدراڼ صاحب ښو ټکیو ته مو اشاره کړی ده خو ، په دری لاری کی هم اشرف غنی او هم تاسو لاره غلته کړی ده په کوم کی چی د اشرف غنی طرفدران په دریو بخو ویشل شویدی.. اشرف غنی باید برعکس کار کړی وای.پدی معنی چی پاک خلک یی باید د ځان سره نیولی وای او ناپاک یی له ځانه لری کړی وای، خو هغه پاک په ولس او هیواد مین افراد او اشخاص له ځانه لری کړی ناپاکو ته یی ځای ورکړ.
    په حارجی سیاست کی یی د پاکستان پر وړاندی پر پاکستان د اړتیا ډیر اعتبار وکړی باید دومره یی نه وای کړی.پاکستان ته یی سر په سر امتیازات ورکړل پداسی حال کی چی پاکستان تر اوسه هیڅ هم ندی کړی.
    تر ټولو لا بدتره یی بیا د آی اس آی سره د افغان استخبراتو تفهم لیک لاسلیک کول وو که چیرته آی اس آی دغه خبره نه وای افشا کړی او په مقابل کی یی افغانان نه وای راپورته شوی وی
    د کابل بانک دوسیه هسی په نوم فیصله شوه زاخیلوال چی په همدغه دوسیه کی شریک بلل کیږی اقتصادی مشاور دی څوک هم ورته څه نه شی ویلای چی دا بیا نور زورور لکه د کرزی او فهیم وروڼو ته یو چانس په لاس ورکول دی چی حساب ورسره وشی.
    اخر یی دا چی وروسته له ۷ میاشتو د کابینی جوړیدل تر اوسه د اکثرآ ولایاتو والیان سرپرستی ته خوش باوری ښودل خو ماته لږه د انصاب لری خبره معلومیږی.
    دا ده یو څو ورځی وروسته د ولسی جرګی د کار موده پای ته رسیږی نو که وخت یی تمدید کیږی بی قانونی ده او که وخت یی نه تمدیدیږی خو دولت د نیمګړی دی.
    که ولسمشر اشرف غنی په رښتیا عواړی چی خدمت وکړی نو د افغانستان اساسی قانون د پلی کړی ، ګنی پدی پت پټونکی خو خدای خبر چی دا وړۍ به شړۍ کیږی.

  2. ګران جدران صاېب مننه کوم له ستاسو او تاند پاڼې څخه چې دېر په زړه پورې معلومات مو زمونږ سره شرېک کرل. زه ستاسو ټولې خبرې تاېده ووم. او سر بېره پر دې داکترغنې چې کوم ټوفکسلاران په کور کنېوال زما زړه الا بلا ېخ شه. داهغه تول باېد د خداېداد په شاند محکه شې ځکه چې هم ېې د افغان بچې په واژنه او بل د وطن ورانوالو کې ېې د زړه د خلاصه برخه اخېستې د افغان غرور دوۍ او کمېنستانو د خورو سره خورې کړو. نوی ځوان نسل لکه ځان او ستاسو باېد دتېر څلوېشت کاله څخه په پرامانه توګه استفاده وکړو تر څو وکړاۍ شو خپل راتلوونکې نسل ته ېو د صلح ‌‌‌‌‌‌ډاک او خوشحال افغانسان ‌‌‌‌‌‌برته را ژونداۍ کړو. د زرغون افغانستان په هېله. خړ پړ ځدران له سوېدان څخه

    1. مننه خړ پړ ځدران وروره،
      دا زمونږه ایمانی او وجدانی دنده ده چی ښه ته ښه ووایو او بد ته بد.
      کوم څه چی ولسمشر غنی هیواد او پښتنو ته کړی او کوی یی، راتلونکی تاریخ به یی په زرینو پاڼو کی شاهد وی.

  3. وقتی غنی رادر شمال مردم بیچاره خواهد پذیرفت که در مورد تغیرامپراتور شمال و والی ولایت بلخ تصمیم خو اهد گرفت

    1. برادر محترم پرویز جان،

      تضعیف قوت بشکل تدریجی صورت میګیرد، منتظر حاکم شدن قانون باشید، تا قانون زورمندان را بشکند.

  4. سلام
    د لیکنې او غوړه مالۍ څخه دې ډیره مننه. په ډیر تآسف سره باید ووایم چې هیڅ حقیقت دې په پام کې نه دی نیولی – تاسې لیکونکی د یوه پاک او ریښتني افغان په توګه حقایق خلکو ته بیان کړه نه دا چې د یوې څوکۍ او روپیو په خاطر غلطې لیکنې وکړې. ته محترم یو څل د ښار کوڅو، کلیو، ناشتنمو کسانو ته پام وکړه چې خلک ورڅ تر بلې د اقتصا دي ستنوزو سره مخامخ کیږي خو تا په څیر محترمین د خیر په غوندۍ ناست لکه د ع او غ غلطو او پوچو وعدو ورکولو سره خلک غولوی. خدای مو په خپل غضب ګرفتار کړه تر څو دا مظلوم ملت ژوند ته پریښودل شي

  5. خیر خواه وروره سلام،
    څوکی او قدرت انسان ته خپله وړتیا او علمیت ورکوی ورکوی، نه چاپړوسی او غوړه ماری، هغه هم د غنی غوندی یو مدیر په اداره کی. که کرزی دی ښودلی وای بیا به ما هم درسره منلی وای مګر نه اوس.
    د ولسمشر دریځ له پیله دا دی چی غوړه مارانو نه ځان وساتی.
    را به شو جوړیدو ته:
    ګړان خیرخواه صاحب! په دریمه نړی هیوادونو کی د یوی جغرافیی د جوړولو نه مخکی باید اذهان جوړ شی، هغه هم په دیکتاتورانه سیاست چی له نیکه مرغه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر غنی دا وړتیا لری، تاسو په لږ وخت کی ‌‌‌‌‌‌ډیره تمه مکوی، لمړی خپله مفکوره د منفی ګرا حالت نه مثبت حالت ته راوله او د حقیقت د کړکی نه ورته وګوره، بیا به پخپله ورباندی پوه شی.
    او دا چی فقر زیات دی د دی د کمولو لپاره اوږدمهاله برنامو ته ضرورت لرو.

  6. محترم ځدراڼ صیب شه نوشته او شه تحلیل مو کړی دی تاسو د غنی هوشیاری او سیست پوهنه ته اشاری کړی د هغه لاسته راوړنی مو تشریح کړی خو کاشکی مو لیږ د هغه په مقابل کی د شته ستونزو او هغه کسانو په هکله چی ستونزی جوړوي هم اشاره کړی وای . په هر حال غنی دوره یو د ګذار دوره چی د تکنوکراتانو او بنیاد ګرایانو تر منځ یی بدی دوره کی د د خلکو ته د خدمت کونکو او د شخصی ګټو ساتونکو تر منځ زور اخستی ده . نوځکه دغنی دا دور ریاست جمهوری دوره د ستنزو ډکه دوره ده دا زموږ ټولو ولسپال او ملتپال خلکو ځوانانو او روڼاندو دنده او اخلاقی مکلفیت دی چی دغنی
    ملا وتړی او د هغه د پلانو د تحقق د لاری ملګری شیی .ه

ځواب ورکول Faiz Mohammad Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *