کله چې د ماري کورنۍ پېښور ته مهاجره شوه، نو د کور د لګښتونو دروازې يې هم بندې شوې، د ماري پلار په آغا صاحب مشهور و.

د درنې کورنۍ دروند آغا صاحب په کابل کې يوازې په خپلې لور ماري تر لسم ټولګي پورې تعليم وکړ. آغا صاحب به ويل: لور، خور که دې د جنت فرښته هم شي، خو که تر دروازې ووتله باور مه پرې کوه.

د پېښور په غريب آباد کې آغا صاحب يو وړوکى کور په کرايه ونيو او د تاويزونو په دندې پورې يې د کور د لګښتونو او د اولادونو د خرڅونو مدرکونه وتړل. خو د آغا صاحب د تاويزونو ګټه دومره بې سيکه وه، چې يو درد يې هم نه شو دوا کولاى. بالاخره مجبور شو، چې ماري ته په اين، جي، او کې وظيفه پيدا کړي.

ماري بلا ښيسته وه، زېړې بادامي سترګې، خرمايي وېښتان، چې سور او تور رنګ په کې غاړه غړى شوى وو، د سينې کوبۍ يې دومره جذابې وې، چې شيطان خو لا پرېږده د جومات د شپېته کلن زاهد د اېمان تانګونه يې ورشلول.

کله چې ماري د لومړي ځل لپاره په اين، جي، او کې د کار لپاره انټرويو ته حاضره شوه، نو د حسن پرست لخوا ومنل شوه. تر پنځلسو ورځو تېرېدو وروسته د اين، جي، او مشر تبديل شو او پر ماري د يوه بل ځوان د عشق او مينې نظر پرېووت.

ماري چې به کله هم د غريب آباد د لويې هديرې له لارې په تاکال کې د بس تم ځاى ته تلله، نو قبرونو ته به متوجه وه. هغې به هر قبر ته کتل او يا به يې د دغو قبرونو کتيبې لوستلې، چې څوک به په ځوانى کې مړ و، نو ويش او آخ به يې ويل.

ماري څو ځله مور ته ويلي و، چې له دې هديرې مې بد کېږي، چېرې بل ځاى کور کرايه کړه، خو مور يې د غريبۍ او بېوسۍ حال ورته بيان کړى و. ماري چې به کله هم له تنګو کوڅو څخه د هديرې په لور تلله، نو د هديرې څنګ ته به يې د سپو غپ غپ  اورېدو، ژوند به ورته ډېر بدرنګه ښکارېده.

يوه ورځ د غريب آباد د هديرې يوه خروړي سپي پرې ورمنډه کړه د ماري زړه له ځايه وښورېد او په منډه په کوڅه ننوته. په کوڅه کې د جومات له مولوي صاحب سره ټکر شوه. ماري چې سر راپورته کړ، نو مخامخ ملا صاحب ورته ولاړ و.

د ترېدلې او ډارېدلې هوسۍ په څېر يې ملا صاحب ته وکتل او بښنه يې ترې وغوښته، ملا کاکا ډېر وبښه دا سپى راته غاپي ډاروي مې.

کله چې د ماري رېږدېدلې خبرې خلاصې شوې، نو ملا صاحب په خورا متينه او مهربانه لهجه ورته وويل: بس، لور جانې ته مه وېرېږه دا کوڅه ډب سپي دي هسې غپېږي، خو چاته زيان نه رسوي. زه به تاته يوه و‌ظيفه درکړم، هغه دا چې کله هم پردې لاره تېرېږې دوه ځله ايت الکرسي وايه، اته ځله قل هوالله وايه اوبيا يې پر خپل ټټر چوف کوه.

ملا صاحب د خپلو لاسو د نريو ګوټو سرونه د اشارې په دود د ماري قيامت لړزونکي ټټر ته ورنږدې کړل او بيا يې د ماري سترګو ته وکتل، د ماري په سترګو کې د شرقي حيا يوه حيرانوونکي تصوير خپل ځاى جوړ کړى و. ملا صاحب سمدلاسه د خبرو لورى پر بله خوا واړاوه او له ماري څخه يې د کور حال اواحوال وپوښته، ښه په کور کې مو خير دى؟ آغا صاحب ښه دى؟ مور دې ښه ده؟

ماري ورته وويل: نو خو بيخي خير او خيريت دى، خو مور مې رنځوره ده، ناجوړه ده دوا اثر نه پرې کوي، ملا صاحب په ډېره مهربانه لهجه تسل ورکړ او ورته وې ويل: زه به يې د روغتيا لپاره دوعاګانې وکړم خداى به يې روغه کړي اوس ورځه خپل کور ته. ماري د غريب آباد د تنګو کوڅو پېچلې لاره په مخه واخيسته او خپل کور ته ولاړه. د ماري د کور چاپيريال د نورو کابليانو په پرتله ډېر سخت و.

پلار يې يو زوړ توهم پرست روحاني و، چې ځان ته يې سيد وايه او تخلص يې هم پر ځان قريشي اېښى و. د ماري د کورنۍ ټول چاپيريال د ښاري آزاديو له رڼاګانو بې برخې و. مور يې هم د ستر او پردې پابنده ښځه وه او مشرانې خويندې يې هم په مذهبي متعصبو کورنيو واده شوې وې.

آغا صاحب به د کور پر ستره دروازه باندې د خړ ټاټ پلنه پرده راځړوله او د مېلمنو لپاره يې د کور هغه کوټه ځانګړې کوله، چې بهر ته يې دروازه درلوده.

ماري چې د لومړي ځل لپاره د اين، جي، او دفتر ته ولاړه، نو ځان يې په تور ټکري کې داسې ټينګ نغاړلى و، لکه د نظرمات تاويز چې د پدل د نه ماتېدو په جامه کې پوښل شوى وي.

خو د درو مياشتو وروسته يې سترګې وسپخېدلې، که څه هم د کور له خوا له وظيفې پرته يې پر بهر وتلو باندې لا ټينګ بنديزونه پر ځاى پاتې وو. خو مور او پلار يې پر احساساتو او انګېرنو باندې د بنديزونو کلاګانې نه شواى را ګرزولاى. آخر ماري هم يو انسان و.

د انسان په څېر يې طبعي غوښتنې او غريزې درلودې. د آغا صاحب د کلکو مذهبي اعتقاداتو په وجه مهاجرو کورنيو ماري ته هم په درنه سترګه کتل او هغه يې يوه عفيفه او پاک لمنه پېغله ګڼله، خو ماري يو انسان و او د انسان په څېر عواطف يې درلودل. د خالد په نوم له يوه ځلمي سره چې په دفتر کې يې کار کاوه ګوتې خوږې شوې، تر څو ورځو ليدنو کتنو وروسته يوه ورځ خالد بلنه ورکړه، ماښام به راسره وګورې؟

نه بابا، زه له هغو نجونو نه يم توبه توبه. خو ګوره زه دې نه پرېږدم، نو ته څه کوې؟ زه غواړم ستا روح په خپل روح کې ګډ کړم. ته دا ښاري خبرې پرېږده، ته پوهېږې چې زه د څه ډول خاندان نجلۍ يم؟ خالد په قهر ورته وويل: زه په هېڅ نه پوهېږم د وروستي ځل لپاره درته وايم، خو ماري ورو، ورته وويل، کښينه دا هوټل دى لږ دې موډ سم کړه. خو خالد ورته وويل: څنګه به مې موډ سم شي، چې ستا دا نخرې وي، نو …

کله چې خالد کيناست، نو ماري خپلې نرۍ ګوتې د خالد د ښي لاس پر خپړه کېښودې او خالد ورته وويل: ماښام به سره ګورو، نو چېرته؟ خالد سترګه ووهله هماغلته.

ماري غوږو ته لاسونه يووړل او سوکه يې وويل: توبه توبه هغه ځاى نو د ليدلو ځاى دى. خو خالد ژر په رېږديدلې ژبه، چې د شهوت لړزونکې زلزلې له عادي لهجې څخه اېستلى و ځواب ورکړ: نو بل ځاى خو نشته نخرې مه کوه؟ هماغلته وېرېږم قبرونه دي او د جومات د مينار خوا ده زه وېرېږم. خالد ورته وويل: د ظالم لورې، چې زه درسره يم هم ويرېږې؟ خالد ور نږدې شو او د لومړي ځل لپاره يې د ماري شونډو ته د يوه نارينه د ګرمې وينې حرارت لړزونکې څپه ور ولېږدوله او د ماري د وجود په ټولو رګونو کې د شهوت د اور سيند په بهيدو شو. ماري هم ولړزېدله.

نو خالد جانه کوم جنجال خو به نه پېښېږي ته خو پوهېږې، چې زموږ کورنۍ څومره درنه کورنۍ ده او خالد ورته وويل: پر قرآن مې لاس درسره اېښى ده، چې واده درسره کوم، نو په دې کې د جنجال څه خبره ده. او ماري په معصومو سترګو د خالد خواته وکتل. ته رښتيا وايې خالده؟ – زه رښتيا وايم په تا سوګند کوم ستا په ښکلا سوګند کوم.

ګوره ما ستا په خاطر څومره شپې وېښې تېرې کړې او ستا لپاره مې د اوسپنو څومره نينې وچېچلې، خو ايله همدا اوس تا په زړه کې زما مينې ځاى ونيو.

خالد يو ځل بيا د ماري پر سرو باړخوګانو د مچکې مهر ولګاوه او ماري خپلې بادامي سترګې د مځکې پر مخ وېړ شوي فرش ته ورکوزې کړې او بيا يې په معصومانه لهجه وويل: ښه خالد جانه.

د رخصتېدو په وخت کې يو ځل بيا خالد ورته وويل: ماښام به ضرور هلته سره وګورو. ماري د رضايت په دود مسکا ورته وکړه او رخصت شوه.

د کور پر سخت چاپيريال برسېره چې ماري يې د شرم او حيا يوه ټوټه ګرزولې وه، د هغې قدمونه ولړزېدل او د ځوانۍ د اورونو لمبو ژبې ور څخه پورته کړې.

خالد له ماري سره په دفتر کې کار کاوه او يو ښاري ښايسته ځوان و. د جسمي ښکلا ترڅنګ يې د ژبې ښکلا هم درلوده. ماري د لومړي ځل لپاره د نارينه يوه داسې څېره وليده، چې د ښځې تعريف کوي، مينه ورسره کوي، ناز او نخره يې اخلي. د شپې په تکه توره تياره کې، چې خاموشې فضا به د ځوانو زړونو د شهوت پر بې مهاره احساساتو د اخفا پرده غوړوله ماري به په خاموشه قدمونو د کور د مېلمنو د کوټې له دروازې څخه وتله او د قبرونو له تنګو لارو به د مينار خواته چې يوه ګوښه ځاى و، د خالد غېږې ته ورلوېدله او ورو، ورو له خالد سره ملګرې شوه. خالد هغې ته د نارينه د لذت مزه ور وڅکله. ماري له خالد سره په پټو ملاقاتونو کې د درد او لذت يوه داسې دُنياګۍ موندلې وه، چې هره خوا يې رڼه او روښانه وه، په هره ګوښه کې يې د نور سيند بهيدلو او په هره زاويه کې يې د ځوانۍ د لذتونو ناپايه بحر په څپو و.

اوس نو ماري هغه پخوانۍ ماري نه وه، د کور د څلورو دېوالونو په مېنځ کې د عفت ځلېدونکې ملغلره يې د هديرې په يوه ګوښه کې بايللې وه.

***

د ملا عبدالحق اخند روابط او اړيکي د ماري له پلار آغا صاحب سره له همدې امله ښې وې، چې دوى دواړو د ستر او پردې په هکله ورته نظرونه درلودل او په همدې هلکه به يې اوږده وعظونه، نصيحتونه او تقريرونه کول. بازاري ښځو ته به يې د سپيمو خطاب کاوه او ويل به يې، چې د آخرت په ورځ به يې د جنت حورې په ګټو پسې د خسو او خاشاکو په څېر وسوځي.

د ملا عبدالحق اخند د ازدواجي ژوندانه پوره ٢١ کاله تېر شوي وو. له ٢١ کالو وروسته د ملا عبدالحق اخند مېرمن له ملا څخه جلا شوې وه او د پلار پر کور ناسته وه. د ژوندانه په ٢١ کاله ملګرتوب کې لا هم د ملا صاحب د ميرمنې او ملا صاحب ترمېنځ د ذهني هماهنګۍ سلطه نه وه هواره شوې. د ملا صاحب ميرمن د خپل خاوند د تنګ نظر له تنګو زاويو سره په زړه چاودون اخته وه، شپه او ورځ يې د کونډتون دوعاګانې کولې. بالاخره هغه خوارکۍ په تېر عمر کې د پلار پر کور کښېناسته.

ملا صاحب زيات کوشش وکړ، چې خپله ميرمن خوشحاله کړي، خو داسې ونه شول. د ميرمن د جدايۍ په وجه ملاعبدالحق له يوه روحي او جنسي کشمکش سره لاس او ګرېوان و. د جمعې په ورځ به ملا صاحب د خپلو موعظو په ترڅ کې هغو ښځو ته دوزخ د يوه حتمي سرنوشت په توګه تبليغاوه، چې د ميړه فرمان څخه سرغړونه کوي. ملا صاحب به په جومات کې ميړونو ته نصيحت کاوه، چې ښځې تر خپل کنترول لاندې داسې ټينګې وساتي، چې لکۍ هم ونه شي ښورولاى. همدارنګه ملا صاحب به ويل ښځې بزرګ نه لري، پير نه لري او چې يو ځل يې له ميړه څخه سر واخيست، نو بيا خو هغه کانې کوي، چې نه په کتابونو کې راغلېدي او نه په رواياتوکې، ملا صاحب به کله کله د خپل وعظ په ترڅ کې د فارسي دا مقولې په مترنم او سندريز آواز سره زمزمه کولې:

لعنت باشد بر زنان

ګر چه باشد نيک زنان

خو يوه ورځ چې د ملا صاحب ذهن په يوه ناورين لړلي کشمکش کې را ګير و، نو هاغلته دا اين، جي، او په دفتر کې خالد يو ځل بيا غوښتل چې د ملا صاحب د جومات په ګاونډۍ هديره کې د ماري له ژونديو غوښو سره د شهوت د لوبې انتظام او اهتمام وکړي.؛

***

 ماري جانې زه خو تبديل شوم، هو زه خبره يم، خو د څومره مودې لپاره؟ کال دوه کاله خو به تېر شي، آخ دا څه وايې؟ څه وکړم، نو دا خو د پاس حکم دى.

ما خو ويل، چې ته به د دوو درو مياشتو لپاره مسافر کېږې. ماري لږ څه مايوسه شوه، خو خالد ورته وويل: ته مه ډارېږه ما خپلې مور ته وويل، چې ستاسو کورته در شي او ستا شيريني ستا له مور او پلار څخه وغواړي.

خالد موسکى شو او د ماري باړخوګانو ته يې ګوتې وروړې او بيا يې د مچکې په دود خپلې ګوتې ښکل کړې. خو خالد ژر شا او خوا وکتل، چې څوک يې ونه ويني او بيا يې د ماري پر شونډو باندې خپلې شونډې کېښودې، د شونډو تر زبېښلو وروسته يې ورته وويل: ستا په ښکلا مې دې قسم وي، چې مور او پلار مې دواړه راضي کړي دي، چې تا و ماته وغواړي او ماري ورته وويل: نو ته رښتيا وايې؟ خالد ورته وويل،هو سل په سلو کې. او نن د شپې به هماغلته سره ګورو. او ماري بيا ورته وويل، نو چېرته به وګورو؟

خالد سترګه ورته ووهله، هماغلته به سره وګورو.

او ماري د ناز په ژبه ورته وويل، يو خو زه ستا له هماغلته هماغلته څخه ستړې شوې يم. خو خالد ورته وويل: نو چېرته ولاړ شو، د خداى په دې پراخه ځمکه کې داسې ځاى هم نشته، چې زما او ستا د پټې مينې لپاره پرده شي.

ماري په خپلو نازکو لېڅو باندې بنګړي سره وشرنګول او لاس يې پېکي ته ور پورته کړ او ويې ويل: کله چې په هديره کې د شپې درځم، نو وېرېږم له قبرونو شرم دى، وايي، چې نيک مرده ګان د ژونديو ټول فعلونه ويني.

خالد ورته وويل: ساده نجلۍ دا د ملايانو خبرې دي، چې مړ شو هغه پړ شو.

خالد بيا د ماري بڼګړي مچو کړل. خالد د ماري په سترګو کې سترګې ښخې کړې او د هغې لاس يې ټينګ ونيوه.

ګوره ماري، ستا لاس چې زما په لاس کې دى دا د اورونو پر سکروټو هم مزل کولاى شم.

ته مه ويرېږه، په مينه کې ډار او وهم انسان نامراده کوي. خالد د ماري را ځوړند پيکي ته ګوتې ور اوږدې کړې او د هغې روڼ تندى يې د پستو ويښتانو په پورته کولو سره ښکل کړ.

ماري نوره هم د خالد د مينې په کره کې ويلې شوه اوورته ويې ويل، ښه ده، چې نه درېږې نو تېر ماخستن به درشم.

ماري چې ماښام بسترې ته ولاړه، نو لکه د وچې مځکې کب لټ پر لټ اوښته او خوب نه ورتلو. خپل بنګړي يې ورو، ورو له لاسونو وښکل، چې د شپې له کوره د وتلو په وخت کې ونه شرنګېږي.

ماري ځان ته نازک نازک پاينزيبونه هم جوړ کړي وو، چې ويې کښل.

د شپې تياره، چې نوره هم توره شوه، نو ماري ورو له خپلې بسترې را پاڅېده، په آرامو او خاموشو قدمونو د مېلمنو هغې کوټې ته ورغله، چې دروازه يې د غريب آباد د لويې هديرې خواته خلاصه شوې وه. پېښوريان داسې کوټو ته بېټک وايي، کله چې هغه له کوټې را ووته، نو د جومات لوى منار ته يې پام شو. د دغه منار خواته يو ګوښه ځاى و، چې څلور پاخه قبرونه په کې جوړ شوي وو.  د قبرونو پاى ته د صوفې غوندې يو ځاى ګوټى و، ماري د همدغه ځاى ګوټي په لوري ور روانه وه، چې خالد يې تر سترګو شو.

خالد د لاسي څراغ په اشاره خپل موقعيت ور وښود. کله چې د خالد ځاى ته ور ورسېده، نو هغه غېږ پرې چاپيره کړه. ماري د خالد په غېږ کې يوه ګرمه او اوږده ساه واېستله او دواړه د مخصوص ځاى خواته روان شول. پر خصوصي ځاى ګوټي باندې خالد خپل څادر هوار کړ، ماري يې پر خپل ځنګانه کېنوله او ورسره مشغول شو.

د مينې د راز او نياز دُنياګۍ يې سره را وسپړله، لږ تر لږ خبرو وروسته خالد د ماري د وجود له مخصوصو اعضاو سره لوبه پيل کړه. خالد ورو، ورو د ماري مرمرين وجود د جامو له قيد څخه خلاص کړ او بيا يې خپلې جامې و اېستلې.

د منار خواته دوه ځوان زړونه د شهوت د توپاني سمندر پرمخ د کوبيو په څېر سره اوښتل. خو تر لږ ساعت تېرېدو وروسته ماري او خالد دواړه د قدمونو ښکالو ته متوجه شول، خالد چې د ماري پر وجود باندې غوړېدلى و، د پخو قبرونو تر څنګ يې ملا عبدالحق اخند وليد، دواړه لوڅ پوڅ د ملا عبدالحق په وړاندې پراته وو.

خالد نه پوهېدو، چې څه وکړي، خو بالاخره راپورته شو او لوڅ پوڅ د ملا عبدالحق په وړاندې  ودرېد. ملا صاحب وه مې بښه زما د پلار لا بيا توبه ده، زما د نيکه لا بيا توبه ده.

خالد ژر پر خپلو اېستلو جامو حمله وکړه، د جامو پنډوکى يې پر سر ونيو او منډه يې کړه، شاته يې نه دي کتلي او تر ډېره ځايه يې منډه کړه، بيا يې خپلې جامې واغوستلې او پر خپله مخه ولاړ.

خو ماري لا لوڅه پوڅه د ملا عبدالحق په وړاندې پرته وه، لکه ترېدلې هوسۍ نه پوهېده، چې څه وکړي، جامې يې هم لږ څه ورڅخه ليرې وې.

ماري د ډار او شرم په يوه عجيب حالت کې راګيره وه. ماري فکر کاوه، چې اوس به ملا عبدالحق خپل څادر زما پر لوڅ وجود واچوي يا به مې جامې راکړي او د جامو اغوستلو به راته ووايي. خو ملا عبدالحق ژر د خپل پرتوګاښ غوټه خلاصه کړه او پرتوګ يې پر يوه پاخه قبر غورځار کړ. ماري چې تر اوسه له شرمه په خولو کې ډوبه وه ډار هم راګيره کړه. او بيا نو د ماري د مرمرين او لوڅ وجود په وړاندې د ملا عبدالحق اخند د تقوى او پرهېزګارۍ لوړ منار رانسکور شو او مولوي صاحب لکه د وږي لېوه په څېر پر ماري ور پرېوت.

ماري په ژړانده لهجه ملا صاحب ته وويل، زه خو دې د لور پر ځاى يم، خو ملا صاحب د ماري پر وجود داسې حاوي شو، چې هغه يې کوم مقاومت ته هم پرې نه ښوده.

ملا عبدالحق د مياشتو مياشتو د شهوت تنده ماته کړه او بيا يې په خپلو غښتلو خپړو د ماري ستونى ټينګ کړ، د ماري نازک زړه د تل لپاره ودرېد.

سهار د ښار يوازينۍ پښتو ورځپاڼې يو خبر خپور کړ، په خبر کې راغلي وو: د يوه افغان قريش خاندان اتلس کلنه پېغله له جنسي تجاوز څخه وروسته وژل شوې ده.

د ټاون تاڼې پوليسود وژل شوې نجلۍ لاش له پوست مارتم څخه وروسته د هغې کورنۍ ته سپارلى دى.

8 thoughts on “د منار خواته (لنډه کیسه) عصمت قانع”
  1. Actually it is translation, with little changes, of a short story written by Saadat Hassan Manto in Urdu. So it should be mentioned and the name of Mr Qanay should be written as translator. Thanx

  2. Superb one Qani sab, you have displayed the actual life of the afghan residence in Town or where those Qabristan were located, this was a time when i was young and when ever i was passing that area going to the english course i was going out of controle watching those sweet girls walking around in twon thanks and cheeers

  3. د دغه خلکو ساده ګي هلته تر دې حده وه – چي زه درویش لا پکښي پیر ومه تر ډیره پوري (څه تخنوونکې کیسه دي راته وکړه قانع صاحب)

  4. I do not know what is this writing about… Is it worth it even to read it or to prolong it by adding these useless sentences to the article. What is the point? Spirituality, Mullahoods, NGOs, SEX or sexology?

  5. .
    .
    قانع صیب ورک یی کړه داسی دمینی قیصی نوری پریږده نوری لیکنی وکړه،اوکه چیرته داسی قیصی لیکی نو ډیره ژوره اوعمیقه تشریح پکی مکوه، ځکه داانترنیت دی ټوله دنیا یی ګوری، اوبل داچه قیسم قیسم مخلوق دی په داسی لیکونو خلک ډول ډول قظاوتونه کوی، په خپله هوښیار سړی یی ماته ډیر زیات ګران یی بس همدومره می زده وه چه درومی لیکل.

    ستاسی یوډیر نیژدی دوست

    خیالی ګل میرزا

ځواب ورکول shahpesandomar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *