د وزیرستان یو کلیوال زلمی د خپلې سیمې د یوه ځوان په ناترسه مرګ راوپارېده دخپل قام پر زولانه ټپي وجود ېې زړه وژوبلېده کوکې ېې له خولې ووتې دپاڅون نغاره ېې ووهله له درېوسرونو یې لښکر جوړ کړ د ظلم او دهشت خلاف غږ ېې تر هغو دروازو په انګازو کړ چې له ویرې ترې چې دخپل غم ساندې لا نه شوې ویلی په اسلام اباد کې  یې پرلت وواهه او دپښتون ژغورنې غورځنګ کرښې یې جوړې کړې.

منظور مسید چې وپوهېد له خیله قام ته خبره لویه شوه د سوات، باجوړ، ژوب او نورو کړاو ځپلو سیمو ځوانان یې په غږ پاڅیدلي له مسیدۍ تیر او پښتتونولۍ ته ېې ملا وتړله ‌، لر او بر یو افغان یې د خپل ټوټه ملت دکوشیر شعار د بابا له کتابه راژوندی کړ او پسې نوره ېې هم ملا وتړله.

په وروستۍ ورځ د ده احساسات او لیونۍ پښتنه مینه هله څرګنده شوه چې ملاتړو ېې ده ته د ویاړ پګړۍ په سروله او دی ورته ناجوړ ولاړ و او نه یې غوښتل نمایشي ګام واخلي  ‌ویل ېې ویاړ بری دی چې ورته لا لار شته خو پيل کې به یې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او هو‌‌‌‌‌‌ډ په پار په سر کړي.

د منظور پښتین په سر سره  کلیواله په لاس جوړه خولۍ،  ده غه د خاکسارۍ نښه وه هغه په یوه مرکه کې وايي ګلکار شوی څادر او ټوپۍ ېې خوښيږي او دا ېې د یوه بې وزله مزدور ځوان له سره د دوعا لپاره اخستې وه .

منظور سفرونه وکړه بې خوبۍ یې ولیدې کله په ریکشا او کله په زاړه بس کې سورلي خو موخې ېې وپاللې.

خبره یې له جوماتونو او حجرو پیل کړه ، تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډار ماتونکی منطق ېې دا و چې ویل ېې خلک د واکمنیو او نظامونو د پایښت لپاره په خپل مرګ غلي پاتې کیږي عجیبه ده زه  دې مرم لوټ دې شم بې عزته دې شم خو پوځ او حکومت پسې څه مه وایه ، موږ ژوند غواړو د هر وژل شوي پښتون لپاره حساب که په هر نوم وژل شوی نور به د چا د پوځ او ریاست (دولت) خاطر د مرګ او بې عزتۍ په بیه نه کوو.

منظور هرځای دومره مودب غږیږي چې غلیم ته ېې هم دڅه ویلو موقع نه ده پریښې ، د عایشې ګلالۍ په نوم پوځ پلوې میرمن پرې د جاسوسۍ تورنه پورې کړل ستغې ېې ورته وویلې خو منظور دیوه با وقاره شخصیت په کرکټر کې یوازې د زغم خندا ورته وکړه.

هر کله چې پخوا د ملت او قام پالنې خبره شوې د مبارزې په نوم بیا ځینې نورې تندلارۍ شوي کله کله خو مذهبي اړخونه ژوبل شوي منظور جوماتونو ته ورغی د پيښور اکوړه خټک مدرسې ته لاړ هلته چې د افراطيت بنسټ پالل کیږي، ملایان یې حیران کړل له هغوی سره هیڅ داسې ځواب نه و چې دده په صورت اوسیرت پرې نیوکه وکړي له همدې کبله د پاکستاني پوځ په ملاتړ پورته شوې مذهبې ‌‌‌‌‌‌ډلګۍ خورا کم رنګه او پيکه وبرېښدې او ولسي رټل ېې ولیده.

د هغه همدا اخلاق د بري راز دی چې تر دې وخته ېې  ګڼ زړونه ګټلي خو ورسره ځینو ځوانانو لر او بر دهغه خولۍ یاټوپۍ په سر کړه دخپلې سیمې سیاست سوداګرۍ او هرې سیالۍ حریفان ېې د پرلت په عنوان وغندل مذهبي ارزښتونو خیلونو او څيرو ته یې ښکنځل وکړه یوه جومات ته هم لاړ نه چې ملا دقام همږی کړي،  د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ په کرښه د شوو ظلمونو کیسې مستندې کړي ، دښارونو ځانمرګي او چاودنې او په کلیو ړندې بمبارۍ یوشان وغندي او د هیلمندیو میندو د زړه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ شي.

One thought on “د منظور زغم او تواضع | سیدعبدالله نظامي ”
  1. هوښيار خلک هوښيار ګامونه اخلي او منظور پښتين يې يوه غوره نمونه ده.

ځواب ورکول عبدالحق سلامزوی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *