تاند (دوشنبه، د دلوې ۷) مشهور پښتون سیاستوال او د بشري حقونو مدافع افرسایاب خټک د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د مشر منظور پښتین نیونه د پښتنو او په ځانګړي ډول د وزیرستان د خلکو پر ضد د استعماري دورې په شان د حکومت ځپونکې پالیسي وبلله.

منظور پښتین تېره شپه د پېښور په تاکال کې ونیول شو.

د ده د نیولو پخلی د پاکستان د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې نورو غړیو وکړ او ګڼو پرې غبرګون څرګند کړ.

له منظور پښتین سره د ده یو شمیر ملګري هم نیول شوي دي. له دې جلا ویل کېږي چې په ټانک ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي سید عالم مسید او فضل خان اېډووکېټ نیول شوي دي.

مشر سیاستوال افرسیاب خټک پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین نیونه په مجموع کې د پښتنو او په ځانګړي ډول د وزیرستان د خلکو پر ضد د استعماري دورې په شان د دولت د ځپونکې پالیسۍ ښکارندويي کوي. واکمنانو د دوی (پي ټي ایم) سوله ییزو غوښتنو ته د غوږ ایښودو پر ځای هغوی په پراخه پیمانه پارولي دي.»

محسن داوړ د پي ټي ایم له غړیو او ملاتړو څخه غوښتي چې د منظور پښتین د نیول کېدو په وړاندې ارام واوسي او له سلامشورو وروسته به خپله ستراتیژي اعلان کړي.

د پاکستان استخباراتي ادارې د دغه هیواد په ډله ییزو رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د خبرونو د خپرېدو اجازه نه ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي محسن داوړ د ټویټر له لارې د منظور پښتین پر نیول کېدو په غبرګون کې ویلي«دوی ته په دې خاطر سزا ورکول کېږي چې په سوله ییز ډول د خپلو دیموکراتیکو (جمهوري) حقونو غوښتنه کوي.»

ده د منظور پښتین د ژر تر ژره خوشي کېدا غوښتنه کړې او ویلي دي چې دا ډول اقدامات به د دوی اراده کمزورې نه کړي بلکې لا به یې پیاوړې کړي.

د وروستي خبر له مخې، محسن داوړ اعلان وکړ چې نن مازدیګر ۴ بجې به په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړي.

ډ پېښور د تاکال پولیس وايي چې  په ډېره اسماعيل خان کې د پي ټي ایم د مشر پر ضد دوسیه (مقدمه) درج وه نو د هغوی په غوښتنه يې نيولی دی.

د پولیسو په رپورټ کې پر پښتین تور پورې شوی چې څه موده مخکې یې په ډېره اسماعیل خان کې د “وزیرستان شپې” په نوم یوې غونډې ته وینا کړې وه.

منظور پښتین وړمه ورځ له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې د لر او بر د یووالي خبره کړې وه.

ګڼ شمېر پښتنو د منظور پښتین پر نیول کېدو د ټولنیزو شبکو په تېره بیا ټویټر او فیسبوک له لارې غبرګونونه ښودلي او د پاکستان د استخباراتي ادارې دا اقدام یې غندلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه په کلکه غوښتي چې منظور پښتین سمدستي او بې قید و شرطه خوشي کړي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې منظور پښتین د «بیان د ازادۍ» او د «سوله ییزو غونډو» کولو په خاطر نیول شوی دی چې توجیه نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې هدف رامنځته شو چې د پښتنو غیرقانوني نیونې او وژنې ودرول شي، د پښتنو په سیمو کې د پوځ له لوري ایښودل شوي ماینونه پاک شي او د پوځ په پوستو کې له پښتنو سره ناوړه چلند ختم شي.

خو پوځ وايي، ځينې ورک کسان خلاص شوي، د ماينونو پاکولو کار روان دی، څه پوستې یې کمې کړي او پر پاتې هغو خلک نه ځوروي دا هغه څه دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې نه تاییدوي او وايي چې لا هم پښتانه په مرموز ډول نیول کېږي او مړ – ژوندی یې نه معلومېږي. ماینونه پاک شوي نه دي او پوستې په خپل ځای دي.

6 thoughts on “د منظور پښتین نیونې عکس العملونه وپارول”
  1. کله چی لر او بر پښتنو غږ نړیوالی امنیت شورا واوری او موږ ټول افغانان لدی پنجابی او برتانیوی استعمار څخه خلاص شو نو پدی پوه شی چی نړی به هم پدی پوه شی پښتانه ترهګر نه بلکه داسی هیواد یا صوبی د ترهګری په نوم نړیوالو ته مشهور کړی وو چی خپله د ترهګری ملاتړی دی

  2. د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتني انساني ، سوله آمیزه او د د بشر د حقوقو د نړیوالې اعلامیې سره سمون لري:
    د مثال په توګه دوی غوښتنه کوي چې د پښتنو غیرقانوني نیونې او وژنې د ودرول شي،
    د پښتنو په سیمو کې د پوځ له لوري ایښودل شوي ماینونه پاک شي
    او د پوځ په پوستو کې له پښتنو سره ناوړه چلند د ختم شي.
    په پورته غوښتنو کې یې کومه یوه له انساني ، بشري او اسلامي اصولو سره مطابقت نه لري.
    پدې اساس مونږ له ټولو نړیوالو خصوصا د ملګرو ملتونو له سازمان نه غوښتنه کوو چې د پنجاب پر پوځي او ظالم حکومت فشار راوړي چې د پښتنو ملي مشر منظور پښتین ژرترژره خوشې کړي او د دې غورځنګ ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

  3. دیر مهم سوال مطرح کیږی : هغه دا چه موږ وینو د افغانستان ملت دادی چه د منظور پښتین او د پی ټی آیم د صلح آمیزه ، عدالت خواه مظلومانه غږ د خفه کولو خلاف د پاکستان د استخباراتو د تشدد زیاتولو خلاف خو د افغانستان ټول ملت په یوه غږ دغه تشدد غندی او د افغانستان ملی دروند ولسمشر داکتر اشرف غنی هم په خپل ټویټ کی ددغه تشدد غندنه کړی او د غه چلند د پاکستان د نظامیانو په دی منطقه کی دصلح آمیزژوند ، امن و امان ته خطرناک بللی ، خو د پاکستان نظامیان په عوض د تفاهم د خشونت نه کار اخلی ، اشرف غنی د عفوبین الملل د اداری سره په همغږی د منظور پښتین دسمدسی آزدی غږ کړی او ویلی یی دی چه د مسائلو دحل لاره مذاکرات دی او عدم تشدد . اوس د افغانستان دملت د پاره یومهم سوال پیداکیږی او هغه دا چه : لکه څنګه چه د پاکستان نظامیان اواستخبارات په افغانستان کی د طالب تروریستی حرکت شاته ولاړدی او دا ۲۶ کاله کیږی چه په لسهاؤزره افغانان ددغه پاکستانی فوج او ددوی ملیشو په ذریعه ترور شول او یا قتل عام شول او لا هم وژل کیژی خو متآسفانه د افغانستان یو تعداد اوسنی سیاسیون ، د تنظیمونو مشران اوپه خِپله حامد کرزی چه همیشه ډیره لویه ادعا د دلسوزی دافغانانو په هکله کوی خو اوس د پښتنو د حقوقو د تحفظ د تحریک د مشرانو خلاف د تشدد په باره کی ساکت ، چوپ او ګونګی دی ، په داسی حال کی چه حتی بین المللی اداری هم چوپ پاتی شوی نه دی ، ددی چوپتیا دلیل څه دی ؟ ځواب واضح دی ، قضاوت دی د افغانستان بیداره ملت وکړی

  4. سلامونه،
    نړیوال سړیخور استعمار او په مسلمانه او دریمه نړۍ کې ېې ګوډاګیان هیڅکله نه غواړي چې د کروړونو ولسونو د حق او عدالت غوښتنې که څه هم په ځینو مواردو کې وي ،ومني. یو مثال ېې همدا د پښتنو د ژغورنې غورځنګ یا پي-ټي-ایم د منظور پشتين په مشرۍ سوله ایزې،روا او د بشري حقونو په چوکاټ کې غوښتنې، پرلتونه او لاریونونه دي چې غاصب پنجابي ریاست او په تیره بیا په سیمه کې ېې ګوډاګیان پر له پسې بهانې لټوي او د نورو ملګرو نه ېې وروسته دا دی د غورځنګ مشر په غیر منطقي بهانه تهاڼې او جیل ته کړ ! خو لکه څنګه چې محسن دوړ ،علي وزیر او نورو ملګرو ېې په سوسیال میډیا کې لیکلي ، د دوی مبارزه به دوام لري
    ، د ولسمشر غني بابا او د بښنې نړیوال سازمان ټویټونه ډیر په موقع او وخت اظهار شول. زما په نظر ، هر څوک که ځانته په رښتیا د لر او بر پښتون وايي ، د پنجابي دې ظلم ته سکوت ونهکړي او لږترلږه خپل غږ لکه غني بابا اوچت کړي .
    څوک چې ظلم کوي مونږ ېې خلاف یو
    پښتون ته ژوندون غواړو
    لراوبر یو افغان

  5. لر او بر پښتنو ورونو ته د ازادی سلام

    پښتنو ورونو ښه وخت او ښه فرصت دی چه نوره خپله ازادی واخلو، تر څو به د ای اس ای لخوا په مرموز او پټ ډول وژل کیږو، بندی کیږو او ورک کیږو.

    کله می دپښتون په نوم وژنی، کله می دمسلمان په نوم وژنی او کله می د دهشتګر په نوم وژنی.

    ورونو هره ورخ او هره شپه د ای اس ای لخوا دپښتنو دمشرانو او کشرانو د دسیسو او قتلونو پروګرامونه روان دی.

    د ای اس ای او پنجابیانو دغو غیرانسانی او غیر اسلامی کړنو او بی انتها ظلمونو ته په غبرګون او ځواب کی یوه لاره ځمونږ ازادی او خپلواکی ده.

    د ازادی او خپلواکی لپاره همدا نن ښه وخت او زمان دی ، خو چه په یو اتفاق او یو اواز او یو نا ره راپورته شو او په خپل دغه ابدی او مکار دښمن محشر او اخرت جوړ کړو.

    لمړی : په ټولو سکولونو، کار ځایونو، کلیو او ښارونو کی سوله یزه ارتالونه او وروسته چریکی او ګوریلای حملی او ګوزارونه شروع کول.

    دوهم د پښتنو په علاقه او سیمه کی دپنجابی سرکار پوره ختمول او رخصتول

    دریم : د پنجابی او غیر پنجابی د هر ډول خبرو سخه انکار، که دغه خبری د جرګی، غونډی او یا سولی په نوم وی نه منل او نه اوریدل.

    څلورم د پنجابی حکومت د دړکو او اخطارونو سخه نه ډاریدل، اتوم بمب د پنجابی حکومت په اختیار کی نشته ځکه دغه بمونه دپنجابی د مشر پلار یا انګریز په کنترول کی دی.

    پنځم : ستاسو په مینځ او ستاسو شاوخوا نور خلک….. او نور طاقتونه…… هم ستاسو سره اوږه په اوږه ودریږی، ځکه هغوی هم ستاسو پشان ارمان لری.

    شپږم : که څو میاشتی مو دغه کارونه روان وساتل نو د پنجابی حکومت اقتصاد صفر کیږی او لری به نه وی چه د ازادۍ او خپلواکۍ ورځ به مو نیږدی وی، بلوڅان، سندیان، ګیلګتیان او نور هم دغه ورځ غواړی، چه په نتیجه کی دغه څو کسان پنجابیان به یا بنګله دیش او یا به هند ته مهاجر او ځینی به نورو ملکونو ته په تیښته بریالی شی.

    هغه پښتانه که پوځیان، پولیس، ملیشه او یا نورو واسله والو سرکار ادارو کی کار کوی لمړی د هغوی پټ بغاوت او کارروایی او وروسته ښکاره بغاوت او میدان ته دانګل پکار دی.

    ښه وخت دي بهانه مو جوړه ده ځکه مشر پښتون منظور پښتین یی نیولی دی، او کیدایشی الله مکړه داسی نه چه د ارمان لوڼی پشان یی د پیچکاری په دسیسه کی ځمونږ سخه پناه کړی.

    د پنجابستان د ختمیدو په هیله

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *