عدنان نجیبي

ورځې په لنډېدو دي، د اوړي د ګرم موسم اوږده مازیګري لنډېږي. نور به له خیره د شپې کمپلې ته هم اړتیا پېښېږي. هو نور نو منی دی. ونې او بوټي هم دا موسم ډېر ښه پېژني. که څه هم د نړۍ په ځېنو برخو کې بوټي تر ډېره شنه پاتې کېږي خو بیا یو ګڼ شمېر سیمو کې ګڼ بوټې او ونې پاڼې ژېړوي او د لیدلو لپاره خورا ښایسته او په زړه پورې منظرې برابروي.

څومره چې ورځې کوچنۍ کېږي نو ونو او پاڼو ته یې هم په همغه کچه د رڼا او نور د سېګنالونو رسېدل هم کمېږي. دا د ونو او بوټو لپاره هغه موسم دی چې د ژمي د سخت موسم لپاره په کې چمتووالی نیسي. د کوچنیو ورځو مانا د ونو لپاره دا ده چې د لمر رڼا ور ته کمه رسېږي او دوی باید چې د فوتوسنتیز عملیه هم چټکه تر سره کړي. د لمر رڼا هغه څه چې ونې خپله انرژي ور څخه تر لاسه کوي.

ځېنې همېشه‌شنې ونې هم شته لکه د نارنج ونه، دا ونې نو بیا سختې پاڼې لري چې د ژمي د سخت موسم سره مقابله کولی شي. خو د ډېری ونو لپاره دا چاره امکان نه لري او حتی د دې چارې یوه هڅه هم نه کوي. د دې بوټو او ونو چې څورمره وسه کېږي د خپلو پاڼو څخه مغزي مواد لکه فاسفورس او نایتروجن اخلي. دا نایتروجن او فاسفورس بیا په خپلو لرګینو برخو کې ځایوي؛ تر څو د ژمي په موسم کې ګټه ترې واخلي.

په دې حالت کې پاڼې هم په ناڅاپي ډول خپل رنګ ژېړ او یا نصواري ته بدلوي، وچېږي او ایسته رالوېږي. په دې حالتونو کې یو حالت هم دا دی چې پاڼې د ځانګړو حجرو وده کول بندوي. نه یواځې چې ټولې خزان‌کېدونکې ونې خپلې پاڼې له لاسه ور کوي بلکه ځېنې ونې پاڼې نه غورځوي؛ بلکه دا پاڼې یې د بوټي پورې ځوړندې پاتې کېږي. دا رنګینې وچې پاڼې بیا تر هغه په ونې پورې ځانګي چې په پسرلي کې نوې پاڼې شنې شي.

را به شو دې ته چې څه علت دی چې په مني کې وچې پاڼې او بوټي د لیدلو لپاره داسې یو ماحول او رنګونه جوړوي چې ذهن خوند ترې اخلي؟ د اوړي او پسرلي په موسم کې د ونو د شنو پاڼو پایله د کلوروفیل شتون دی. کلورفیل هغه کېمیاوي ماده ده چې شنو پاڼو کې د فوتوسنتېز عملیه روانه ساتي او د دې علمیې په مرسته پاڼې د غټېدلو لپاره د لمر څخه انرژي اخلي. په مني کې دا پروسه بل ډول ده، ونې کلورفیل ماتوي او هغه ګټور مواد چې په پاڼه کې شتون لري د ژمي لپاره ذخیره کوي؛ تر څو د سخت ژمي څخه تر پسرلي پورې ځان پرې وساتي. دوی کلوروفیل هم د ځان سره ساتي چې بیا د پسرلي په موسم کې یې تولید ور ته ستونزمن نه شي.

د دې خبرو مانا دا ده چې هغه شنه ماده چې د کلوروفیل یې پاڼو ته چمتو کوي، نوره په پاڼو کې نشته. او پاڼې په غیر ارادي ډول خپل رنګ ژېړ، سورچکي، نارنجي او نصواري رنګ ته اړوي.

One thought on “د مني رنګونه، د ونو پاڼې ولې ژېړېږي؟ عدنان نجیبي”
  1. په مني کې پاڼې ولې رنګ بدلوي او ولې رژیږي ؟
    د نړۍ په ډېرو برخو کې د مني موسم کې د پاڼو شین رنګ سور، نارنجي، ارغواني او زېړ ته بدلیږي. دلته پوښتنه داده چې پاڼې ولې شنې وي، ولې نور رنګونه اخلي او ولې رژیږي ؟ پاڼې ځکه شنې دي چې شین رنګ یا رنګدانه (green pigment) لري کوم چې د کلوروفیل (chlorophyll) په نامه یادیږي. کلوروفیل لمریزه انرژۍ په کیمیاوي انرژۍ بدلولو کې کلیدي رول لوبوي. په ګرمو سیمو کې د سوړ ژمي پر مهال هغه ونې پاڼې غورزوي چې پاڼې یې پراخه او اوږدې وي او په دې سره ونې یا بوټي له ټپ اخیستلو ژغوري ونې یا بوټي انرژي ځان کې ساتلای شي. د پاڼو د رژېدو لامل یې لڼدې بې لمره او بې وړانګو ورځې او په اوږدو شپو کې ساړه دي. په انګرېزۍ کې پاڼو رژېدو ته (leaf abscission) وایي او یوه مسلکي اصطلاح ده. کله چې د بوټو یا ونو پاڼو کې کلوروفیل په کمېدو شي نو پاڼې رژېدل پېل شي. په پاڼو کې د شنې رنګدانې ځای زېړه، سره او نارنجي رنګدانه نیسي چې د کاروتېنوید (carotenoid) په نامه یادیږي، د ځینو ډولونو په پاڼو کې سور او ارغواني رنګدانه ځای نیسي چې د انتو سیانین (anthocyanin) په نامه یادیږي مګر د ځینو بوټو په پاڼو کې د شنې رنګدانې ځای دواړه ډولونه نیسي چې یوه پاڼه د رنګ بدلولو پر وخت څو رنګه لري. د پاڼو رژېدو وروسته بوټی د ژمي ارام کوي.

ځواب ورکول zakria rahimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *