نوربادشاه يوسفزی –
په کوم هيواد يا ټولنه کې چې د انسان ژوند په خطر کې شي, تعليم تربيت يې اغيزمن شي, د هغوي په ژوند کې ستونزې پيدا کړی شي, په سمه توګه د ژوند کولو لارې يې ونيولی شي, په تشدد, تقريرونو او محروميت سره د ذهني تشدد ښکار شي نو د هغې ټولنې هر وګړی نر وي که ښځه, ځوان وي که سپین ګیری غواړي چې له هغه ځايه داسې ځائ ته ولاړ شي چې سکون وي قرار وي او ښکلی ژوند وي
د سکون,قرار او ژوند جوړولو لپاره نن سبا د خلقو تر ټولو غوره انتخاب يورپ,امريکه کینډا او استرايليا ده, خو امريکه,استرايليا او کینډا ته قانوني يا قاچاق تلل د اروپا په نسبت ډېر ګران دي نو هم ځکه د جنګ ځپلو هيوادونو نه خلق د ليبيا,تيونس نه د بحيره روم په لار, د ايران,ترکيه, بلغاريه, يونان, مقدونيه په خطري لارو هڅه کوي چې ځان د اروپا لويو هيوادونو يعنې جرمني, فرانس,ناروې, اټلي, اطريش او نورو ملکونو ته ورسوي تر څو هلته د پناه غوښتنه وکړي او هلته پاتې شي.
افغانستان, او په خوا کې یې سیمې خیبر پښتونخوا،او ځینې قبایلي علاقې هم د هغو هيوادونو څخه شمارل کیږي چرته چې په ګڼ شمير خلق غواړي چې اروپا ته ولاړ شي چې پکې د ځوانانو شميره تر ټولو ډېره ده دغه ځوانان په هيواد کې روان غربت, ترهګري, بيروزګارۍ, محروميت, احساس کمترۍ ښکار يا د ترهګرو ډلو د ګواښونو لاندې دي چې په وطن کې ځان خوندي نه بولي، دغه ځوانانو سره هيڅ حکومتي مرسته, سياسي او د بشري حقونو د تنظيمونو لخواه د لارښوونې او حوصلې ورکولو د نيشت والی یې لامل دی چې د قاچاقبرانو په لاسو د ايران په خطري لارو ځان ترکيه ته رسوي او همدغسې د ترکيه نه په ټرکونو،ځنګلو او سمندر د لارې ځان يورپي هيوادونو ته رسوي چې ډېر پکې په لاره ژوند له لاسه ورکړي
په روان وخت کې اروپا ته په زرهاو او لکونو مهاجرو د راتګ له وجې چې په اخر وخت کې ځینې عرب هیوادونه هم شامل دي د قبلېدو چانسونه ډېر کم شوي دي په شته وخت کې چې د اروپا دغه هيوادونه دې مهاجرو ته د اوسيدو ځای, خوراک څښاک غم وخوري هم لويه خبره ده يوازې جرمني ته په روان کال کې اته لاکه مهاجر راغلي دي نو يوازې که د ورځې پينځه زره مهاجرو ته اسناد ورکول کيږي نو دغه اته لاکه خلق به څومره ډېر وخت ونيسي, خو دا دومره وړيا نۀ ده.
که څوک هم لس زره ډالر اروپا ته په راتګ ورکوي نو د خپل ځان او خپل هیواد سره زياتی کوي او هم خپل ځان د مور پلار خويندو وروڼو څخه لرې کوي نو بايد په هغو پیسو چې په قاچاکي لارو یې مصرف کوي کولای شي چې ځانته کاروبار پيل کړي نو لويه منافع تر لاسه کولی شي, بيا هم که څوک ډېر اروپا ته د تګ شوق لري نو بايد په خپل تعليمي قابليت, د انټرنيټ د لارې ځانته تعليمي بورسونه پيدا کړي او د اروپا سفر دې وکړي په قاچاقي لارو تګ کول خپل ژوند خپله له لاسه ورکولو ضامن دي.
دیره سمه خبره ده باید د فاچاقی لیارو نه زان وژغورو زکه وا قعا مرګ ته زان سپارل دی
بادشاه صيب په ډير کم کښې مو ډير ښائيسته او د پوهي اٶ تدبر نه ډک ليکونه شروع کړلـ ستاسو دپاره دخوشال بابا دا شعر ډالۍ کومـ
چه دا هسي ښه وئيل کا زه حيران يم
چه خوشال راوړه د کومه دا ادراک
taso toll she khabare kawi kho daltha pa kopresthan k sa wako aw sa wokhro za khpala la 14 sakha pa pakistan k faregh yam kho hes kar na laram sa wako