قدم په قدم په عملی بڼه

انجنیر سید احمد شاه سادات –

د موبایل تیلیفون له لارې د یو شخص او یا د یو عرادی تعقیبیدل د نوي عصر یوه په زړه پورې بریا ده ده چې د ضرورت په وخت کې دولتی چارواکي او شخصي شرکتونه ترې استفاده کوي.

د موبایل پواسطه تعقیبیدل هم مثبت او هم منفي اړخونه لري. مثبت اړخونه یې د ورانکارو او د ورانکارو د ځالو له منځه وړل دي او د یوئ عرادئ تعقیبیدل دي چې چیرته او کوم ځای ته ورسیده او هم د کوچنیانو د خپلو والدینو پواسطه تعقیبیدل دي. همدا راز ډاکتر کولای شۍ چې په مستقیم ډول د خپل مریض په هکله معلومات را ټول کړي او هم یې تر نظارت لاندې ونیسي. منفي اړخونه یې دا دي چې د انسان آزادي ورسره ختمیږي، ځکه دلته هر وحت یو څوک شته چې ستا د موقعیت په هکله معلومات ورسره دي چې ممکن ډیر خلک دا نه خوښوي.

که موبایل تیلیفون نه ګرځوئ له نړۍ سره روابط دې سلب دي او که ګرځوئ یې نو آزادي دې سلب ده.

که د موبایل نومره دې چا ته نه ورکوې او استفاده ترې نه کوې نو د موبایل ګرځول بې فایده دي، او که یې استعمالوې نو ا‌زادي دې سلب ده، دلته حتماً یو څوک شته چې په اړه دې معلومات ورته شته چې ته چیرته یې. د موبایل پواسطه د تعقیبیدلو لپاره صرف او صرف دومره هم کافي ده چې موبایل دې په جیب کې پروت وي، او که ترې تیلیفون وکړې او یا ټکسټ ولیږې بیا خو کار ډیره اسانه کوي.

زه په لاندې ترتیب په ژوندۍ بڼه یوه د موبایل نومره چې ما د کار لاندی نیولې ده دلته یې قدم په قدم تعقیبیدل له تاسي سره شریکوم. البته زه د اکسفورد پوهنتون تدریسي موبایل شبکه استعمالوم، او د موبایل اصلي شبکو ته د انګلستان له امنیتي اورګانونو پرته هیڅوک لاسرسی نه لري.

د تیلیفون په دستګاه کې د دغه کس د موبایل ډاټا په لاندې ډول پرته ده. چې زه یې پرې کار کوم او تحلیلوم یې.

 1

په پورتني جدول کې که موږ وګورو د دغه شخص کوردینېت په دیسیمل (اعشاریو) کې دي. موږ یې په درجو زاویه او ثانیو (سیکنډونو) اړوو.

د دې کوردینېتو اړولو لپاره پروګرامونه هم شته او ویبسایتونه هم شته چې اړولی یې شي. موږ له لاندی سایټ نه استعفاده کوو.

http://transition.fcc.gov/mb/audio/bickel/DDDMMSS-decimal.htm

په همدې ترتیب ټول ډیسیمل کوردینېت په درجه دقیقه او ثانیه اړوو او لاندې جدول لاسته راوړو.

1اوس دغه پورتنی کوردینېت په ګوګل نقشه کې پیدا کوو او د هغه د (بي ټي ایس) انتن ساحې هم پیدا کوو چې دغه موبایل ترې سیګنل اخلي.

له پورتني کوردینېت څخه دا معلومیږي چې دغه مجرم کس په لاندې موقعیت کې دی.

1اوس ګورو چې مطلوب موبایل له کوم بي ټي ایس انتن نه سیګنل اخلي.

له دغه لاندې افکام ریګولیتري (د انګلستان د موبایل خدماتو د مانیتور اداره) بریښنا پاڼه څخه استعفاده کوو چې معلوم کړو چې نژدې د بی ټی ایس انتن چیرته دی.

موږ وینو چې د دغه نظارت لاندی مطلوب شخص خوا ته نژدې انتنونه په لاندې ډول دي.

http://www.sitefinder.ofcom.org.uk/search

1له هغه کوردینېتو چې موږ په جدول کې تر لاسه کړل وینو چې دغه د نظارت لاندی مطلوب شحص له وډافون دریم نمبر انتن نه سیګنل اخلي او په لاندې د سرک تر غاړې روان شوی دی. دغه ساحه لندن سرک نومیږی او په اکسفورد کې ده.

1 په پورته د ګوګل نقشه کې دا هم وینو چې په یوه نقطه کې د مطلوب شخص د موبایل سیګنل د دریم نمبر سایټ پر ځای د څلورم نمبر سایټ (انتن) څخه سیګنل اخلي چې هند اوفر(Hand Over) ورته وایی.

 په دستګاه کې ښایي چې د دغو دوو بی ټی ایس انتن ساحې په لاندی کوردینېتونه قرار لري.

1 د دریم نمبر بی ټی ایس انتن کوردینات:

Latitude= 51:45:18.35 (51.755097), Longitude= 1:13:27.63(1.224342)

د څلورم نمبر بی ټی ایس انتن کوردینات:

Latitude= 51:45:02.97 (51.750825), Longitude= 1:14:39.58(1.244328)

 اوس د دغو دوه بی ټی ایس (انتن) او د موبایل تر منځ فاصله معلوموو. د دغه لاندی بریښنا پاڼی څخه استعفاده کوو.

http://andrew.hedges.name/experiments/haversine/

1

د پورتنی بریشنا پاڼی څخه په استعفاده دا ویلی شو چې مطلوب شخص په ذکر شوو کوردیناتو کې د انتنونو څخه په لاندی فاصله کې قرار لري.

1

تاسی وینئ چې مطلوب شخص موقعیت او د هغې فاصله د دواړو انتنونو څخه په پوره دقیق ډول مو پیدا کړه.

اوس که امنیتي اداره هر څه کول غواړي پر مطلوب شخص یې تطبیقولی شي.

زموږ د ګران هیواد د مخابراتو ډاټا خوندي نه ده او هر څوک ورته لاسرسی لرلای شي او په راتلونکې کې ډیر مشکلات زیږولای شي. زمونږ د افغانستان اړونده چارواکي په وړو وړو شیانو اخته دي او لوی لوی کارونه ترې پاته دي چې یو له دغو لویو کارونو همدغه د مخابراتو دستګاه ته لاسرسی دی چې هم غږیز پیغامونه او هم د موبایل کوردینېت پکې ثبت دي.

د ټولو مخابراتی شرکتونو ډاټا باید پوره خوندي وي او هر شخص باید لاسرسی ورته ونه لري، خو ما دا خبره په تکرار کړې ده چې د مخابراتو محرمو اسنادو ته لاسرسی خوندي نه دی او نتیجه یې هم ولیدل شوه چې په تیرو انتحاباتو کې وخت نا وخت غږیز ریکارډونه میډیا ته راووتل.

غږیز پیغام خو لا یو مشکل او که د ځای معلومول عامو خلکو ته لاسرسی وموند نو بیا تاسي به شاهد اوسئ چې په سلګونو خلک یو او بل د خپلو شخصی او سیاسی موخو لپاره له منځه وړي.

او که بهرنی استخبارات ورته لاره پیدا کړی بیا خو هیڅکله هم له هغوی دا راز افشا نه شی او په مسلسله توګه به په افغانستان کې خپل اهداف پر مخ وړي.

والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات

د مخابراتو د علومو ماستر او متخصص

د یو اباد او مترقی افغانستان په هیله

اکسفورد، انګلستان

4 thoughts on “د موبایل تیلیفون له لارې څوک څرنګه تعقیبدلای شي”
  1. ډېره مننه، جالبه لیکنه ده. یو ټکی چې په مثال کې د «مطلوب شخص» اصطلاح مو صحیح ده خو د «مجرم» نه ده صحیح. حتی که شک وي بیا هم مجرم نه بلکه متهم یو تورن ورته ویلی شو. البته په داسې حالتونو کې مطلوب شخص ډېر ښه دی. هیله ده چې په راتلونکي کې ورته پام وکړئ. ستاسو د لا ډېرو بریاوو او مخسورۍ په هیله.

  2. دغه ټول مالومات تاسې د کوم یو د مخابراتو د اله نه لاس ته راوړای شی؟
    او که کوم بل سیسټم نهVLR,HLR,IN,CNR

    مننه
    ننګیالی هوتک

ځواب ورکول نور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *