تاند- په ابوظهبي کې د خیریه چارو لپاره په یوه لیلام کې یو ټېلفون نمبر په څه باندې دوه ملیون ډالره وپلورل شو او د لوړې بیې د شمېرې ریکارډ یې ټینګ کړ.

د متحده عربي اماراتو د یوې ورځپاڼې (دي نشنل) د راپور له مخې د اتصالاتو د موبایل ټېلفون کمپنۍ دا شمېره (۷۷۷۷۷۷۷) په ۷ ملیونه ۸ لکه ۷۷ زره ۷۷۷ درهمه، چې دوه ملیونه او یو لک ډالره کېږي، وپلورل شوه.

سره له دې چې دا شمېره په دومره لوړه بیه پلورل شوې خو د هغې خاوند، چې نوم یې پټ ساتل شوی دی، ادعا نه شي کولی چې د دې شمېرې بشپړ څښتن شو ځکه چې په حقیقت کې د ټولو شمېرو اصلي مالکیت د حکومت دی.

د دغه نمبر رانیوونکي ته اتصالات کمپنۍ، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې فعالیت کوي، یو ځانګړی پکېج ورکړی چې په هغه کې د میاشتې ۲۲ زره ۵۰۰ ټکسټ پیغامونه او ۱۰۰ جي بي ډاتا شامله ده. د دې مطلب دا دی چې د دې قیمتي شمېرې خاوند د ورځې ۱۲ ساعته وړیا ټېلفوني خبرې کولی او ۷۲۵ لیکلي پیغامونه استولی شي.

په لیلام کې څو نورې ځانګړې شمېرې هم په لوړه بیه وپلورل شوې.لکه:

۷۷۷۷۷۷۰ شمېره په درې لکه ۴۰ زره ډالره واخیستل شوه.

7 thoughts on “د موبایل یوه شمېره په څه باندې ۲ ملیون ډالره وپلورل شوه”
  1. زه د شمیرې د ارزښت په هکله هیڅ نه وايم. خو زما عادی دری شمیری چی د هری یوې له پاره د میاشتي ۳۵ انګلیسی فونډه تحویلوم دری
    Unlimited
    د وخت یانی د قیقو او میسیجو یا پیامونو او انټر نټ

    دا هغه پکج دی چی تر ۱۰ میلیونه زیات د انګلستان اوسیدونکی ګټه تری اخلی
    زه د دغه پکيج په امتياز و نه پوهیدم؟..

    1. په هر هیواد کې د موبایل کمپنیو شرایط فرق لري. په بریتانیا کې ۱۳ کاله پخوا د شنبې او یکشنبې په ورځو موبایل ټېلفون وړیا و، د ماښام له ۷ د سهار تر ۷ وړیا و خو د نړۍ څه چې د اروپا په اکثرو هیوادونو کې لا هم دا اسانتیا نشته یا یې نه ورکوي.
      دا نمبر په دې خاطر په لوړه بیه نه دی پلورل شوی چې امتیازونه لري بلکې په دې خاطر چې اسانه شمېره ده په یو وار اورېدلو زده کېږي. دا د تجارتي شرکتونو لپاره لوی امتیاز دی

  2. دا چی په توله نری کی اوس دی موبیل تیلوفون دیری اسناتیوی خو تر تولو زیاتی اسانتیوی په هیند ایلت کی دی هم تیلفونی خبری هم میسج او اینترنیت چی په دیره کمو پیسو کار تری اخیستلی شی نو که دا پیکج هم دی حساب ته واچو تاسو حساب ورته کولی شی
    دا حسی د نمبرو په خاتیر ده نور کوم داسی خاس کمال نشته پکی

  3. فدا نظری چی اصلی نوم یی فدا خواریکښ او لوی خلق و، د خپل پلار او ډیرو نورو بیګنا افغانانو په وژلو او هم په کویټ کی د افغانستان د سفارت څخه د ډیر مقدار د دولت د پېسو په غلا کولو تورن دی، بیا هم د ځان د ویری د امله ۳ ټیلفونونه لری.

  4. موبایل اوشميره یی ددی لپاره وی چی یو څوک پری خپل مشکل حل کړی تاسو پوهیږي چی خپل مشکل هم په عادی موبایل حل کیږی او هم په یوه عادی شمیره داچی یو څوک صرف د موبایل په شمیره دوه یازیات میلیونه ډالر ورکوی زما په نظر سم کار نه دی

ځواب ورکول فدا نظري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *