د ۱۳۹۲ کال د حوت دویمه (د ۲۰۱۴ کال د فبروري ۲۱)

 بسم الله الرحمن الرحیم

ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځې. څیړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړي اساس دی او  له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل له ښونځی څخه د ماشوم  ايستلو په شان دي.

ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یووالي او انکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورني ژبې د لمانځلو اهمیت  دا هم دی چې چې ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو.

په افغانستان کې که څه هم د قوانینو له مخې په مورنیو د زده کړو اهمیت تسجیل شوی او حکومت مکلف دی چې پدې برخه کې د قانون احکام پلي کړي؛ د پوهنې وزارت هم یو څو ګامونه اخیستي دي، خو د مسئلې دایمي، پوخ او متداوم حل تر دې زیاتو هڅو او ټینګې ژمنتیا ته اړتیا لري.

موږ پر پوهنې وزارت غږ کوو چې په مورني ژبې د زده کړو د حق د تأمین لپاره دې خپلو اوسنیو هڅو ته دوام ورکړي، خو د دایمي او متداوم حل لپاره دې په ټول هیواد کې دوه ژبې نصاب د تدریس کار پیل کړي چې افغان اولادونه د دې وړ کړي، تر څو با کیفیته زده کړه وکړي او د هیواد په هرګوټ کې د کار کول قابلیت ولري. البته د دریمو ژبو د ودې لپاره دې هم عملا کار پیل کړي چې زده کوونکو ته د مورنیو ژبو په بستر کې د نورو ژبو او علومو زده کړه اسانه شي.

له لوړو زده کړو وزارت څخه جدي غوښتنه کوو چې د هیواد په ټولو پوهنتونو کې د افغانستان د رسمي ژبو تدریس ته په ټنیګه ژمنتیا کار پیل او دوام ورکړي.

له ولسمشر څخه مو هیله دا ده چې ټولو دولتي ارګانونو ته امر وکړي چې د اساسي قانون له مخې د دواړو رسمي ژبو عادلانه توازن مراعات کړي.

له ټولو دولتي او نادولتي ملي او نړیوالو ادارو غواړو چې پدې لار کې  ګټور کارونه پیل او دوام ورکړي.

په هیواد کې دمورنۍ ژبې پر بنسټ د څو ژبي ښوونیز سیستم له لارې ټولو افغانو ته د با کیفیته زده کړو د برابرولو په هیله.

ومن الله التوفق

One thought on “د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د کلتوري ټولنو او مدني بنسټونو اعلاميه”
  1. ګرانو دوستانو هیله ده چی لاندی لینک خلاص کړی او خپله رایه ورکړی ټر څو پښتو ژبه د ګو ګل د ترجمی په څنګه کی ورداخیله شی. تر اوسه پوری ۱۵۰۰ رایی کمی دی او هیله ده چی دا اعلان ټولو دوستانو ته ورسوی
    مننه
    http://www.change.org/petitions/google-translate-org-we-over-80-million-pashtuns-want-pashto-in-google-translate

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *