مورې، وه مورې چېرته یې؟
دلته یم زوی جانه، څه خبره ده؟
څه خبره ده، وظیفې ته ځم راباندې ناوخته دی، چای کومه دی؟
زوی جانه اېښی مې دی تر اوسه جوش شوی نه دی.
نو چې بیا پسته جوش شي، زه څه پرې وکړم؟
نن زه لږ ناروغه یم، ددې په خاطر ناوخته شو.
ښه، ښه بهانې مه کوه زه لاړم خپله یې بیا وچېکه
مورې، چېرته یې؟ زما چپنه او ټکری دې تر اوسه لا نه دې اوته کړي؟
لورې کومه چپنه او ټکری اغوندي چې اوس یې درته اوته کړم.
مورې هره شپه خو یې درته ښیم چې دا دواړه راته اوتو کړه. اوس بیا حوصله نه لرم هر څه تاته باربار ووایم.
ښه ده لورې اوس به یې درته ژر ژر اوته کړم.
اوس یې مه راته اوته کوه خپله یې اوتو کوم. له مخې مې ورکه شه، هره ورځ ته ناروغه یې، یوه ورځ هم جوړه نه وې.
څه وکړم لورې سپین سرې شوم.
ښه اوس مې پرېږده چې اوتو وکړم ناحقه مې اعصاب مه خرابه وه.
مورې زما د ثقافت چپټر نشته تا نه ده لېدلی؟
کوم چپټر ته یې بیا یو ځل ووایه؟
وۍ وروره ښه پوهېږې مور مې سم نه اوري نو لوړ لوړ غږېږه. دویم ځل ته به نه په تکلیف کیږي چې خپله خبره تکرار کړې.
هههههه ریښتیا هم خورې.
زوی جانه اورمه فکر مې نه و ځکه.
د ثقافت چپټر اوس دې واورید.
ثکاپت
هههههههه ثکاپت نه، د ثقافت چپټر، زه هم ښه ګنګس یم. ښه نفر نه پوښتنه کوم مور خو مې سواد نه لري،
زویه ته یې هلته المارۍ کې وګوره
افففففف مورې غلي شه ته بېسواده یې په دې هر څه باندې نه پوهېږې.کاشکې مې پلار د یوې باسوادي سره واده کړی وای، نن به دا ستونزې نه وای.
مور بیچاره یې غلي شوه سترګې یې له اوښکو ډکې شوې خپل سر یې ټیټ کړ او وې ویل:
زویه یو شین چپټر هغه ورځ د ویې لاندې ایښی و ما راواخست ته یې وګوره شاید هغه یې؟
اې! مورې څو ځله درته ووایم ته یې نه پېژنې ته یوه بېسواده لیونۍ یې، خدای ته وګوره نوره چوپ شه.
زویه ته وګوره همدا خو به دې چپټر نه یې؟
هو همدا دی، نو تر اوسه دې زما ماغزه د څه دپاره خوړل اوله به دې راوړی و، خو اففففف تا سره څوک څه وکړي؟
زو
مور چې تر څو خپله خبره وکړي زوی یې خبره ورپرې کړه
زه لاړم ستا بې ځایه خبرو ته وخت نه لرم.
مور یوازې کور کې پاته شوه، ټول لاړل. مور هم په فکرونو کې ډوبه شوه چې څنګه یې خپل واړه واړه ماشومان رالوی کړل ټول بدن یې درد کاو، کله به یې لږ کار وکړ خولې به شوه یو شېبه به یې دمه وکړه، بیا به پورته شوه، په همدې کې غرمه شوه. هر څه یې په څه زیاراو تکلیف تیار کړل چې اوس یې اولادونه راځي بیا خپه او په غوسه کېږي. چې ډوډۍ ولې تیار نه ده. دسترخوان کې یې هر څه کیښودل او دا هم په تمه وه چې لور او زوی یې له پوهنتونه راشي بیا به په ګډه ډوډۍ وخوري.
سلام مورې ډېر وږی یم څه دې پاخه کړي.
زوی جانه نن مې ستا په خوښه کوفته او وریځي پخې کړي دي.
ډېر وږی یم لږ ژر راوړه.
سمه ده زوی جانه، هغه ده خور دې هم راغله راځه لورې ستړي مه شې. ژر ژر دې کالي تبدیل کړه. زه تاته هم ډوډۍ راوړم
ښه سمه ده مورې
زوی جانه ډوډۍ دې وخوره موبایل دې له لاسه یو څو شېبې لرې کړه ډوډۍ په آرامه وخوره.
مورې، دې موبائیل له نړۍ سره تړلی یم. ته په څه پوهېږې؟ دې کې څه دي.
مور خوارکۍ بیا غلي شوه غوښتل یې څه ووایي خو د دسترخوان په سر وه او بل نه یې غوښتل بچیان یې ډوډۍ پرېږدي او خپه شي
ای وروره هغه اکاونټ دې څنګه کړ، چې د نجلۍ په نوم دې جوړ کړی و؟
ههههه خورې ډېرو هلکانو ته مې ګپ ورکړی دی. د موبایل کارتونه دي چې راته یې لېږي
ههههههههه، ښه ښه ساعت دې تېر دی نو خو کرېدت به راسره نیمه وې
هههههههه ډېره چالاکه یې
اففففففف مورې سمه ډوډۍ وخوره. دا څه چړپ چړوپ دې شروع کړی دی، څوک په پټه خوله ډوډۍ خورې.
لورې غاښونه مې نشته ځکه
نو زه څنګه وکړم، زما خو دې اشتها ټوله خرابه کړه. ښه پوهېږې چې زما چړپ او چړوپ د ډوډۍ په وخت کۍ نه خوښېږي او ته بیا زما په څنګ کې هم ناسته یې.
خیر ده لورې لږ وخوره راځه وږې به یې.
مړه شوم نوره وږي نه یم
مورې بیا موږ سره ډوډۍ مه خوره. موږ ته مه په تمه کېږه ته یې خوره، زه او خور به مې یو ځای خورو، دا لانجه به هم ختمه شي.
د مور بېوزلې یې درد او غم په سترګو کې لکه موجونه هاخوا دېخوا تلل او راتلل په ژرغونې غږ وویل:
سمه ده او له دسترخوانه جګه او لاړه
خورې سبا جمعه ده
هو خبره یم.
پوهېږې سبا د مور ورځ ده
رښتیا
هو
مور ته به څه ډالۍ ورکو؟
نه پوهېږم، شپې ته چې لالا هم راغی نو په ګډه به خبرې پرې وکړو.
اممممممم سمه ده.
شپې خپله لمنه ټوله کړه او سهار خپل لوی څادر وغوړاو لمر خپله زنه د غر په څوکه کېښوده.
چوپ چوپ چې مور مو ویده ده راویښه نه شي
هر څه دې تیار کړي دي که نه؟
هو وروره هر څه تیار دي.
هې هلته ګوره مور مې ویښه شوه.
څه خبره ده تاسې ټول نن څنګه وخته جګ شوي یئ؟ نن خو جمعه ده، که زه غلطه شوي یم؟
نا مورجایې ته غلطه نه یې نن جمعه ده
هې! مورجانې لاسونه دې راکړه چې ښکل یې کړم
هو مورې اول غېږه راکړه چې لاسونه دۍ ښکل کړم
بیا درته وایو چې نن څه خبره ده
سمه ده زوی جانه خدای دې عمر ډېر کړه، کامیابه اوسې.
مورې ورځ دې مبارک شه نن د مور ورځ ده.
هغه بیا څه ته وایي؟
اففففف مورې ته خو بېخې
څه کوې فرهاده نن د مور ورځ ده په دې ورځ چوپ شه
سمه ده لالا جانه خو
خو مو پرېږده اوس مورجانې ته د مور ورځ په هکله ووایه
ښه ده، هغه داسې ده مور ګلې چې هر څوک په نړۍ کې یوه ورځ لري لکه د معلم ورځ د ښځې ورځ همداسې نورې نن هم د مور ورځ ده.
ښه بچیانو الله مو د ژوند هر آرمان پوره کړه، په مخه مو تل رڼا وي. ښه اوس تاسي کینئ زه تاسو ته چای راوړم.
نا، نا مورجانې نن ستا ورځ ده هر څه موږ دری واړو تیار کړي دي
هې کیک او د مور ډالۍ چېرته دي؟
دغه دي ورور جانه
اممممممم ژر راځه نو چې ډېر وږی یم
زه هم، مورجانې ژر یې پرې کړه
سمه ده بچیانو دا ده پرې شو
اووووو د مور ورځ دې درته ډېره ډېره مبارک وي، او دا هم زموږ دری واړو لخوا یو جوړ کالي
خدای مو راته ژوندي لره بچیانو ډېره مو خوشحاله کړم
مورې چای چې مو وخوړ بیا ځو پارک ته چکر وهو. د غرمې ډوډۍ به هلته په هوټل کې وخورو. وبه ګرځو ښه ساعت به تېر کړو بیا د شپې ډوډۍ هم په بازار کې خورو، بیا به کور ته راشو. ځکه نن ستا ورځ ده او نن به ته هېڅ کار نه کوې. هر څه موږ کو.
مور چې د خپلو اولادو دا روش او سلوک ولید، نو په سترګو کې یې د خوشحالۍ اوښکې راغلې او خپل ټول اولادو نه یې په غېږ کې ونیول، او ډېره خوشحاله شوه. چې زه خپل اولادونه تل خوشحاله غواړم، دا کیک دا ډالۍ، او چکر نه غواړم. بس غواړم اولادونه مې تل خوشحاله وي. نن څومره ښه ورځ ده. ایله چې مې اولادونه په خندا او خوشحالۍ خبري راسره کوي. او د دوی د خوشحالۍ په خاطر زه هر څه کولای شم. خپلې اوښکې یې پاکي کړې، لاسونه یې پورته کړل، او په زړه کې یې وویل:
یا خدایه دا ورځ کاشکې هېڅ ختمه نه شي. ځکه زه تل غواړم دا بچیانو څنګ ته مې په خندا او خوشحالۍ ژوند وکړم. دوی کله هم رانه خپه نه شي، کاش هره ورځ د مور ورځ وای.

One thought on “د مور ورځ/ لنډه کیسه/ ملالۍ ویاړ”
  1. نور څه نه وایم خو ‌‌‌‌‌‌ډیر دي وژړولو. کاش مور داغ هیڅ چا نه لیدلی

ځواب ورکول امان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *