جنت د مور او پلار تر پښو لاندې دی ( حضرت محمد ص)
مور هر څه ده. د غم په وخت کې ډاډګیرنه، د ستونزو په وخت کې هیله او د کمزورتیا په وخت کې پیاوړتیا. مور د مینې، مهربانی، خواخوږۍ او بښنې منبع ده. هر هغه څوک چې خپله مور له لاسه ورکوي هغوی په حقیقت کې هغه سپیڅلی روح له لاسه ورکوي چې تل دوی ته دعا کوي او د دوی ساتونکي وي. ( خلیل جبران)
هر هغه څه جې زه نن یم او یا به په راتلونکي کې جوړ شم، پر ما زما د مور احسان دی ( ابراهم لینکن)
ما په نړۍ کې تر خپلې مور ښکلې ښځه نه ده لیدلې. زه چې نن هر څه یم دا پرما د خپلې ګرانې مور احسان دی. زه په خپل ژوند کې خپله کامیابی د هغه اخلاقی، ذهنی او فزیکی تعلیم ثمره ګڼم چې، ما له خپلې مور څخه تر لاسه کړی دی (جورج واشنګټن)
د مور لاسونه له مهربانۍ او شفقت څخه جوړ شوي دي او کوچنیان ډیر په خوښۍ ورباندې خوب کوي (ویکتور هوګو)
که موږ پریږدو جې فرانسه ښې میندې ولري، بې له شکه چې ښه زامن به هم ولري( ناپلیون)
په دې بېخونده او ککړه نړۍ کې هر څه بې اعتباره ښکاري، اما هغه څه چې په سپیڅلتیا کې یي هیڅ شک نشته هغه د مور مینه ده( جیمز جایس)
ژوند کول له راپاڅیدلو او د مور له مخ سره د مینې کولو سره پیل شوی دی. ( چورچ الیت)
که یو پلار غواړی چې د خپلو اولادونو لپاره تر ټولو ارزښتمند کار ترسره کړی، هغه دا دی چې د خپلو اولادونو له مور سره مینه وکړی. (هسبرګ)
ماته د خپلې مور دعاګانې په یاد دی چې زما د بریا لپاره به یی کولې او قبلیدلې به (کارل لجر فیلډ)
هر هغه څوک جې مور ولری بېوزله نه دی ( کارل لچر فیلډ)
یوازینۍ مینه چې زه پرې باور لرم هغه د مور مینه ده ، د خپلو کوچنیانو لپاره (ابراهم لینکولین)
د ژړلو لپاره تر ټوله غوره ځای د مور غیږه ده (جدی)
هیڅکله له داسې یو شخص سره واده و نکړی چې له خپلې مور څخه کرکه ولری، ځکه چې یوه ورځ به یی له تا هم کرکه پیدا شی. ( جیل بینت)
د مور غیږ د نړی تر ټولو غوره اکاډمی ده ( نامعلوم)
مور هغه بانک ته ورته دی، چیرته چې مونږ خپل غمونه او دردونه خوندی کوو. ( دیود تالماج)
هغه خبرې چې یو کوچنی یي نشی بیانولی یو مور پرې پوهیږي. ( متل)
زما مور هغه شعر دی چې زه به یي هیڅکله ونشم لیکلی، لیکن هر هغه څه چې زه یي لیکم زما مور ته شعر ښکاري. ( شیرون)
د مور د لاسه ورکولو د درد د ټکورولو لپاره یوازنی درمل وخت دی (جان ویلیش)
ژباړه او راټولونکی: قدرت الله عمرخیل
مور په دی دنیا د مهربانی یوه نمونه ده الله ج له طرفه حتا جنت یی د پخو لاندی دی