تاند- د نامتو افغان دیني عالم مولانا سمیع الله ریحان جنازه به نن په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شي.

مولوي ریحان پرون /جمعه/ د کابل په یوه جومات کې شهید شو.

په دې بمي برید کې، چې د جمعې د لمانځه په مهال په التقوی جومات کې وشو، نژدې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په سلګونو دیني عالمان، چې د دین په نامه د طالبانو له ترهګرۍ سره یې مخالفت کړی، د دې ډلې له لوري وژل شوي دي.

طالبان له هغو دیني عالمانو سره، چې د دوی داعیه چلینج کړي، لا سخت چلند کوي او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې ووژني څو نور دیني عالمان د دې ډلې اعمال د اسلام خلاف ونه بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي چې پر مولانا ریحان په برید کې د نوموړي په ګډون ۲ تنه شهیدان شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

رحیمي ویلي چې دا برید طالبانو کړی دی. که څه هم د دې خبر د خپرېدو تر شېبو پورې طالبانو په دې برید کې لاس لرل تایید کړي نه دي خو پر دیني عالمانو له تېرو بریدونو ښکاري چې دا ډول حملې طالبان کوي.

۳۶ کلن مولانا ریحان د التقوی جومات امام و او په عین حال کې د یوې مذهبي تلویزیوني خپرونې کوربه و چې خلکو ته به یې په دیني چارو کې مشورې ورکولې.

دی د افغان امنیتي ځواکونو کلک ملاتړی او د انتحاري حملو مخالف و.

مولانا ریحان، چې ۴ ماشومان ورڅخه پاتې دي، د ښځو د حقونو کلک ملاتړ کاوه.

د ده پر شهادت بې شمېره افغانان خوابدي شوي او ولسمشر غني د غمرازۍ په یوه پیغام کې ویلي:

د ارګ اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن یو ځل بیا د خدای (ج) پر کور (جومات) د تروریستي برید په پایله کې د هیواد جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان چې تل یې خلک حقانیت، طاعت او د خدای تعالی لارې او بندګۍ ته وربلل شهید او یو شمېر لمونځ کوونکي ټپیان کړل.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو ترڅنګ وایي تروریستان د خپل اصلیت د پټولو، د خپلو جنایتونو د توجیه په موخه د دیني احکامو او الهي ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علمای کرامو د حقانیت د رسا غږ د خاموشولو لپاره د مولوي ریحان پر څېر پر باجرئته، وطندوسته او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر مبلغینو او علمای کرامو بریدونه کوي او هغوی پر شهادت رسوي.

جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته د یاد تروریستي برید د هر اړخیزې څېړنې، د برید د عاملینو د تشخیص او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارلو دستور ورکړ او په ټینګار سره یې وویل، د افغانستان دښمنان پر علمای کرامو او د وطن پر خدمتګارو شخصیتونو د بریدونو له لارې د دوی رسا غږ او د حقانیت او خدمت اسلامي او ملي عالي روحیه نشي کمزورې کولی.

محمد اشرف غني شهید مولوي سمیع الله ریحان ته د فردوس جنت دعا ترڅنګ د نوموړي کورنۍ، دوستانو او د افغانستان علماو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي.

One thought on “د مولانا ریحان جنازه په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کېږي”
  1. د شهادت نه وروسته یوازی د تروریزم غندنه او د شهیدانو د کورونو سره غمشریکی او خفگان هیڅ ارزش نه لری ، ځکه دا خو کومه اوله تروریستی واقعه نه ده باید ددی په مخنیوی کار وشی ، او دادرسته خبره ده لکه څنګه چه داکتر صاحب اشرف غنی په خپل پورتنی پیام کی داسی وا یی : ((تروریستان د خپل اصلیت د پټولو، د خپلو جنایتونو د توجه په مخه د دیني احکامو او الهي ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علمای کرامو د حقانیت د رسا غږ. د خاموشولو لپاره د مولوي ریحان پر څېر پر باجرئته، وطندوسته او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر مبلغینو او علمای کرامو بریدونه کوي او هغوی پر شهادت رسوي .)) ، او بیا محترم رئیس جممهور موضوع ته ادامه ورکوی داسی وایی : ((جمهور رئیس اړوندو مسؤلینو ته د یاد تروریستي برید د هر اړخیزې څېړنې، د برید د عاملینو د تشخیص او دقانون منګولو ته د هغوی د سپارلو دستور ورکړ ، او په ټینګار سره یې وویل، د افغانستان دښمنان پر علمای کرامو او د وطن پر خدمتګارو شخصیتونو د بریدونو له لارې د دوی رسا غږ او د حقانیت او خدمت اسلامي او ملي عالي روحیه نشي کمزورې کولی.))
    واقعیت او حقیقت خو دادی چه ملت د رئیس جمهور یا رئس اجرائیه ، یا نورو لوړپوړیوچارواکوددغسی تکراری اندیښنو په څزګندونو قناعت نلری ُ هو ملت دا غواړی چه ددغسی تکراری ترورونو د مخنیوی د پاره په خاصه توگه د یو تعداد نامداره ، مجاهد او مبارزو علماؤ او د مساجدو د یو تعداد بیدارو او وطن ته خدمتگاره امامامانو د فردی امنیت په برخه کی څه کړی دی ُ او څه باید وکړی ؟
    حکومت دداسی پیښو د مخنیوی د پاره چه په تکرار دغسی امامان ، مفتیان ، علما کرام لکه څنګه چه محترم رئیس جمهور صاحب په خپل پیام کی وضاحت ورکړی ، نه تنها غمشریکی، بلکه باید دداسی ترورونو به مخنیوی باندی باید عملی مشهود او ملموس کاروشی.
    البته د ملت سره سوال دی چه څنګه حکومت و لوړپوړیوچارواکو ته محافظین اونور امنیتی سهولتونه ورکړی حتی تر یو تعداد وکیلانو پوری چه دملی مصالحو په وړاندی په معاملو کی سرګردانه ؤ او دی، دغه امتیاز یعنی د امنیتی ساتونکو ددرلودلو امتیاز ورکړل شوی دی .
    نو ځکه دا ضروری خبره ده او ددولت د پاره یو امنیتی اولیت دی چه په اینده کی ددغسی جید علما لکه مفتی سمیع الله ریحان یوه ارزیابی دولایاتو په سطحه وکړی او بیا ددغسی مؤثرو څیرو او شخصیتونو د امنیت دپاره کوټلی ګامونه باید واخیستل شی ، او ژر تژره دغسی نامداره علماکرامو ته امنیتی ساتونکی او نور اړونده سهولتونه په اختیار کی ورکړل شی ( لکه مناسب معاش ، کور او د اولاد دتعلیم سهولت مثلآ د فیس تخفیف ، په بورسیه کی سهم او داسی نور .)
    ومن الله توفیق .

ځواب ورکول Biryalai Yehftali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *