د تیرې یکشنبې په ورځ د اسلام اباد د لال مسجد امام، مولانا عبدالعزیز خبریالانو ته وویل :« د حیرانۍ ځای دی چې د پاکستان حکومت د اسلام د سرلوړۍ لپاره جهادیان روزي او کله چې همدا جهادیان په پاکستان کې د اسلامي نظام تطبیق وغواړي نو دا بیا د پاکستان د حکومت خلاف اقدام ګڼل کیږي.»
د مولانا صاحب حیرانتیا په ځای ده. دی په خپل هیواد کې دوه متفاوت حالتونه احساسوي. مولانا صاحب ته په کلونو کلونو ویل شوي دي چې ځوانانو ته د جهاد کولو سبق ورکړئ او په کشمیر او افغانستان کې یې وجنګوئ، ځکه چې هلته باید اسلامي نظام حاکم شي. لکه څنګه چې اسناد ښیي، د ده مدرسې د شوروي په خلاف د جهاد په کلونو کې د زلمو په ټریینګ او جهاد ته استولو کې فعاله برخه لرله. په هغه وخت کې د مولانا عبدالعزیز پلار مولانا عبدالله د لال مسجد امام و. مولانا عبدالله په ۱۹۹۸ کې ترور شو او زامن یې، مولانا عبدالرشید او مولانا عبدالعزیز ، ځای ناستي شول.
دغه دوه وروڼه چې د پاکستان استخباراتو په کلونو کلونو استعمال کړي وو، په دې نه پوهیدل چې د پاکستان حکومت چې کوم حالت په کشمیر یا افغانستان کې غواړي، هغه یې په پاکستان کې پکار نه دی، ځکه پاکستان باید ترقي وکړي، ښځې او نارینه دواړه باید پکې تعلیم یافته شي،له دنیا سره باید ښه روابط ولري او اقتصادي وده یې جاري وي. دغو وروڼو فکر کاوه چې که په درو وهل، په خپل سر عدالت جاري کول او د خلکو په ښځو باندې کلانکاري کول په کشمیر او افغانستان او قبایلو کې ښه کار وي نو په اسلام اباد کې هم باید همداسې وشي. هماغه وو چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د خپلې مدرسې طالبان وهڅول چې په اسلام اباد کې په اصطلاح شریعت جاري کړي. دغه شي د پاکستان چارواکي دومره په قهر کړل چې په مدرسه یې حمله وکړه او تر سلو زیات طالبان او طالبانې او مدرسان یې ووژل. په وژل شویو کې مولانا عبدالرشید هم شامل و چې د ښځو د برخې د لیلیې په زیرزمیني کې یې مړی وموندل شو.
دغه بل ورور، عبدالعزیز، چې ژوندی پاتې شو، تر اوسه پورې په دې نه دی پوه چې کوم نظام افغانستان ته غوښتل کیږي، پاکستان ته ولې مناسب نه دی بلل شوی؟
د ملا عبدالعزیز غوندې زموږ جهادي مشران هم په دې نه شول پوه چې که ضیا الحق افغانستان ته یوازې ږیره ور کسان مشران مناسب ګڼي نو خپله او د ده نور جنرالان ولې ږیره نه پریږدي ؟ جنرال حمید ګل به تر مرګه پورې چیغې وهلې چې طالبان په سمه لار روان دي خو نه یې ږیره پریښوده، نه یې نیکټایي او دریشي هیره کړه او نه یې دا شوق وکړ چې د پاکستان په موزیمونو کې تاریخي بوتان مات کړي.
د پاکستان په لومړنۍ کابینه کې چې محمد علي جناح جوړه وه، خارجه وزیر سر ظفرالله خان یو قادیانی و او عدلیه وزیر جوګیندرا نات مندل یو پاکستانی هندو و.
د پاکستان مشرانو د ځان لپاره یو معتدل اسلام چې ټولنه پکې ترقي کولای شي، مناسب ګاڼه خو د افغانانو لپاره یې د اسلام په نوم یو داسې څه غوښتل چې په ټولنه کې د فقر، بیوزلي، اختلاف، توهین او تحقیر سبب کیږي.
ملا عبدالعزیز به تر هغو پورې همداسې حیران وي چې خپلې اشتباه ته نه وي متوجه شوی خو که خدای کول زموږ طالبان نور نو په پاکستان نه غولیږي. د قطر د دفتر په هغه وینا کې چې د پګواش د غونډې لپاره واورل شوه، د عقل او منطق خبرې ډیرې وې. طالبانو په دې وینا کې نه له سولې سره مخالفت وکړ، نه له خارجي روابطو سره او نه د ښځو له حقونو او د مختلفو حزبونو له شتون سره. د شریعت د جاري کولو په برخه کې یې هم ډیره منطقي خبره کړې ده او ویلي یې دي چې یو داسې اسلامي نظام غواړي چې له نورو افغانانو سره په مصلحت باندې رامنځ ته شي.
د نورو نظر ته احترام لرل او په شریکه او د رایو په اتفاق یا اکثریت باندې فیصله کول، د اسلامي ټولنې بنیادي اصل دی. که یوه ډله صرف ځان ته مسلمانه وایي او صرف هغه خبره د خدای خبره ګڼي چې د دوی زړه یې غواړي، نو هاله بیا د خیر ځای شر او د حق ځای باطل نیسي. داعش ډله په همدې شیطاني لاره روانه ده چې د مسلمانانو ډیرې وینې یې وبهولې. خدای دې وکړي چې طالبان او په ټوله دنیا کې اسلامي تحریکونه او تنظیمونه د سولې ، د مصلحت او د نورو د زغملو لاره خپله کړي او اسلامي دنیا له روان بحرانه را وباسي.
افراطي ډلو اسلام او مسلمانانو ته دومره صدمه رسولې ده چې هیڅ یهود او نصارا نه ده رسولې. اسناد او ارقام راواخلئ او له ځانونو وپوښتئ چې ایا یهودو په تیرو پنځوسو کلونو کې ډیر عرب مسلمانان وژلي دي که داعشیانو په تیرو پنځو میاشتو کې؟
په نایجریا کې د بوکو حرام ډله نجونې تښتوي او د کنیزو په نوم نکاح ورسره تړي او د شرم ځای دا دی چې دغه کارونه د اسلام په نوم کوي. پکار ده چې طالب مشران واقعیتونو ته متوجه شي او د اسلام او افغانستان د عزت او کامیابي لپاره هغه څه وکړي چې د دنیا نور مسلمانان یې کوي. دوی باید ځان له افراطي ډلو را جدا کړي او د اسلام او مسلمانانو په عزت او خوشحالي کې خپل عزت او خوشحالي وغواړي. مونږ ټول باید په دې پوه شو چې د اسلام سرلوړي په دې کې نه ده چې د مسلمانانو په وطنونو کې جنګ وي، بمونه وي، انتحاري حملې وي او مسلمان ماشومان او مسلمانې میندې په سرپناه پسې په بیابانونو او سمندرونو کې مزلونه کوي. د اسلام سرلوړي په کې ده چې مسلمانان اباد او عزتمن ژوند ولري. د اسلام سرلوړي په ترکیه او مالیزیا او قطر او مکه او مدینه کې موندلای شو، نه په سوریه او نایجریا او سومالیا او شمالي وزیرستان یا جنوبي وزیرستان کې.
Salamoonah;
Wali?. d Suriye dderiy Sunni mosolmanan wo,aw di. da che Rus-amrica etc.. pa kshe daxili-jagrra wachawila ; hamda raaz Somalia dder sha Islami-socializm xwata revan wo magar el-kaideh d cia pa ishara paki el-chobab mobab aw Bahri ghli peyda krril.
Hamda ranga zmong Wazirestan! da de A-P faqir(Mirza Ali KHan) aw ghayreti zwanano Ttal aw Wannu wo che Engrezan yi maat kirri wol; mager oos toor-kuni Penjabyan (isi & etc..) + d amrico-engrez Drones bombardevi ; aw Mosulman-Pashtanei derpa dara xawre pa ser kawi.; aw d`Afghanistan milli-nifaak hem warta ddol wahi.!!
Albette, Turkije; Indonezya malyzia, Qatar, Misir, Libya, elJezayir , Pfalaestin , aw Afghanistan dder sha mosulmanaan lari , VEL A`AQEBETUL LIL Mutaqqieyn.