خاص او عام څېړنېزکالبونه (مقاله، رساله، کتاب، مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن) په زيات اوکم تغيراو تبديل يوشان شکلي کالبونه لري اود محتوا له مخې د هر ډول موضوع د څېړنې په جوله کې څېړل کېداى شي.
د شکلي(فوم) له مخې چې د څېړنې لپاره کوم سرليکونه مهم دي، د محتواله مخې هرسرليک د ځان لپاره بېله منځپانګېزه او محتواېيزه ځانګړنه لري، يعنې د څېړنې لپاره چې کومه خاکه جوړېږي، ټول لوى سرليکونه بايدبېلابېلې معناوې ولري.
د کتاب، تېزس، ډیزرټیشن او داسې نورو تحقیقاتي کالبونولپاره چې کوم جوړښت د شکل او محتوا له مخې مهم دی، په ډېر کم توپیر سره په عین شکل د مونوګراف لپاره هم ضروري دی.
د څېړنېز اثر فزيکي(شکلي) جوړښت:
څېړونکى چې کله دڅېړنې په هرکالب يافورم باندې تحقیقي کارپيل کوي، لیکوال مجبوره دى، چې د موضوع بېلابېلې برخې پر اصولو برابرې ترتيب او تنظيم کړي.
محصل د مونوګراف د لیکلو په وخت کې بایددنورو څېړنېزو اثارو په ډول خپل کار(څېړنه) په لاندې ډول پيل او پاى ته ورسوي:
١. دسرصفحه (پښتۍ): په دې صفحه کې د مونوګراف نوم، د لیکوال (محصل) نوم، له مونوګراف سربېره که تېزس، ډيزرټيشن اويا داسې نور د علمي رتبو لپاره ليکل شوې موضوع وي، د لارښود نوم او د موضوع د بشپړېدو کال په کې راځي. د شکلي او معنایي جوړښت له مخې تر هر سرلیک لاندې د خپل ماسټرۍ دورې (تېزس) یوه یوه نمونه د مثال په ډول راوړم، ترڅوچې لوستونکي مودقیق معلومات تر لاسه کړی وي.لکه:
موضوع: استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولېزه څېړنه.
څېړنه: پوهنيارسيد اصغر هاشمي.
لارښود استاد: پوهندوى ډاکټر محمداجان حقپال.
کال: ١٣٩٣ هـ ش.
۲. د کتاب پېژندنه: هغه مونوګرافونه چې نه چاپېږي دغه صفحه نه لري او هغه مونوګرافونه، تېزسسونه، ډيزرټیشنونه اونور علمي او تحصلي اسناد چې چاپېږي، د کتاب پېژندنې برخه لري.لکه:
د کتاب نوم:د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولیزه څېړنه
څېړنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
اړیکو شمېره: ۰۷۸۰۰۰۶۱۶۶
بریښنالیک: [email protected]
خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه
کمپوز: عبدالهادي اثر
ډیزاین: عبدالهادي اثر
چاپ شمېر: ۲۰۰۰ ټوکه
چاپ وار: لومړی
چاپ نېټه: ۱۳۹۴ لمریز
چاپ ځای: پيښور
له دې وروسته دخپرندویي ټولنې د ځای په هکله معلومات راځي.
٣. د کتاب پېژندنې وروسته په چاپ شوو اثارو او ناچاپ شوو مونوګرافونوکې (بسم الله الرحمن الرحیم)راځي. په ځینو چاپ شوو اثارو کې دکتاب پېژندنې سره یو ځای (بسم الله الرحمن الرحیم) راځي، خوښه داده چې (بسم الله الرحمن الرحیم)په ځانګړي مخ کې راشي.لکه:
بسم الله الرحمن الرحيم
۴. اهدآ: که څېړونکی وغواړي چې خپله لیکنه یا اثرچاته اهدا کړي، دغه ډالۍپه ځانګړي مخ کې راوړل کېږي، دا د څېړونکي خوښه ده چې خپله موضوع چاته هديه کوي.
ځنیې مونوګرافونه او چاپ شوي اثار دغه مخ لري او ځینې یې نه لري، راوړل او نه راوړل یې د لیکوال خوښه ده.لکه:
ډالۍ
ګرانې مور او قدرمن پلار الحاج پوهنمل سيدرحمن هاشمي ته!چې زموږ د کورنۍ د غړو په روزنه کې يې ډېر زحمتونه ګاللي دي.
سيداصغر هاشمي
۵. تقريض (لارښود ګزارش): اکثره تحصيلي اسناد(مونوګرافونه، تېزسسونه او ډيزرټيشنونه)اوعلمي تحصيلي رتبې د لارښود استاد ګزارش ته اړتيالري اوځينې وخت د نورومشرانوليکوالوتقريظونه هم پرې ليکل کېږي، که څېړونکى د لارښودګزارش اودنوروليکوالو تقريظونه په خپلې څېړنې کې چاپ کړي، سم کار دى اوکه چاپ يې نه کړي ناسم کار هم نه دى، خوڅېړونکى بايداول د لارښودګزارش او ورپسې تقريظونه په څېړنې کې چاپ کړي.
د تقريظونوپه برخه کې اول بايدد مشراستاد او ورپسې د کشر استاد تقريظ په پرله پسې ډول راوړل کېږي.
په اکثرو ناچاپو مونوګرافونوکې يوازې د لارښود استاد نظر راوړل کېږي، خوکه مونوګراف چاپ شي او د کتاب شکل غوره کوي، امکان لري چې د نورو مشرانو لیکوالو تقریظونه او نظریات پرې راوړل شي.لکه:
تقريظ:
ښاغلی پوهيالی سيداصغر هاشمي د فوق ليسانس د علمي بورد له خوا د منل شويو مفرداتو پر اساس د ماسترۍ پروګرام د بشپړتيا لپاره خپل تېزس (د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) په اوو لويو برخو دارنګه وېشلې ده: (د استاد الفت هر اړخيزه پېژندنه، د استاد الفت د شعرونو د منځپانګې پېژندنه، د استاد الفت په شعرونو کې غندنې، د استاد الفت په شعرونو کې پيداګوژيکي نظرونه، د استاد الفت په شعرونو کې د هېواد د پرمختګ اساسي توکي، د استاد الفت په شعرونو کې د هېواد د وروسته پاتې کېدو لاملونه او د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو جوليز(شکلي)جوړښت او سپړنه)چې مجموعا(۲۰۴)مخونه لري.
زه د لارښود استاد په توګه دغه اثر په لاندې ډول ارزوم:
۱: ټاپېک((Topic يې ښه او مناسب دی، علمي او څېړنېز ارزښت لري چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولی.
۲: د تېزس د ترتيب او رغونې په اړه يې بايد وويل شي چې سرليکونه ( عنوانونه)يې ډېر ښه اوپه ځای ټاکلي او له سره تر پايه يې تسلسل په پام کې نيولی او دې تېزس ته يې بشپړ خوند او رنګ وربښلی دی.
۳: په تېزس کې کارول شوي موادخپل ارزښت او اهميت لري، اوډون او تنظيم يې خورا ډېر ښکلی او په زړه پورې دی، خو څنګه چې دا(د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) يوه ډېره پراخه موضوع ده، نو تر دې لا زياته څېړنه هم پرې کېدای شي.
۴: ښاغلي ليکوال په راټول شوي ډېټا خورا ډېر زيار او زحمت اېستلی، تعبير او تفسير يې له ورايه ښکاري چې له اهميت څخه يې څوک انکار نه شي کولای.
۵: له مستندو او معتبرو مدارکو او سرچينو څخه يې استفاده کړې ده چې تېزس ته يې لوړه درجه وربښلې ده، ترڅو په راتلونکي کې د معتبر او مستند ماخذ حيثيت ولري.
۶: لکه څنګه چې د استاد ګل پاچا الفت ژبه سليسه، ساده، روانه او بې تکلفه ده، پرې ليکل شوی دغه تېزس هم په روانه ژبه ليکل شوی چې غوټې او ابهام نه لري.
په پای کې د ښاغلي سيداصغر هاشمي دغه تېزس مثبت ارزوم او دا يې د ماسترۍ د بشپړتيا لپاره کافي بولم، زيار او زحمت يې ستايم، د پوهنتون له چارواکو او د خپرونو آمريت څخه په درنښت هيله لرم چې دغه اثر د چاپ په ګاڼه ښکلی کړي، ترڅو د درنو څېړونکوپام ور واوړي او په دې اړه نورې څېړنې خپلې ټولنې ته وړاندې کړي او د ګرانو محصلانو او مينه والو لپاره د لازياتې پوهاوۍ لامل وګرځي.(۱۹: ۱ـ ۲ مخونه)
په درنښت
ډاکټر محمداجان حقپال
٥. د پيل خبرې: په ځينو اثارو کې د سرخبرې راځي او په ځینو کې نه راځي. اکثره مونوګرافونه موپیلیزه نه لري، خوپه څېړنېزو اثارو کې د پیل خبرو راول حتمي دي، دا چې مونوګراف یو تحقیقي جوړښت دی، نود دغې برخې راوړل پکې ښه د.
۶.فهرست (ليکلړ يا لړليک): په مونوګراف یا کتاب کې د ټولې لیکل شوې موضوع لوی او واړه سرلیکونه(عنوانونه) په ترتیب سره راوړل کیږي، د هر عنوان مخې ته یې عددي شمېره هم موجوده وي، ترڅو چې لوستونکي وکولای شي چې لوستلوپه وخت کې د خپلې خوښې موضوع په اسانۍ سره پیدا کړي.لکه:
ليــکلــړ
سرليک مخ م مخ
سريزه 1 ۱ ۱
د ګل پاچا الفت پېژندنه
کورنۍ، زوکړه او ټاټوبی 11 ۱۱
زده کړه، ژبې او دندې12 ۱۲
نمانځنې او سفرونه16 ۱۶
اثار17 ۱۷
الف: تحقيقي اثار18 ۱۸
ب: تخليقي اثار18 ۱۸
الف: منظوم اثار20
پکار ده د فزیکي په څېر محتوا هم محتوايي لیکل شوی وی
لنډ هم را ځي، د ییز پر ځای يي په نورو حالتونو کې هم همدا یي راځ.
لکه محتواییزو پر ځايي محتوايي