په علمي ډګر کې يوه په زړه پورې زياتونه ده چې پوهنيارسيد اصغر هاشمي ليکلې او څېړلې دی. دغه کتاب د څېړونکيو او دپوهنتون ددورې فارغانو ته د پايليک دليکلو له پاره د کيلي په توګه کار ورکوي .د نوموړي کتاب اصلي موضوع شپږ څپرکي لري چې لومړی څپرکی د مونوګراف ابتدايي  موضوعګانې روښانه کوي ،دويم يې په محتوا غږېږي،درېيم يې  بشپړول راښئي،څلورم يې مواد را په ګوته کوي،پېنځم يې دڅېړونکي په ځانګړتياوو رڼا اچوي او شپږم څپرکی دڅېړنې خاص او عام چوکاټونه  راپېژني.نوموړی کتاب اصلي موضوع ۱۲۷مخونه لري.په پای کې هاشمي صيب ته ددې ښکلي کتاب د چاپ مبارکي وايم.

پوهیالی عبدالعظیم صدیقمل

One thought on “ د مونوګراف ليکلو لارښود اثر چاپ شو”
  1. سلامونه او نېکې هيلې مې قبول کړئ!
    هيله ده روغتیا مو په برخه وي ، محبوب الهی مې نوم دی کېدايشي تاسوس زما د ليکنو د خپراوي په برخه کې مرسته راسره وکړئ؟

ځواب ورکول محبوب الهی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *