تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې په کابل ښار کې د موټرو د تورو شیشو پر ضد د امنیتي ځواکونو د مبارزې او پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو د حملو په اړه خبرې وشوې.

د حامد کرزي حکومت له تېرو لسو کلونو راهیسي په پلازمېنه کې د موټرو د تورو شیشو پرضد مبارزه کوي خو نه بریالی کېږي ځکه چې د تورو شیشو موټرونه په دولتي چارواکو او د حکومت په نازولو کسانو پوري اړه لري.

د کورنیو چارو وزیر غونډې ته په ښار کې د موټرو د تورو شیشو پر ضد د مبارزې او د وسلو د کنټرول په اړه معلومات وړاندې کړل.

د کورنیو چارو وزارت له تېرو څو ورځو راهیسي یو وار بیا د تورو شیشو پرضد اقدامات پیل کړي دي. دې وزارت تر دې مخکې په لسګونو ځلي دې ته ورته هڅې کړي دي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د دفاع وزیر د کونړ ولایت پر سرحدي سیمو د پاکستان د توغندويي حملو په اړه اندېښنه ښکاره کړه خو په عین حال کې یې وویل چې د هیواد امنیتي ځواکونه د دښمن د هر ډول حملو شنډولو ته تیار دي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان له تېرو نژدې درو کلونو راهیسي پر کونړ او ځینو نورو ولایتونو توغندويي بریدونه کوي خو د افغانستان دفاع وزارت هیڅ راز غبرګون نه دی ښودلی.

د راپورونو له مخې یوازې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې یو شمېر سرحدي ځواکونو په خپل سر پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ او پاکستاني پوځیان یې موقتاً اړ ایستل چې د افغانستان په خاوره کې له جوړې کړې پوستې په شا شي.

په دې نښته کې یو افغان سرتېري قاسم خان ووژل شو خو وروسته پاکستاني پوځیان بېرته د افغانستان خاورې ته رامخکې شول او پوسته یې بېرته ونیوله.

8 thoughts on “د موټرو پر تورو شیشو او د پاکستان پر حملو د کرزي د ملي امنیت شورا غونډه”
  1. داجه دملي أمنيت د شورا دغوندي رابور دافغانانو تر غوز ورسوي جه دنورو شيشو به ضد مبارزه أودّ باكستان د دوامدارو تير يو به كنر كي خبري وشوي .
    دخبرو نتيجه مو خه وه ، دخبل تصميمونو خخه مو خبر كري جه ملت ته اطمئنان حا صَلِّ شي اوكه وأي دا تصاميم محرم دي نو دمحتوا دخبرو د تيرولو هم ضرورت نه وو
    جلالزوي

  2. د تورو شیشو د پاکولو یوه ښه طریقه دا ده چې لومړی په داسې حال کې چې د رسنیو کمرې ورته نیولې وي ولسمشر کرزی پخپله خپل موټر ته ورشي، د خپل موټر له شیشو نه د تور فلم پاکول پیل کړي او خپلو کسانو ته ووایي چې موټر یې سپین کړي. بیا به بل هیچا ته بهانه پاتې نشي او نور به پولیس سپین کړي.

  3. د شیشو څخه د فلمونو پاکول کومه کټه نلری ځکه چی دوی یوه میاشت ورسته فقد به څو افغانیو بیا ورته فلم اچوی او ازادانه ګرځی سمه به دا وی چی د دی کار لپاره قانون از لویه جرمانه کیښودل شی نو بیا به څوک دا کار نه کوی

  4. دامنیت شورای دترکمنستان دسرحدی پولیسو ۵۰ کیلومتره مخته راتګ او دپاکستان دسرحدی پولیسومخته راتګ دمعروف ولسوالی په مربوطاتوپه هکله څه ونه ویل که نه هغه امنیت شورای ته یوه عادی موضوع ښکاری؟

  5. امنیت شورا دترکمنستان اوپاکستان دسرحدی پولیسوله خوا دافعانستان دخاوری اشغالول اوتصرف په هکله څه ونه ویل که داموضوع ورته عادی ښکاری؟

  6. تر سو دا لعنتي اشرار وي باكستان ته سوك سه ويلاي نشي بدي خاطر جه با كستان يي د مور او شزي ميره دي. خو افسوس دا بد بخت او بيسواده اولس بيا هم د كثيف اشرار تر سنك دريزي.يو حفيظ الله امين به كار ده او بس

  7. فکر کوم چه شهید محمد قاسم خان په دوو لسیزو کی لمړی قهرمان په دین او وطن مین شخص وی چه د وطن او ناموس ددفاع په خاطریی خپل ځان قربانی کړ نورخوپه دی فاسد حکومت کی یو هم ونه لیدل شو چه وطن ته یی کوم خاص خدمت کړی وی فقط دجیبونو په ډکولو کی دی .
    کرزی ته هم ډیر دشرم خبره ده چه دفاسدو اشخاصو په نو مقدس ځایونه نوموی لکه پوهنتونونه بلکه مقدس تاسیسات باید دمقدس شخص لکه شهید قاسم خان په نوم ونومول شی چه واقعآ دوطن او اسلام افتخار دی
    په اخر کی دی ټول مسلمان ملت څخه غوښتنه کوم چه د نوموړی ته دعاوی وکړی او دهغه مور او پلار ته ددی عظیم افتخار مبارکی وایم او دلوی خدای څخه ورته صبر جمیل غړښتنه کوم

  8. له زیاتو ویلو ډډه کوم صرف دا وایم چې پښتانه په مختلفو دسیسو سره کمزوري کول غواړي که هغه همسایه ګان دي او که لرې!

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *