د پلازمېنې کابل په ګاونډ نږدې ٣٠ کیلومترۍ کې پروت ميدان وردګ ولايت، د هېواد له هغو پنځو شپږو ولايتونو څخه يو  و، چې په تېره لسيزه کې په کې نه يوازې چې د خلکو له غوښتنې سره سم يو دولتي پوهنتون په جوړ نه شو، بلکې د نورو نیمه تحصيلي موسساتو او لوړو ښوونيزو ادارو څخه  د خپل موقعيت او نفوس په پرتله هم محروم و، چې ممکن تر ټولو ستره ستونزه به يې نا امني وګڼل شي. دا موضوع پر خپل ځاى لاملونه او د پيدا کېدو سببونه لري.

    ددغه ولايت زيات شمېر ځوانان لوستي دي او د هېواد د ګڼو شخصي او دولتي پوهنتونو د محصلينو يوه زياته او غوښنه برخه جوړوي، ددې ترڅنګ یې عام اوسېدونکي يې هم د پوهنې او پوهنيز سيسټم ملاتړي دي، چې غوره بېلګه يې د نا امنيو او  په کې د وسله والو فعاليتونو سره سره د نږدې ټولو ښوونځیو خلاص پاتې کېدل او د کمي اړخه د زده کړې روان بهير دي، خو کيفيت يې تر يو څه اندازې بيا هم د نيوکې وړ دى.!

     که چېرته په پنجشير، اروزګان او ځينو نورو ولايتونو کې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې جوړېدې، نو ميدان وردګو ولايت سره هم بايد د مور و ميري سلوک نه وى شوې او تر ډېر ولايتونو وړاندې بايد په کې پوهنتون رامنځته شوي وي  او د زده کوونکو او ولس دا غوښتنه په ورين تندي منل شوې وى.

    د روانې مياشتې د کب په  درېېمه نېټه زما لپاره ځکه د زياتې خوښۍ او وياړ ورځ وه، چې ددغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ په ټوپ دښته کې، د پوليسو د روزنيز مرکز سره نږدې په يوه پراخه ساحه کې ددې ولايت لپاره د پوهنتون ډېره د والي ښاغلي عبدالمجيد خوګياڼي او د ولسي جرګې ځینو غړو په زياتو هلو ځلو کېښودل شوه، چې وياړ به يې د والي خوګياڼي په برخه وي او که چېرته د ژمنې سره سم په ټاکلي وخت  دغه پوهنتون جوړشي، نو د وردګو پوهه پال ولس او د زده کړې لېوال ځوانان به يې ټول عمر منندوى وي.

   په همدې ورځ په ګڼو خواله رسنيو، فسبوک پاڼه، ويبپاڼو او رسنيو کې د پوهنتون د بنسټ ډبرې اېښودو، والي صاحب او نورو چارواکو کړې څرګندونې خپرې شوې، چې ددې ولايت هر اوسېدونکي ته نه، بلکې  پوهې او تحصيل هر خواخوږي افغان ته د خوښۍ يو ښه زېرى و او زما په څېر يې پراخه هر کلي وکړ.

د پوهنتون بنسټ ډبره”تاريخي ورځ “

     دلته به بده نه وي، چې ددې پوهنتون د جزيياتو او ولايتي چارواکو د ژمنو په اړه  د لوستونکو لپاره يو څه معلومات هم  ولرو:د دغه پوهنتون د بنسټ اېښودو په مراسمو کې والي عبدالمجيد خوګياڼي، د لوړو زده کړو وزارت استازو، په مشرانو او ولسي جرګو کې د دغه ولايت استازو، د ولايتي شورا غړو، د مدني ټولنو استازو، زده کړيالانو، قومي مشرانو او يو شمېر نورو ګډون کړى و.

  د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د پوهنتون د بنسټ ډبره اېښودل د ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د ميدان وردګو د اوسېدونکو لپاره يو تاريخي ګام وباله او زياته  يې کړه: ((نن زما په ژوند کې تر ټولو تاريخي ورځ ده، چې په دغه ولايت کې د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ډبره ږدم.))خوګياڼي دغه راز له ولسمشره، د لوړو زده کړو له وزارت، په ولسي او مشرانو جرګو او ولايتي شورا کې د دغه ولايت له استازو څخه مننه وکړه، چې د دغه پوهنتون د منظورۍ په چارو کې يې د ولايت له مقام سره يو ځای هلې ځلې کړې دي.

والي وويل ددې  پوهنتون په اړه، چې دوه زره جريبه ځمکه ورته ځانګړې شوې، ولسمشر لارښوونه کړې چې بايد د يوه کال په موده کې جوړ او په راتلونکي کال کې ورته د زده کړيالانو د جذب پروسه پيل شي.د لوړو زده کړو د وزارت سلاکار شېرباز ځدراڼ د  لوړو زده کړو وزير د پيغام لوستلو ترڅنګ ژمنه وکړه، وزارت به يې هڅه وکړي دغه پوهنتون، چې د کابل–کندهار سړک ته څېرمه دی، په ښه او معياري بڼه جوړ کړي، څو د ټول هېواد محصلين په کې په ښه توګه زده کړې ترسره کړي.د ميدان وردګو د والي وياند ښاغلي عطاءالله خوګياڼى پر وينا، چې  په لومړي سر کې به په دغه پوهنتون کې د کرنې، ښوونې او روزنې، اقتصاد او ادبياتو پوهنځي فعال شي.

له پوهنتون سره مخالفتونه

   د ميدان وردګو ولايت د جغرافيوي ناسم موقعيت له مخې، ددې ولايت د وردګو څلور لويې ولسوالۍچک، سيد اباد، جغتو او دايميرداد(جلګه) نه يوازې چې مرکز ميدان ښار ته د خپلو کارونو د خلاصون لپاره وخت نه رسېږي، بلکې له ګڼو  پراختيايي کارونو او پرمختګونو څخه د محروميت ترڅنګ نه شي کولى، چې په مرکز کې په دولتي ادارو کې دندې تر سره کړي، ځکه چې تګ راتګ او وخت نيول يوه ستونزه او امنيت يې بله ستونزه وي. همدا لرې والى ددې لامل هم شوى، چې هلته امنيت وضعيت خراب او خلک دولت نا راضه شي.

    دا چې پوهنتون په داسې يوه موقعيت کې پرانېستل شو، چې هم له مرکز لرې نه دى او د نا امنۍ کومه ستونزه نه شته او هم ددې ولايت د يادو څلورو ولسواليو اوسېدونکي ورته نږدې او په وخت رسېدلى شي، نو ځکه يې غوره ګام ګڼو، خو د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو ځينې اوسېدونکو او د ولايتي شورا ځينو غړو په همغه ورځ په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې په سيداباد ولسوالۍ کې د پوهنتون له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ.

     د ولايتي شورا غړي  ښاغلي حضرت جانان په وينا، چې خپله د مرکز ته څېرمې ولسوالۍ جلرېز ولسوالۍ اوسېدنکى دى وويل، چې په دې احتجاجي غونډه کې د ميدان ښار، نرخ، جلرېز، بهسودو او د دايميرداد ولسواليو شاوخوا څلورو سوو کسانو برخه اخيستې وه.

   جانان وويل، چې تېر کال د والي، ولايتي شورا، ولسي جرګې د غړو او سولې شورا په ګډون د يوې لويې غوڼدې په ترڅ کې د پوهنتون پر جوړېدو مشوره وشوه او د قرعه کشۍ له مخې د پوهنتون لپاره د ميدان ښار نوم راووت.د ولايتي شورا دې وکيل وويل، چې دوى له نورو ولسواليو سره تبعيض نه لري، خو دا چې هلته امنيت ښه نه دى، نو ښه به دا وي چې پوهنتون په ميدان ښار کې جوړ شي. د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي بيا وويل چې چې د پوهنتون له پاره غوره شوى موقعيت  د دغه ولايت د اوسېدونکو، قومي مشرانو او په ملي شورا کې د دغه ولايت د استازو په خپله خوښه ټاکلى دى.

د نا امنۍ بهانه

      د ولايتي شورا د وکيل ښاغلي حضرت جانان دا خبره، چې ګني پوهنتون په نا امنه ساحه کې جوړ شوى او د نا امنۍ له امله به ورته تګ را تګ ګران وي، ځکه ډېره منطقي نه ده، چې لومړى خو د پوهنتون ساحه ددې ولايت په لومړۍ درجه ولسوالۍ سيد اباد کې انتخاب شوې. دا ولسوالۍ د کابل-کندهار لويې لارې په سر پرته ده او تر څنګ يې د افغان پوليسو يو ستر روزنيز مرکز پروت دى،چې د ټول هېواد په کچه په زرګونو پوليس په کې روزل کېږي.

    د ټوپ دښته، چې دا ستر روزنيز مرکز هم په کې پروت دى، دا ډول سترو مرکزونو د پرانېستې لپاره پراخه هوارې ساحې او امکانات لري، دکندهار- کابل لويه لاره ترې تېرې ده او که چېرته يو وخت د چک برېښنا په بند واقعا کار وشي، نو په ډېره اسانۍ سره ورته د برېښنا اسانتيا برابرېدلى شي، کومه اسانتیا چې په میدان ښار کې به یې چمتو کول ګران وي.

    له ميدان ښار نه تر دې ساحې پورې، چې ډېره کمه فاصله ده، ځاى پر ځاى د ملي اردو او پوليسو امنيتي پوستې پرتې دي او عموما د هېواد په نورو ولايتونو کې هم نوي تاسيس شوي پوهنتونه د ولايت مقام په خوله کې نه، بلکې له ښار نه په يو څه وړاندې ساحو پراته دي، ځکه چې زده کړه او تدريس يو ارام چاپيريال غواړي او هر ځاى چې پوهنتون پرانېستل شوى، نو که ساحه نا امنه وي ورسره امن شوې ده.

 همدا اوس په ميدان ښار کې يو شخصي پوهنتون او د ارالمعلمين شته، چې شخصي پوهنتون هم تر وروستيو پورې په يوه دولتي ودانۍ کې فعاليت کاوه او څوک حاضر نه وو، چې د ځمکه ورکولو غمه يې وخوري. ددې ترڅنګ که د چک، سيد اباد، جغتو او دايميردادو اوسېدونکي دومره ستړياوې ګالي او مرکز ته په تګ راتګ کې ستونزې زغمي، نود پوهنتون د ساحې مخالفين دې هم  په دې ساحه کې د پوهنتون د موقعيت زغم ولري او د مخالفت پر ځاى دې د پوهنتون په غوړېدو او جوړېدو کې خپله انرژي مصرف او مرسته وکړي.

   د ميدان ښار اوسني موقعيت  او وضعت ته به ګرانه وي، چې داسې يو موقعيت دې وموندل شي، چې د پوهنتون د جوړېدو لپاره دې مناسب امکانات، چاپيريال  او ځاى ولري. د والي ښاغلي خوګياڼي، ميدان وردګو د ګڼ شمېر خلکو او ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د ښاغلو استازو ددې غوره اکاډميک کار ملاتړ دې وشي، نه دا چې پر ضد يې مخالفتي ليکنې، غونډې، بې ځايه تبليغات او احتجاجي ناستې روانې وي.

  دا ډول  مخالفتي هڅې نه يواځې، چې د ميدان وردګو ولايت او ولس ته د شرم خبره ده، بلکې امکان لري، چې دا بې ځايه مخالفت ددې سبب شي، چې د پوهنتون د جوړېدو او غوړېدو هڅې بيخي له ناکامۍ سره مخ شي او دا ولايت دې هېڅ پوهنتون هم ونه لري.

  اکاډميک مرکزونه د خلکو د نږدې والي، پرمختيا، ذهن پراخېدو، سولې د ځوان نسل د ژغورنې وسيلې دي، کومه پروژه، پيسې، مادي امکانات او امتيازات نه دي، چې څوک يې دې جيب ته کړي، ددې پروژو خير عام دى او ټول ولس ته رسېږي.

    د ميدان وردګو ولايت اکثريت ولس، ولسي استازي، پارلماني وکيلان، محصلين، ځوانان، مدني ټولنې او د هېواد په نورو پوهنتونو کې وردګ ښوونکي  د والي صاحب عبدالمجید خوګياڼي دا اقدام او د پوهنتون د موقعيت انتخاب ستايي. دا هغه کار دی چې باید ډېر وختي شوی وی او اوس یې لا فارغین هم ورکړي وی،  همدا غوره اقدام به ددې ترڅنګ د خلکو د نږدې والي او هغو زرګونو ځوانانو د ارمان پوره کېدو په معنی وي، چې د پوهنتون له جوړېدو سره يې له پخوا نه مينه درلوده.

3 thoughts on “د ميدان وردګو پوهنتون، يو پر ځاى ګام/ خلیل تسل”
  1. تسل صاحب زه درسره موافق یم اگرچه زه هم دنرخ دولسوالی یم خو په میدان شارکی دومره لویه ساحی نشته چه پوهنتون پکی جورٍ شی دتٍوپ دشته یی بهترین خای دی جانان خو خپله یو بیسواده سرٍی دی هغه په اکادمیک مرکزونو نه پوهیژی هسی اوتی بوتی ولی

  2. که چیرته رسنی داسی یوطرفه خبرونه ورکوی نه شه به داوی چی دا رسنی په رسمی دول په همدغه موقیعت که خپل فعالت ترسره کری حال داچی دانه کوی.
    دا تولو ته معلومه ده چی پوهنتون دیوقوم ، قبیلی او اولسوالی خلکو لپاره نه بلکی دیو ولایت دیپاره جوریزی که چیرته داسی نه وی نو شه به داوی چی دولت داولایت په دوو برخو وویشی یو وردک او بل میدان حکه چی دمیدان خلک خو کوم دسترسی نلری دی پوهنتون ته بله خبره داچی دحمکی شوه هغه دجناب خاین والی وظیفه ده چی په مرکز که ورته برابره کری نه د کوم شخص که چیری هغه خاین داکار نشی کولی نووظیفه دی پریردی دا خوبه شه وی له دی چی قومونه په خپل منح کی په جنگ واچوی.

  3. ډیر په زړه پوری کار شوی خو هغه خلک چی مخالفت یی کوی باید له دی بی غیرته او ناځوانه کار څخه کار واخلی

ځواب ورکول malyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *