خليل تسل  –

 د ميدان وردګو ولايت چارواکي او په ولسي جرګه کې د دې ولايت استازي وايي چې د دې ولايت پوهنتون به سږ کال د کانکور په لېست کې شامل او ١٣٩٤ کال ته به ٢٠٠ محصلين جذب کړي.

د ميدان وردګو ولايت لپاره دولتي پوهنتون د بنسټ ډبره تېر کال د سيداباد ولسوالۍ په توپ دښته کې په ٢٠٠٠ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه، خو تر اوسه پورې يې د ودانۍ جوړولو کار نه دى پيل شوى.

ددې ولايت د چارواکو په وينا د لوړو زدکړو وزارت له لورې به د روان کال په ترڅ کې د کانکور ازموينې له لارې ۲۰۰ تنه ددې ولايت پوهنتون ته جذب او په ۱۳۹۴ کال کې به د کرهنې په پوهنځي کې زده کړه پيل کړي.

    ددې پوهنتون لپاره د ودانۍ نشتوالي يواځينۍ ستونزه ګڼل کېده، خو د ولسي جرګى غړى عبيدالله کليمزى وايي چې د لوړو زده کړو او کورنيو چارو وزارتونو وسره منلې چې د ودانۍ تر جوړېدو به پوهنتون ددې  ولايت د پوليسو د روزنيز مرکز په درېيو خالي ودانيو کې فعاليت کوي.

نوموړي وويل چې د همدې موخې لپاره يې تېره ورځ  دکورنيو چارو او  لوړزده کړو  وزراتونو چارواکو او ولسي جرګې د غړو له يوه پلاوي سره ددې ولايت له والي عبدالمجيد خوګياني سره خبرې کړې او د کورنيو چارو وزارت له خوا پوهنتون ته ورکړل شوې  ودانۍ يې له نږدې ليدلي دي.

 د ميدان وردګو ولايت د پوليسو رونيز مرکز چې په يوه وخت کې د پنځه زره پوليسو د روزنې ظرفيت لري، ددې ولايت د سيداباد ولسوالۍ په توپ دښته کې موقعيت لري چې اوس يې ټولې چارې د افغان امنيتي ځواکونو په واک کې دي.

کليمزي د لوړو زده کړو وزارت نه غوښتنه وکړه چې راتلونکى کال دې په دې پوهنتون کې د کرهنې پوهنځي تر څنګ د ښوونې او روزنې پوهنځي  هم تشکيل او محصلين دې ورته جذب شي.

   د ميدان وردګو ولايت د مطبوعاتي دفتر په وينا، د ولايت مقام  هڅه وکړه چې په ۹۳ کال کې د میدان وردګو پوهنتون لپاره ودانۍ جوړه او جذب کېدونکې کسان په راتلوونکې کې په همدغه ودانۍ کې زدکړي ترسره کړي، خو د مرکزي ادارو د نه همکارۍ او کمزورې پاملرنې له امله په دې ستر کار بريالي نه شو.

  په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو ولايت استازي مجيدخان وردګ وويل پلان لري چې ډېر ژر ددې ولايت له ملي سوداګرو او پانګوالو سره د پوهنتون لپاره د انګړ ديوال د جوړولو او نورو مالي امکاناتو د موندلو په موخه ناسته ترسره کړي.

 د لوړو زده کړو وزارت د پلان رياست د معلوماتو له مخې ددې پوهنتون خپله ودانۍ به تر ١٣٩٥ کال پورې د ګټې اخيستنې لپاره چمتو شي، خو اوسمهال به د توپ دښتې رونيز مرکز درې مجهزې ودانۍ د يوه کال لپاره  ددې پوهنتون په واک کې وي.

د ميدان وردګو ولايت ګڼ اوسېدونکې په دغه اقدام خوښي څرګندوي، ځينې نور بيا ډېر ډاډمن نه دي او وايي چې د چارواکو په ژمنو باور نه لري او څو چې په عملي ډول کار نه وي شوى، تر هغو به ځانونه د پوهنتون خاوندان ونه بولي.

د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى  احمدجاوېد ساحل او په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون محصل وايي:” دې ولايت بايد ډېر پخوا پوهنتون درلودى، ټوله د چارواکو بې غوري او ددې ولايت د وکيلانو بې پروايي وه چې کيسه کې يې نه وو، اوس هم ډېر باور نه لري چې دا ژمنه دې عملي شي.))

هغه زياته کړه چې همدا اوس هم ددې ولايت د مرکز اوسېدونکي او وکيلان په دې راضي نه دي چې پوهنتون دې په توپ دښته کې جوړ شي، چې ممکن په جوړولو کې يې ستونزې جوړې کړي، په داسې  حال کې چې د ولايت په مرکز کې په جغرافيوي لحاظ داسې موقعيت نشته.

د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون استاد عبدالرحمن عثماني د ميدان وردګو ولايت د سرپرست رييس په توګه ټاکلى او د معلوماتو له مخې ددې پوهنتون لپاره  نوى ١٦ کسيز اداري تشکيل هم منظور کړي.

 د يادونې وړ ده چې اوسمهال په ډېرو ولايتونو کې د دولتي پوهنتونونو ترمنځ خصوصي پوهنتونونه هم فعال شوي چې له دې ډلې په ميدان وردګو ولايت کې هم د يوه خصوصي پوهنتون څانګه فعاله ده، خو ددې ولايت اکثره ځوانان په کابل او نورو پوهنتونو کې زده کړې کوي.

3 thoughts on “د ميدان وردګو پوهنتون ته راتلونکى کال محصلين جذبېږي”
  1. […] Taand A university will be opened in Maidan Wardak province of Afghanistan. Maidan Wardak province is located next to the capital of Afghanistan. but since few years the new graduated students of Maidan Wardak province goes to capital Kabul and other provinces for higher education. the ministry of higher education of Afghanistan after some time planned to build a university in this province. in the next educational year this university will accept student in agriculture and educational faculties. […]

  2. زه هر ورځ د وردګو ولایت یو مشکل چی زمونژ کلیوال ورسره لاس او ګریوان دی لیکم ولی چا تر اوسه ورته پاملرنه نده کړی هغه دا چی د وردګو ولایت د چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلی صحی کلینک چی پانګه یی مسعود په غاړه لری د دی روغتون ډاکتر په خپله دنده کی ناغیړی کوی او په هفته کی دو یا دری ورځي دنده کی وی هغه هم نیمه ورځ خلک د زیات مشکل سره مخامخ دی د دوی مشکل نه حل کیژی د دی داکتر سره د خبری وشی که چیری دا ونده مخ ته نشی بیولی نو استعفا ورکړی چی بل څو ک راشی او که داسی نه کیژی چی هره چهارشنبه کور ته ولاړ شی بیا یکشنبه یا دوشنبی کلینک ته راځی له تاسو ټولو لوستونکو هیله کوم چی د دی مشکل لپاره د حل لاره پیدا کړی مهربانی به مو وی

  3. هیله کوم چی پورته شکایت نشر کړی او د لوستونکو نه هیله کوم چی چاروکو سره دا خبره شریکه کړی زیاته مهربانی به مو وی

ځواب ورکول A university will be opened in Maidan Wardak province | Tolnazaroona ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *