ژباړه: وحيدالله اورياخېل/کابل

کلونه وړاندې، د جرمنې په یوه ښار کې، يوې مينه ناکې جوړې (خاوند او مېرمنې) ژوند کاوه .

 د دوی د ژوند تر ټولو لويه هيله د اولادونو لرل وو. یوه ورځ دواړه د يوه ځنګله په لور د مېلې په موخه روان شول. د ځنګله په ښکلي چاپېريال کې یې د زمري یوه کوچني بچي ته پام ور واوښت. د مېرمنې خاوند نه غوښتل ورنژدې شي، نه چې مور يې نژدې وي او په دوی حمله وکړي خو مېرمنې يې د خاوند خبره ونه منله. په ډېره بیړه د زمري د واړه بچي په لور ور روانه وه. کوچنی زمری يې په ډېره مینه په غېږ کې واخیست خپل خاوند يې له مړونده ونیوه، ویل یې بیړه کوه، همدا اوس بايد له دې ځایه لاړ شو دواړه موټر ته وختل او په يوه تېښته خپل کور ته لاړل.

 دواړه کوچني زمري ته ډېر خوشاله وو. کوچنی زمری يې د خپل کور غړی باله. خاوند او مېرمنې په ډېره مینه د کوچني زمري پالنه کوله.

 کلونه تېر شول، خاوند او مېرمنې کوچنی زمری په ډېره مینه لوی کړ. اوس نو هغه کوچنی زمری په يوه ځوان زمری بدل شوی و. د ژوند ورځې شپې یو په بل پسې تېرېدې، يوه ورځ د ښځې خاوند مړ شو، ښځه له زمري سره يوازې پاتې شوه.

مېرمن له کوچني زمري سره یوازې اوسېده. د خاوند له مړينې څو مياشتې وروسته يې يوه ورځ له مجارستان نه د يوې شپږ مياشتنۍ دندې لپاره بلنليک تر لاسه کړ. مېرمن له خپلې ټولې مينې سره چې له زمري سره يې لرله، اړه وه چې د شپږو مياشتو لپاره خپل هېواد پرېږدي، خو نه پوهېده چې د اولاد په څېر زمری څنګه کړي. له ډېرو سوچونو وروسته يې له ځان سره پرېکړه وکړه چې زمری ژوبڼ ته وسپاري.

د ژوبڼ له کارکوونکو سره يې خبرې وکړې. د زمري د پرېښودو لپاره يې سل زړونه سره یو کړل. له ژوبڼ سره یې یوه پاڼه لاسليک کړه چې د شپږو مياشتو لپاره به يې خرڅ ورکوي او ليدو ته به يې له کوم خنډ پرته راځي. مېرمنې، ته له زمري بېلتون ډېرسخت و. سفر ته له تګ څخه مخکې به هره ورځ د زمري لیدو ته ورتله.

د سفر نېټه را ورسېده مېرمنې په ډېرې خواشينۍ سره له زمري سره خدای په آماني وکړه.

پر مېرمن د زمري په بېلتون کې ښپږ میاشتې لکه ښپږ کلونه داسې تېر شول.

خو داسې يوه ورځ هم راورسېده چې مېرمنې بېرته د خپل هېواد په لور سفر پيل کړ. کله چې خپل هېواد ته راستنه شوه، تر هرڅه لومړی په بیړه د زمري د لیدولپاره ژوبڼ ته لاړه په ډېره بيړه یې زمري ته ځان ورساوه.

د کوټې په مخه کې يې زمري ته په ناز خبرې پيل کړې، زما ځانه زما روحه زه بېرته راغلم، وينې مې زه راغلم ستا په بېلتون کې په ما شپږ مياشتې لکه شپږ کلونه داسې تېر شول. تا ته هم دا شپږ مياشتې سختې وې کنه؟ د همدې ټکو په ويلو د زمري قفس ته ورسېده په بیړه يې د قفس ور خلاص کړ. د مینه ناکو ټکو په ویلو ویلو قفس ته ننوته غېږ یې د زمري لور ته خلاصه کړه، په ډېرې مینې او محبت سره یې زمري ته غېږ ورکړه.

په همدې کې د ژوبڼ د ساتونکي پام شو، په چيغو او منډو د قفس په لور راغی. مېرمنې ته يې په چيغو چيغو وويل راووځه را ووځه کنه خوري دې.

مېرمنې دا ستا هغه نازولی زمری نه دی. هغه خوارکی ستا تر تګ ښپږ ورځې وروسته له ډېرې خواشینۍ څخه ساه ورکړه. دا یو وږی او وحشي زمری دی.

د ساتونکي چيغو دې وخت کې ګټه نه لرله، ځکه چې مېرمنې زمري ته ځان رسولی و او غېږه يې ورکړې وه.

عجيبه وه، وحشي زمري له خپل وحشي توب سره سره په ډېره مینه د مېرمنې په مینه ناکه غېږ کې لکه یو وږی ماشوم داسې پروت وو که څه هم زمری د مېرمنې په آلمانۍ ژبه او خوږو کلمو نه پوهېده.

د نړۍ د اوسنيو لويو پوهانو له ډلې څخه حکيم ارد وايي: چې انسانان یوازې په مینه له یو بل سره تړل شوي.  خو په دې کيسه کې مو وليدل چې انسانان له حيواناتو سره هم په مينه کې تړل شوي دي. ځکه چې مينه دومره لوړه او ارزښت لرونکې ده چې په کلمو کې نشي ځايېدی او احساس يې هم د جنس او نوعې له کچې لوړ دی.

پای

۱۳۹۲-۱۱-۰۹  /// 2014-01-29

2 thoughts on “د مينې معجزه (لنډه کيسه) ليکواله: تينا”

ځواب ورکول ایمل سمسور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *