په خواله رسنيو کې مینانو يو بل ته د مينې مبارکي ورکړې وه، د مينې په وياړ يې د ګلونو ګېډۍ په لاسونو کې وې، عجيبه خوندوره ورځ وه، له خواله رسنيو بیا تر چاپي او تصويري رسنيو کې د مينې د ورځې په اړه خبرې، ګردي مېزونه او راپورونه چمتو شوي وو، په دې ورځ زما په څېر بې مينې خلک هم مينې ته هوسېدل، دوی د مينې هيله لرله، خو زموږ په مالت کې مينه نه وه، الاوډ سپېکر نه په زوره خبرې د خونې تر غولې راتلې، د وحشتونو ورځ لمانځل کېدل، د هغې ورځ لمانځنه روانه وه، چې پر همدې ورځ په زرګونو مینو جوړو ارمانونه نيمخوا شول، د هغې ورځ ياد تازه کېده، چې پدې ورځ زوی د پلار له مينې محروم شوی و، پېغلې د خپل نامزاد د مينې هيله له لاسه ورکړې وه.
زړه مې ودربېد، چې دا څه اورم، په خواله رسنيو کې د مينې او بېرون د وحشت لمانځنه روانه وه، د هغې مېرمنې د زړه درد مې احساس کړ، چې په همدې ورځ يې په سرو لاسونو د خپل خاوند د قبر سرته بې اثرې ناسته وه، په ځای راوچورلېدم او د لوی خاوند دربار ته مې غبرګ لاسونه ونيول: اې خدایه! موږ ولې د مينې تمثيل وکړو، موږ کله مينه پېژنو، له دې ځایه خو پوره څلوېښت کاله مخکې نيم ژواندې هيلې کډه وکړه، دلته د وحشت او بربریت رامخه شوه، سپېڅلي جهاد په نوم د خلکو له غاړو چاړې ولوېدې، د خاوند په عفت ناستو مېرمنو او پېغلو د خپل عفت د ساتنې په موخه خودکشي وکړه، په ډېرو پېغلو او مېرمنو وحشي جنسي تېري وشول، انسانيت سلګو نيولی و، مينې خپله ماتې منلې وه، دنګ ځلمي د اعدام مستحق شوي و.
کابل د ښکلاګانو ډېوې تورتم شوې وې، ژوند په ستړي ساه له مرګ نه په منډه و، په هره کوڅه کې د وحشتونو کیسې روانې وي.
خو ښاغليو ددې ورځې مبارکي يو بل ته ورکوله، چې که موږ نه وئ نن به مو هيواد کې سره شورویان ګرځېدل، د خلکو په ناموس به بريدونه کېدل، د خلکو ژوند به خطر کې و، عجيبي غريبې او دروغ خبرې يې کولې.
زماغږ يې نه اورېده، الاوډ سپېکر ایکو د دوی يوه يوه خبره څو ځله تکراروله، زما غږ خپ و، ما هم دوی ته د وحشتونو د وحشت مبارکي ورکړه، که تاسې نه وئ، نن به زموږ عفت خوندي و، نن به مجاهلينو په تنکيو نجونو او هلکانو بريدونه نه کېدل، نن به ملا امام خپل مسووليت پېژندلی و، نن به د ای، ایس، ای تور لاسونه زما تر ګرېوان نه رارسېدل، نن به سی، ای، اې د سټينګرونو په قېمت زما هيواد نه مستمعمره کول.
له روس سره د سپېڅلې جګړې داستان خورا اوږد و، چې څومره مجاهدينو د خپلې عقيدې په مټ شورويانو ته ماتې ورکړه،څومره کونډې او یتيمان راپاتې دي.
خو همدې پاتي شونو يې د سنګر ملګري مېرمنې د ځان حق وباله، همدې ناروا اړيکو له امله يې اولادونه راوړل، په داعش، طالب او نورو بدل شول.
زه د کومې کمي خبرې تاسو ته وکړم، پروفيسور سیاف افغانستان کې روانه فحشا د هيواد د نارامۍ لامل وبلله، د استاد لکه چې د قمبر څلور لارې شهيدان هېرشول، هغه مو لکه چې له ياده ووتل چې زما د مېندو سينې مو غوڅولې، هغه مو ولې دومره ژر له ياده ووتل چې انسانان په سپيو بدل شوي وو.
همدا خبرې مې له خولې راووتلې يواځې ما واورېدلې، د مينې غوږونه کاڼه و، زما خپ غږ به يې څنګه اورېدلی و، لاسونه يې ټپول چې غاړه راکړي، خو زما د ناوسۍ او بېوسۍ تصوير به يې په ړندو سترګو څنګه ليدلای و.
اې ښاغلو! تاسو لطفا نور دا ورځ مه لمانځئ، تاسو مينه وژلې ده، تاسو د انسانيت په تابوت مېخونه ټينګ کړي دي، تاسو اسلامي ارشادات تر پښو لاندې کړي دي، تاسو د ژوند د ارزښتونو جنازه کړې ده، نو بیا په کومو سترګو د خپلې بريا ورځ لمانځئ.
تاسو د ظلمونو باچاهۍ کې به زه څنګه خپله مينه دلاسا کړم؟
سلام
په علمي او عملي توګه يو مسلمان بايد څلور صفته ولري:
لومړي امنت نه خيانتول
پ خپله وعده وفا کول
له کنځلو ځان ليرې ساتل
دروغ نه ويل
اوس به د رياضي په فورمول کې د افغانستان
کونډې او رنډو يتيم ماشومان
شاوخوا د کابل د بې ګناهو ښاريانو وژنه
د هغو بې ګناهو انسانانو وژنه چې په کلونو لادرکه وه
دا به واخلو د هغو کسانو په اعمالو وويشو چې ددې مظلوم ولس مسوليت ېې که چپ وه او که راست اخيستي وه ددې جواب بايد څوک ووايې. دبن د معاهدې ټيکه داران، پروفيسوران، او که ددموکراسي په نوم نړيوال هېوادونه چې دلته په هېواد کې لګيا دي
او که د ملګرو ملتو موسسه چې ملګرې نه دي
بيا به د مينې کاليزه لمانځو سره له دې چې دا ډول ظاهري مينه زمونږ د فرهنګ برخه هم نه ده او د بل چاپيښي دي
سلام
په علمي او عملي توګه يو مسلمان بايد څلور صفته ولري:
لومړي اما نت نه خيانتول
په خپله وعده وفا کول
له کنځلو ځان ليرې ساتل
دروغ نه ويل
اوس به د رياضي په فورمول کې د افغانستان
کونډې او رنډو يتيم ماشومان
شاوخوا شپيته زره د کابل د بې ګناهو ښاريانو وژنه
د هغو بې ګناهو انسانانو د وژنې لست چې په کلونو لادرکه وه
دا به واخلو اود هغو کسانو په اعمالو به وويشو چې ددې مظلوم ولس مسوليت ېې که چپ وه او که راست په غاړه اخيستي وه ددې جواب بايد څوک ورکړي. الف دبن د معاهدې ټيکه داران، ب پروفيسوران، او که ددموکراسي په نوم نړيوال هېوادونه چې دلته په هېواد کې لګيا دي
يا د ملګرو ملتو موسسه چې ملګرې نه دي
بيا به د مينې کاليزه لمانځو سره له دې چې دا ډول ظاهري مينه هم زمونږ د فرهنګ برخه هم نه ده او د بل چاپيښي دي