تاند- نامتو بریتانیايي فزیکپوه سټیفن هاوکینګ باور لري چې انسانان یوازې زر کاله نور پر مځکه ژوند کولی شي.

د ډیلي مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، پروفیسر هاوکینګ، چې د فضايي علومو په برخه کې یې پراخې څېړنې کړي، د مځکې کُرې ته د ورپېښو خطرونو یادونه وکړه، ویې ویل چې ممکن د یوې ناڅاپي اتومي جګړې یا د مصنوعي جنیټکي ویروس د خپرېدو له کبله پر مځکه د ژوند امکان له منځه لاړ شي.

ده له خلکو وغوښتل چې د خپلو راتلونکو نسلونو د ژوند لپاره فضا ته زیات سفر وکړي.

ده دا وړاندوینه هم وکړه چې ښايي یوه ورځ انسان د جاذبې د انرژۍ پر اساس د بینګ بانګ عصر ته ستون شي.

5 thoughts on “د مځکې یوازې ۱۰۰۰ کاله عمر پاتې دی”
  1. دا فزکس پوه سټفن هاوکنګ خو ويلی صحیح دي او دا به انشالله حقیقت هم لری ځکه چی اخر وقت نشاني خو موژ تاسي هم وينو نودی ته خو هم الله پاک ج په داخپلي بيدني کي علم ورکړی سي باطن علم دی خو بيا هم دی زموژ مسلمانانو ۱۴۰۰ کال مخکی دا ځیړنی کړی خو بیا هم دی دی باطل دين نه لاس نه اخلي او داهم زیاته وی چي فضا ته ځان رسول زمو ژ ده خلاصون نتيجه ده نو موژ تاسو ته ده دا قسم ځیړنو نه فند اخستل ضروری دی الله دی موژ ته په خپل دین اوسیدل توفيق تر ابده راکړی
    امین
    لیکوال احمد شپونکی

  2. دا کفار چی په دومره پوهیگی نو بیا ولی ایمان نه راوری ده قیامت ورز زاتلونکی ده او دا تول کاینات به له منزه زی مننه

  3. ریشتیا چی کاردی دنوح علیه سلام قوم هم کشتی جور کری وی ونه ژوغورلشول

ځواب ورکول احمد شپونکی مقری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *