تیره ورځ (۱۱لړم ۱۳۹۵) د افغانستان د پخواني پادشاه حبیب الله کلکاني او ملګرو جسدونه یې د یو شمیر پلویانو له خوا بیا ځله د کابل په شهر آرا تپه کې خاورو ته سپارل کیدل چې د جنرال دوستم د پلویانو له خوا یې مخنیوی وشو او د دغه اختلاف په نتیجه کې مسلحانه نښته رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې ویل کیږي دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي احکامو د لارښوونو له مخې د هر میت(مړي) په ژوندیو دا حق دی چې د هغه تجهیز او تکفین وکړي او په ژوندیو کسانو دغه یوه شرعي وجیبه ده چې د میت په وړاندې تر سره کړي.
خو له بده مرغه چې اوس د مړو له جسدونو څخه سیاسي استفادې کیږي او د دوی اکرام د شرعي احکامو له مخې نه، بلکې د قومي او حزبي تعصباتو له مخې د دوی بیا ځله تجهیز او تکفین تر سره کوي. که د یو میت جسد یو ځل خاورو ته وسپارل شو، هغه که په هر ځای کې وي، که د ساده او یا شانداره مراسمو په ترڅ کې وي، هغه میت ته کومه ګټه او تاوان نه لري، دا د ژوندیو دود او رسم دی نه د مړي غوښتنه او امتیاز.
حبیب الله کلکانی او ملګري یې یوځل له نن څخه ۸۷کاله مخکې(۱۹۲۹ز) خاورو ته سپارل شوي وو، او بیا ځله یې له خاورو هډونه را ټولول او بیا سپارل یې یو وچ فکري او قومي جهالت وو. هغه که ښه کړي وو او که بد، حساب یې له الله سره دی، خو په موږ یې د یو مسلمان په توګه د خیر دعا حق ده او بس.
دا هم په ډاډه ویلی شم چې دغه کسان چې حبیب الله کلکانی یې له خاورو را وښکه او بیا یې دفن کړ، له ده سره د دوستۍ له وجې نه وو، بلکې د یو قومي او ژبني تعصب او سیاسي استفادې په موخه یې تر سره کړ. که دوی ریښتیا له کلکاني سره مینه لرلی، نو د ده په نقش قدم به تللي وای او له بې دینۍ او سیکولرزم سره به یې مبارزه کړې وای. ځکه چې حبیب الله کلکاني خو له ښکیلاکګرو او سیکولرزم سره و جنګیده، تر دې چې و وژل شو. نو دا سپینه خبره ده چې دوی باندې کلکانی ګران نه دی، بلکې د ده له هډونو څخه استفاده او کارونه ور ته مهمه ده.
کله چې د سل کاله پخوا جسدونو د جاهلانه بیا تدفین په سر د څو بې ګناه مسلمانانو وینه تویږي او یو زیات شمیر ټپیان کیږي، د دې مسئولیت د چا په غاړه دی؟ او څوک د دې ځواب ورکوي؟ همداشان د دې تدفین په سر چې څومره اختلاف د مسلمانانو ترمنځ جوړیږي او اوږدې ریښې زغله وي او تل د خونړۍ جګړې باعث کیږي، څوک یې مسئول دي؟
هو، دا ټول پورته مسایل د دوی لپاره هیڅ کوم قیمت نه لري، ځکه چې د کلکاني هډونه د دوی سیاسي او قومي ګټو ته حتمي دي. له همدې کړنې په تقلید سره اوس یو شمیر کسان په پکتیا کې را پورته شوي او وایی چې د ډاکتر نجیب جسد دې هم له سره په شانداره مراسمو سره په کابل کې خاورو ته وسپارل شي، هغه نجیب چې په زرهاو افغان مسلمانان یې د پخواني شوروي په امر و وژل او په سل هاوو زره یې نور له کوره بې کوره او کډوال کړل.
نو دغه میت پالنه او تعصب یو له شرم ډک عمل دی چې ځینې کړی یې د خپلو سیاسي او قومي تعصب په موخه تر سره کوي او افغان ولس ته لازمه ده چې د دوی له ملاتړ او ملګرتیا څخه لاس واخلي، ځکه چې له دې نه بله ستره بیشرمي نه شته، او دغه سیاسي میت پالنه په اسلام او احکامو کې کوم ځای نه لري، بلکې دا صرف یو فکري جهالت او قومي تعصیب دی او بس.
په شرم خو هغه پو هیږي چې ، شرم و پیژني ،څوک چې ټول ژوند يې په بی شر مۍ او بې حیا یۍ کې تیر کړۍ وي په شرم څه پو هیږي؟؟؟؟؟
تولو پکتیا والونه اخترامانه خوهیش کوو چه د داکتر نجیب شهد دی هغی خبر سره لاس ونکړی هغه ژوندی دی شهید نه مری دخبل بلاره نی هدیره کی خاورو ته ۍبارل شویدی صرف دوعا ورته کوای اوبس
Khalid sargand aw da isi virus ?