تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: طالبانو په میدان وردګو کې د لومړي ځل لپاره د کورونا د مخنیوي پر ضد د عامه پوهاوي درې کسیز ټیم برمته کړی دی.
ځايي چارواکي وايي، دغه درې کسان د عامه پوهاوي لپاره وتلي وو چې په جلرېز ولسوالۍ کې طالبانو نیولي دي.
د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک تاند ته وویل، طالبان دې د روغتیايي کارکوونکو دغه ډله ژر تر ژره خوشې کړی، تر څو د کورونا پر ضد خلکو ته د عامه پوهاوي د رسولو چاره ټکنۍ نه شي.
که څه هم د میدان وردګو ولایتي اداره لا په رسمي ډول دغه خبر نه تاییدوي خو بلخوا طالبانو هم لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ډاډ ورکړی و چې روغتیايي کارمندانو ته څه نه وايي او که د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې کورونا زیاته خپره شوه نو دوی کولای شي چې هلته جګړه ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې کورونا تر اوسه په افغانستان کې ۲۹۹ کسان نیولي او ۷ کسان یې وژلي دي.
الله تعالی فرمایی:
تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان ……….
نو څه پکار دی طالب جانه! تنها ورانول او وژل ؟ که انسان خدمت اوتعاون ته هم ضرورت لری صرف د طالب لباس کفایت نکوی،محمدی اخلاق به کله وینو ،انسان تابع د احسان دی
بل ځای رب العزت فرمایی:
محمد رسول الله والذین معه اشدآء علی الکفار رحمآء بینهم……..
طالبان که رښتیا د اسلام پتنګان وی باید بماانزل الله عمل وکړی