مینه ابراهیم خیل

 دمیرمن کلتوري ټولنیز دوه ویشتمه اونیزه غونډه د ۱۳۹۲ د لړم میاشتې په پنځلسمه نیټه په کتاب ښارکې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړه شوه. د غونډې د سټیچ چارې مینا نظري سمبالولې. او د غونډې منشي مینه ابراهیم خیل وه. د غونډې میلمنه محموده تقوا وه.

د غونډې په لومړۍ برخه کي د لیمې نیازۍ په لاندې نظم کره کتنه وشوه:

زه د ولسمشرۍ هوډ کوم

ټول پوهيږي

چې د جنګ له تورو ليکو نه يم جوړه

زما محل زما ټاټوبی

بې د ټانک او د راکټو محل نه وه

زما سندره دهشکه وه

زما نانځکې زموږ د کلي

ښايسته ښکلي ماينونه

زما کتاب، زما ښونځی او زه په خپله

د زمان د جبر درې اساسي ټکي

زه د ولې ؟ او په څه پوښتنه نکړم

ځکه زه د خپل راتګ او ژوند کولو په سوال پوه يم

خو ما هيڅکله  دا سوال ځان نه ونکړ

چې زه ولې ځان نه ژغورم

زه تقدير ته په ژړا يم

خو په  ځان مې ژړا نکړه

چې د خپل تقدير بدلون ته لږ څه پام کړم

زما ورور زما د زده کړيالې

او شاګردې سزا راکړي

له خپل ژونده لاس په سر کړي

زما ورور ناهید او حنيفه را ځينې را اخلي

 بل لالا مې اکاخيله او ملاله قتل عام کړي

ماماګان او ترونه دواړه

پلچکونه، مکتوبونه او بندرونه تار په تار کړي

په دا اوس کې مې وريرو او خوريو هم

دهشکه په اوږو ايښې

خدايه ګورې!

چې په لر او بر کې زه يم

د يوې کورنۍ غړي

يوه قوم استازي

او د خپل مرګ اراده

نه نه

زه يي نه پريږدمه خپل مې

چې ما هم

او خپل ځانونه

لولپه کړي

نور يي نه پريږدم

چې نوم مې د کافر کړي

زما وروره زما یاره

زه انجيل او تورات نه ويم

خو قرآن را باندې زده کړه

زه جولياګيلارده نه يم

زه ميرکل او کلينټني پيښې نکړم

د شرين عبادي څنګ ته دريدلو ته مې پريږده

ما ملاله د ميوند کړه

استدلال د بارکزۍ در څخه غواړم

ميړانه د زرغونې او نازو راکړه

زه په ستر او ټيکري کې ولسمشره کيدای نشم؟

يا په ګرده افغانۍ لمن وزيره يا معينه

زه د مخکې د اسلام پنځه بیناو په رڼا کې

نن دا هوډ درسره کړمه

د امکان په يوه ورځ

زماشي او زمان به يي شاهد وي!

د لیمې نیازۍ د دغه نظم په اړه د بهیر غړو هرې یوې نعیمې غني، محمودې تقوا، پاکیزې آرزو او نورو خویندو خبرې وکړې. دوی نظم ښه وارزاوه په نظم کې د پیغام پله درنه وه او ټولنې په تیره میرمنو ته یې نوي او په زړه پورې پیغامونه درلودل. خو په ځینو برخو کې شعاري شوی دی چې کیدای شوای د نورو کلیماتو په راوړلو سره هم شعر خپل فکري اړخ ساتلی وای او هم یې د ښکلو کلیماتو په مرسته پیغام رسولی وای.

وروسته لیمې نیازۍ د بهیر له غړو مننه وکړه زیاته یې کړه چې د هغوی د مشورو په رڼا کې به په شعر کې لازمي سمونې راولي.

د غونډې په بله برخه کې په کاري مسایلو باندي خبرې وشوې په دې برخه کې د رڼا کالنۍ مشاعرې د جوړیدو په اړه بحث وشو. په پام کې وه چې د میرمن بهیر له خوا د رڼا کالنۍ مشاعره د جوزا په دیرشمه نیټه جوړه شوې وای خو د مالي ستونزو له امله تر اوسه مشاعره جوړه شوې نه ده. میرمن بهیر اوس هم ددغې مشاعرې د جوړولو لپاره امکانات په لاس کې نه لري خو ځینو ادارو ژمنه کړې چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

په غونډه کې پریکړه شوه چې رڼا مشاعره دې د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې جوړه شي. په دې برخه کې د رڼا مشاعرې د جوړولو لپاره پروګرام په غونډه کې ولوستل شو او د بهیر غړو ته دندې ځانګړې شوې.

او دغونډې دریمه برخه کي بیا هم د تل په څیر مشاعره وشوه چی په دی برخه کې د میرمن بهیر غړو مینا نظري، کاینات سعادت، دنیا طوطا خیل، نعیمې غني، محمودې تقوا، مرضیه امین، حیا بابکرخیل، پاکیزه ارزو ، شکریه، نظیفه نیازې، مریم اکاخیل ، مینې ابراهیم خیل او مریم امرخیل خپل شعرونه ولوستل. دغه راز د ولایتونو له کلیو څخه یوشمیر نجونو خپل شعرونه د ټیلیفون پر کرښه واورول.

په غونډه کې د پکتیا اوښتون ټولنې لخوا چاپ شوی کتاب(رازونه او حقیقتونه) د میرمن بهیر پر غړو وویشل شو.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. دیادولو وړ ده چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې هره چهارشنبه د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پامیر سینما ترڅنګ په کتاب ښار کې جوړیږي.

2 thoughts on “د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دوه ویشتمې غونډې رپوټ”
  1. د خپلو خویندو پدا ډول پروګرامونو مې لږ زړه ښه شي.

    کنه زما زړه د خپل کلي د پیغلو او میړوښو هغه ستړی، دروند له جهل او کدورته ډک ژوند سخت کړوي. هر وخت مې زړه په درد او له ښه ژونده نهیلی وم

ځواب ورکول ګلو جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *