زموږ د شپې شوګېرې هسې عادت
کنه زمونږه د راتلو څوک دي

صابر

هر انسان د ژوند په جریان کې یو ځل خامخا میینېږي، اکثر کسان د ځوانۍ په عمر کې دا لمبه وهي خو دا مهمه نده، چې یوازې په دې سن و سال کې څوک میین شي کېدای شي، د حیات په هر وخت کې او هر ځای کې پر سر دا باز کښېنستی شي.

مینه عمر و ځان نه غواړي

زما خپله تجربه ده.

د مینې کولو ګټي!

لومړی: په میني کولو سره انسان د خپله نوع او نورو ژوندیو موجودات (حیوان، نبات) سره همدردي پیدا کوي، د نورو په درد، غم، خوشحالي، بېوسي، احساس او مایوسي کې ځان شریک او د هغوی درد خپل درد ګڼې.

تر دې پورې یوه کیسه درته کوم:

د مکتب یوه همصنفي مې راته کیسه کوله چې:

تقریباً د شپې لس بجې به وي چې د کار څخه کور ته د دارالامان په سړک روان وم، پر سړک راش نه و په غوږ کې مې کوشۍ وې، موسیقي مې اورېدل، موټرسیکل مې په سرعت سره چلوی، چې ناپامه یو سپی د سړک د غاړې د ګلدان څخه را ووتی، د ځان سره مې فکر وکړی، که بریک ونیسم، غورځېږم او که همداسې پرې ور روان شوم بیا خو حمتي ده چې، سپی به په موټرسیکل وهم، نو موټر سیکل مې همداسې وښیوي نو سپی وژغورل شو.

ورته ویل: ولې دې داسې وکړل؟

ویل یې: د ځان سره مې فکر وکړ، چې دا سپی به هم زما په شان معشوقه لري، ورته انتظار به وي نو ځکه مې ځان خوږ کړ او سپی مې وژغوری.

بېلتانه دي د هرچا په غم شریک کړم

یار د بل درومي او زه ورپسې ژړم

درویش درانی

دوهمه: مینه انسان ته، زغم، حوصله، قوي اراده، وربخښي. د ژوند په دریاب کې انسان د پر له پسې ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږي. یا هم انسان په خپل ژوند کې یو هدف ټاکلي خو همدا هدف ته د رسېدو په لار کې خنډونه وي نو که ورته کم حوصله شي او د مشکل په مقابل کې قوي هوډ ونلري بیا نو هېڅکله د خپلو ارمانونو بېړۍ ساحل ته نشي رسېدلای خو میین انسان د قوی ارادې خاوند وي، ده ته د خپلې مینې لاسته راوړل او خپل مرام ته رسېدل پرله پسې انرژۍ ورکوي نو همدا حس یې ارام ته نه پرېږدي، پر خپل ځان او نفس باور زیاتېږي.

یو وخت ومه لکه ته له یاره لیري

یوه ورځ به لکه زه رسیږې یار ته

درېیمه: انسان پاک نفسه مواخته کوي، خپلې معشوقې ته وفاداره وي، نورو ته یې نظر نه وړ اوړي.

باوجود د دې چې تا ته لاره نه وه

ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه

درویش درانی

دغه یو ته وې چه په روغ زړه او دماغ ګرځي دې
ته هم مین شولې قراره، سړی څه ووایې

2 thoughts on “د مینې ګټې/ عصمت بهیر”
  1. بېلتانه دې د هر چا په غم شريک کړم
    يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم
    ما د يار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه
    نه يې نوم اخـــــلم او نه ورپسې ژاړم

    ماشاالله ښګلی موضوع ښکلی الفاظ ډیر عالی بهیر صاحب

  2. ماشاالله
    په زړه پورې
    جوړېدله خو تا یاره جوړه نکړه
    زما د زړه نه دې هینداره جوړه نکړه
    با وجود ددې چي تاته لاره نه وه
    ما له بل چا سره لاره جوړه نکړه

ځواب ورکول Aimal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *