رښتینی – دجنوبی حوزې د میوند اتلانو ټیم لوبغاړي وايي چي  دافغانستان د غوره لیګ د سیالیو په دوهمه لوبه کي چي د عقابان هندوکش سره تر سره سوه د لوبي ریفړي د دوي سپکاوي کړي .

ددې لوبډلي کفتان عبدالسمع غیرتمل د رسنیو سره په خبرو کي وویل چي ریفړي لومړي د لوبي د اصولو خلاف دعقابان هندوکش په لوب ډله کي  لومړي دوو ایراني لوبغاړو ته ځای ورکړي وو او وروسته يي هڅه کول چي لوبه دیادي لوبډلي په ګټه تمامه کړي .

دغیرتمل په وینا دلوبی په جریان کي ریفري د میوند اتلانو لوبډلي ته سپکي سپوري وویلي او ددغه لوبډلي دري لوبغاړي يي دمیدان ویستل .

غیرتمل وايي داعتراض په ډول به نور دافغانستان د فوټبال دغوره لیګ په  دغه سیالیو کي کډون نه کوي .

د میوند اتلانو ټیم یو بل لوبغاړي فیض محمد دغه راز پر ریفري تور لګوي چي له دوی  څخه  يي تر لوبي مخکي دپیسو غوښتنه کړي .

دفیض محمد په وینا دلوبي په جریان کي معلومیدل چي دریفري چلند غیر منصفانه دي .

بلخوا دافغانستان دفوټبال دغوره لیګ یوتن  کمیشنر صبور ولیزاده دمیوند اتلانو د لوبغاړو دغه څرګندوني رد وي او وايي چي په لوبه کي د چا سپکاوي نه دي سوي

نوموړي دغه راز د لوبغاړو په اړه چې کومه ادعا شوې وویل چې د قانون له مخې هر ټیم چې سرحد ته نږدې وي لکه د ننګرهار په ټیم کې د پاکستان او همداسې د هرات او نورو ټیمونو کې ځینې افغان مهاجر سته چې په سیمرغ کې هم په همدې اساس لوبغاړو ته اجازه ورکړل سوې ده.
( لومړی خو هیڅ یو ریفري دومره نه خاین کیږي چې له کوم ټیم دې پیسې وغواړي دا هغه ادعا ده چې که هغوي کوم سند ولري تاسو او کومې بلې رسنۍ ته دې وسپاري له هغې پرته دا یواځې یوه بې ځایه ادعا ده.

د زرګونه خلکو په حضور کې څلورم نمبر لوبغاړي محمدیونس پر ریفري وار وکړ او آن چې په مخ یې په سوک وواهه چي د قانون له مخې دا خپله سور کارت لري.

او دا چې ریفري دې کندهاریانو ته ښکنځلې کړې وي دا یواځې د فوټبال فدراسیون ، غوره لیګ ، داورانو کمیټې او د یوه ځوان ریفري په وړاندې چې ډېرې بهرنۍ او کورنۍ مسابقې یې داوري کړي د کندهار د نجیبه خلکو د تحریک او پارولو پرته بل هدف نه لري او که دوي غواړي چې ثابت یې کړي نو باید د ریفري کوم غږ یا بل څه سند که دوی ولري خلکو ته دې وړاندې کړي چې خلک دې په خپله قضاوت پرې وکړي.)

دافغانستان د فوټبال دغوره لیګ دغه سیالۍ چي پکي د هیواد داتو زونونو لوبډلو برخه اخیستې اوس هم  په پلازمینه کابل کي رواني دي

میوند اتلانو لوبډلي تیر کال په دغه سیالیو کي دریم مقام ګټلی وو .

5 thoughts on “د میوند اتلان وايي د فوټبال دغوره لیګ په سیالو کي د دوي سپکاوي سوي”
  1. اول دا راته ووایاست چی دغه لیک د څه د پاره دی ددی د پاره چی افغان ملی ټیم ته تری لوبغاړی غوره شی نو که داسی وی بیا په ایرانیانو څه کوی هغه هم ملی ټیم استوی که څه چل دی ددی په ځای چی یو افغان ته چانس ورکړل شی تر څو خپل وړتیا وښایی یو ایرانی ته ځای ورکول کیږی چی دا پخپله د فوتبال د پر مختک په وړاندی یو خیانت دی

  2. افسوس چې زموږ پښتانه په هر کار کې وروسته فکر او وروسته ګام اخلي. ددې کار پیل او نوښت دوی کړیدی خود به د خپلې خوښې سره سم غوره لیګ جوړوي.

  3. زه ټولو هغه دوستانو ته چی د افغان بچیانو په نمایندګۍ نړۍ ته معرفی شوی او یا معرفی کیږی .دا وایم چی خاص د خدای نه ویریږی او نور دا دنیا په ځان پسی مه خندوۍ. او بله داچی ایرانی پاکستانی او دنورو پلیتانو لاسونه په ګران هیواد کی مه پریږدۍ. وسلام

  4. زه یو پښتون یم او لوبه می له سره تر پایله ولیدله. ما د میوند د اتلانو او د عقابان هندوکش د ټیمونو سیالي یو متعصبه سیالي و ارزوله. تعصب په دواړو ټیمونو کښي وو نه په ریفري کښی. خو که رښتیا درته ووایم د عقابان هندوکش ټیم لږ غښتلي ښکاریده. په هر حال ریفري ښه قضاوت کاوه. زه د نورو ورونو څځه غواړم چي لږ زغم دی ولري په ژوند کښی هم بریاوی او هم نه وی. و سلام

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    په لوبه کې يې تل پياوړي ګټي او نازولي نارې وهي! په افغانستان کې په ټولو برخو کې له سپورټه نيولې تر اداري او امنيتي او حتی تعليمي واحدونو پورې ټول د احساساتو په ګدي سپاره دي، چې پايلې يې داسې هېواد لکه افغانستان دی، چې ټول په زور او بدماشي غواړي ترلاسه کړي، زما خبرې هغو افغانانو ته متوجې دي، چې د احساساتو په ګدۍ سپاره دي، مګر نه هغه ۳۰ ميليونه ولس ته، چې په يوه مړۍ وچه ډوډۍ پسې هم لالهانده دی، ځکه د ټولنې مخکښ نورو ته د سمبول حيثيت لري، نو افغانان دې زغم، ورورولي او له بې وزلو سره د مرستې ذهنيټ خپل کړي، بيا نو کېدلی شي د افغانستان حالت ښه شي!
    معه سلامو کم الاهلول صابرين
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *